مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2025-02-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حامدالحق نن په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

نور ایمل

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) مشر مولانا حامد الحق په یو برید کي نن په خپله مدرسه کي ووژل سو

د راپورونو له مخې د پاکستان د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې نن د جمعې د لمانځه په مهال د بم چادونې په پیښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان دي

 دا یوه ځانوژونکی حمله وه چي هدف ئې ددغه مدرسې هغه مشرو چي تل ئې ادعا کوله چي ددې مدرسې حفاظت حضرت محمد مصطفی (ص) کوي

د سیمه ییزو پولیسو یوه افسر امجد محمد د جرمني خبري اژانس ته وویل چې بم چاودنه د حقانیه مدرسې د ودانۍ د انګړپه جومات کې هغه مهال وشوه چې لمونځ کونکو د جمعې لمونځ کاوه.

ددغه برید مسولیت تر اوسه چا ندی منلی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery