مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له ښوونځيو سره ددښمنۍ په وړاندې دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم

دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه دکونړ په يوه ښوونځي کې د تنکيو ماشومانو پر شهادت ډېره غمنجنه ده او يقين لري چې له ښوونځيو سره ددښمنۍ په لړ کې دغې وروستۍ پېښې به دهر افغان او رښتيني مسلمان زړه ژور ټپي کړی او دردولی وي .
دافغانستان په کابو دېرش کلنه غميزه کې له ښوونځيو سره دښمني هغه دقيقه پلان شوې ستراتېژي ده چې دښمن پراخه استفاده ترې کړې او ګواکې ډېره ګټه يې ترې اخېستې ده .
وايي چې که ديوه ښوونځي ور پرانيزې نو دجګړې سل مورچلې به وتړې ، خو دغليم اند دادی چې که ديوه ښوونځي ور وتړې نو دجګړې ، شر اوفساد سل مورچله به پرانيزې .
په دې وروستيو کې دافغانستان دښمنانو يو ځل بيا له ښوونځيو سره دښمنۍ ته ډېر زور ورکړی او موږيې هره ورځ دښوونځيو دسوځلو ، په راکټ ويشتلو ، دزده کوونکودوېرولو او دښوونکو دوژلو شاهدان يو . دغليم اهداف څرګند دي ، په جهل کې ډوب ، غلام او کنډواله افغانستان ، دوامداره جګړه او دافغانانو احتياج او محتاج لاسونه .
ــ لومړی خوموږ غليم ته داوايو چې ، که داسلام پر يوه ټکي هم اعتقاد ولري نو پوه دې شي چې له علم او زده کړې سره دښمني له اسلام او مسلمان سره دښمني ده او پدې دې هم پوه شي چې هغه داور لمبې چې دوی يې پرموږ پېرزو کوي ، خامخا به ددوی خپلې لمنې هم پرې سوځي او ژوندی ثبوت يې همدادنن ورځې مصيبت دی چې پردوی راغلی ، هم يې خپله سوله او ثبات له لاسه ورکړي او هم يې خپلواکي په داو کې لوېدلې ده .
ــ موږ پر هغو افغانانو چې دغليم په اشاره يې په پوهې ياناپوهۍ سره دښوونځيو تباهۍ ته ملاتړلې ده، غږ کووچې ، که دعلم اواسلام له دښمنۍلاس وانخلي نو پر دنيا به له کرکې او غم او پر آخرت به له اور پرته بل څه ونه ويني او همداخپل بچيان به يې سبا ته دغاړې غړوندي وي.
.ــ موږ پر افغان مېړني ولس غږ کوو چې ښوونځی دهېواد دسولې ، آزادۍ او آبادۍ مورچل دی ، راځئ له دغه مورچل څخه په ګډه دفاع وکړو . موږ له قومي مشرانو او سپين ږيرو څخه هيله کوو چې دجرګو او مرکو له لارې ولس راويښ کړي او پرداسې يو مېکانېزم فکر وکړي چې دغليم لاس له خپلو ښوونځيو څخه لنډ کړي . همداراز موږ پر ديني عالمانواو امامانو غږ کوو چې له خپلو منبرونو څخه دښوونځيو مقام او دښوونځيو ددښمنانو عاقبت او آخرت خلکو ته روښانه کړي اوددوی پر ضد داسلامي ارشاداتو په رڼا کې فتوی ورکړي .
ــ موږ دافغانستان پر امنيتي چارواکو غږ کوو چې ، له ښوونځيو ، زده کوونکو او ښوونکو څخه دفاع ته ځانګړې پاملرنه وکړي ، دپېښو دمخنيوي لپاره دولس په مرسته دغبرګون چټک او دقيق مېکانېزم رامنځته او پلی کړي .
ــ او په پای کې موږ له دولتي چارواکو څخه هيله کوو چې تر ګواښ لاندې سيمو کې ښوونځيو ته استثنايي امتيازات په پام کې ونيسي اود ښوونکو دهڅونې لپاره ځانګړې تدابير پلي کړي .او هغه ښوونځي چې سوځل کيږي ، دښمن ته ديوه ځواب او هوډ په توګه سمدستي بيا ورغول شي .

په درنښت
دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery