د ناروې د اوسلو او تروندهایم په ښارونو کې د افغانانو د کلتوري ټولنو د غمرازۍ ګډ پېغام
انالله و انا الیه راجعون
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر واخیست چې لوی پښتون سیاستوال، د ساپوهنې ډاکتر، پیاوړی لیکوال او شاعر ډاکتر کبیر ستوري ددې نیمګړې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
مونږ ددې خبر په اورېدو سره ډېر خواشینی شو، د نوموړیي مړینه د پښتنو د یووالي لپاره یوه لویه ضایعه ګڼو.
مونږ خپله خواشینی او غمرازی د خداېچ بخښلی پاتې کسانو ته وړاندې کوو او په دې لوی غم کې ځانونه ددوۍ سره شریک ګڼو. کورنۍ ته یې جمیل صبر او ارواښاد ته د لوی خداې څخه د فردوس جنت غوښتنه کوو.
روح دې یې ښاد وي.
نظیف الرحمن سرشار او فضل الرحمن حمیدی