دملالی جويا سره دناوړه برخودپه اړوند په سويډن کې ددوستی فرهنگي ټولني غبرگون
دنړيوالو خبري رسنيو څخه مو خبر تر لاسه کړ په ملي شوراکښي دفراه ولايت دخلکو استازې اوپه نړئ کې پېژندل شوې څيره اغلې ملالئ جويادمرگ دډار له امله نشي کولاي پخپل کور کې شپه تيره کړي . پدې اړه اسوشيتيدپرس ،ټايمز اوبي بي سي خبري اژانس د2006 م کال دمۍ په 15 نيټه ليکلي،(( ملالۍ جويا : له ويرې هره شپه کور بدلوم .)) په ولسي جرگه کې د فراه ولايت وکيلې ملالۍ جويا انديښنه څرگنده کړې چې ژوند يې گواکې له خطر سره مخامخ دى او له دې کبله هره شپه د ځاى بدلوولو ته اړ وزي . دا وايي تيره اونۍ د ولسي جرگې په غونډه کې له مجاهدينو سره په شخړه کې له کښيوتو راهيسې د ځاني امنيت له اړخه شک پارونکي حرکتونه ويني او په تيليفون کې هم په پرله پسې توگه گواښل کيږي . ملالی جويا په 2003 کال ددسمبر په مياشت دنوي اساسي قانون دتصويب لپاره په جوړه شوې لويه جرگه کې دفراه ولايت دخلکو په استازيتوب گډون درلود .کله چې هغې دسر په ستر گو وليدل چې دهيواد هغه اساسي قانون کوم چي په راتلونکي کښي به ددموکراسی ،ټولنيز عدالت ،دبيان او عقيدي دآزادي دپلي کولواو نورو اجتماعي سياسي او اقتصادي متمدينو چارو دسمبالتيا لپاره لاره پرانيزي دهغوکسانو پوسيله جوړيږي کوم چې دا وطن يې دقدرت پر سر دجگړې داور په لمبو کې سوځولی او په خرابو بدل کړ . دغه دقدرت تږي کله چې دپاکستاني جرنيلانو په مټ تر کابله راورسيدل ،دسياف ،رباني ،گلبدين حکمتيار،دوحدت گوند ،جنبش اونور و تنظيموتر منځ په جگړه کې دکابل ښکلی ښار په کنډوالو بدل شو او تر(( 60 زرو)) زيات دکابل ښاربيگناه اوسيدونکي دژوند له حقه محروم شول ، ځکه ددې ميړنی او غيرتي افغاني دصبر کاسه نوره ډکه شول دهمدي جرگې له تريبون څخه يې دخپل زړه او افغان ولس اوازاوچت کړه ويې ويل : هغه جنايتکاران چې لاسونه يې دخلکو په وينو رنگ دي بايد ملي او نړيوالي محکمي ته وسپارل شي ، دلته ناست دي او دملت پر سرنويشت بحث او خبري کوي . . . . تر ټولو جالبه داوه چې صبغت الله مجددي چې دخپل دوه مياشتني اقتدار په دوره کې يې په جارسره ويل : دڅو واقعي محدودو مجاهدينو نه پرته نوروټولو دمجاهدينو په لباس کې وطن په ويرانه بدل کړ ، دکابل دښار داوسيدونکوپه سرو کي دميخ ټک وهلو نه نيولې ،دښچو دتيو ،غوږ او پزي دپرېکولو اودمسلمانانو نسونو دڅيرلو باندي سرفه ونکړه . ملالی جويا دټولو اسلامي او انساني حقوقو خلاف په کفر متهمه کړه . ښاغلی مجددي مجددی لاندي څرگندوني په پل خشتي مسجد کې وکړې اود راديو تلويزيون پوسيله هم خپرې شوې : « چه کار هايی که نشد. والله اگر روس ها اين کار ها را کرده باشند ، والله اگر کمونست ها کرده باشند يا هيچکس ديگر. والله ما خجالت ميکشيم که نام مجاهدين را بگيريم. عزتی را که خداوند به مجاهدين داده بود به زمين زده شده شد». دغه څرگندوني دملالی جويا دڅرگندونو سره چندان توپير نلري ،ولي متاسفانه ديوه دخولي دحق او دبل دخولې دکفر خبره تتعبيريږې ،داډول انصاف يوازي دافغاني واکدارانو په منځ کې رواج لري . ملالی جويا هيڅ کومه نوې څرگندونه او اختراع نده کړې تنها هغي ددغو جنگي مجرمينواو وطن ورانونکو په مقابل کي دخپل خاموش ولس دزړه اوواز او دنفرت احساس چې بل چا يې دويلو جرأت نشو کولاي څرگند کړ . که چيري په افغانستان کي يوه ټول پوښتنه تر سره شي بې له شکه چې دافغانستان ربړېدلی ولس به ددغو جنايتکارانو دشتمنيو دحساب او محکمې جدي غوښتنه وکړي . له بده مرغه دا جرأت تر اوسه په چارواکو کښي نه ليدل کيږې ،کله چې ددوي دمحکمي خبره رابر سيره کيږي سمدستي دا خبره هم کيږي ،که څوک ددوي دمحکمي تلاښ وکړي پدغو نازکو شرايطو کې به هغوي امنيت له جدي گواښ سره مخامخ کړې . سره لدي چې داپردغه ټکي اعتراف دی ، تر اوسه لاهم چې تر(( 30 )) زيات په مډرنو وسلو سمبال بهرني پوځيان په هيواد کې دامنيت دټينگولو هوډمن دي دوې کولاي شي امنيت له ختر سره مخامخ کړې ؛همدلته سوال پيداکيږي چې ولې نړيوال او ښاغلی ولسمشر ددغوکسانو دبې وسلي او بې قدرته کولوسره علاقه نه ښکاره کوي کوم چي هر ه لهظه په افغانستان کې د امنيت ماتولاي شي ؟؟؟ هغوي به هم ددغه ټکي په پوهېدوسره تر څو توان ولري او دسيسې يې کار وکړې ونه غواړي په هيوادکې له سياسي اوپوځي صحني څخه ووزي . پدغه لويه جرگه کې تر وينا وروسته ملالی جويا ټولو هغو ته دتحمل وړنه ده کوم چې په رښتيا سره يې لاسو نه تر څينگلو دخلکو په وينو سره دي او اوس يو ځل بيا غواړي خپلي خبري او دمنځنيو پيړيو نظريات په خلکو دقانون او اسلام څخه دناوړي استفادي په نامه پر خلکو ومني . متاسفانه امريکا اونوروبهرنيو هيوادو چې غوښتل يي په افغانستان کې دتورتم پېڅول ټوله او دبنسټپالو جرړي وباسي دا لويه تير وتنه وه چې په افغانستان کې ددموکراسی ،دعقيدي او بيان دآزادی اونورو بنسټيزو علمي اومتمدينو اوښتنو دراوستلو لپاره يي د بنسټپالو او هرډول بشري آزاديو اوحقوقو دمخالفينو په وسيله وغوښتل اساسي قانون اونوی حکومت جوړکړ . اغلې جويا د 2006 م کال دمۍ په 7 نيټه د ولسي جرگي په غونډه کي له پخوانيو مجاهدينو سره چې دا او ټول ولس يې جنگسالاران بولي په خپلو خبرو کې مجاهدين په دوو ډلو سره وويشل ، دهغې په وينا يوه ډله مجاهدين هغه دي چې د خداى د رضا او اسلام لپاره يې جهاد کړى او بله ډله هغه چې خپلې گټې يې په پام کې نيولي دي . دهمدغې خبرې تر اوريدو وروسته د ولسي جرگې فضا خړه پړه شوه ، ځينو استازيو هغې ته د سپکو سپورو د ويلو تر څنگ يې هغه د څښاک د اوبونه په ډکو بوتلونو او څپليو وويشتل . څومره شرم ځاي دۍ چې د ملت په کور کښي يوه ښځه چې ديوه ولايت دخلکو استازي ده دخپل نظر تر څرگندولو وروسته تحديد او تحقيريږي . هغوى چې د شريعيت نارې سورې وهي ايا په دې نه پوهيږي چې په اسلام کې په ښځواو بي گناه انسان د لاس پورته کول څومره لويه گناه او په افغاني ټلنه کې دشرم وړکار دی؟ ولي حقيقت دادی کله چې دوي خپلې شخصي او تنظيمي گټې په خطر کې وويني نو بيا يې اسلام او افغاني دود او دستور هم هير شي . کله چې ددغه ډول ناوړه اوله شرمه ډکي کړني په مقابل کې دملت يو شمير استازي خپل نظر څرگندوي دا دقدرت دليونو لخوا هغوي خبرو ته هم کومه پاملرنه نه کيږي . د کابل ولايت استازی رسول سياف وويل :( دلته په کار نه ده چې غوڅ اکتريت توهين شي او داسې دې هم څوک نه وايي چې مجاهدين له زوره کار اخلي نور موږ څومره خبرې تيرې کړو که د دې چت لاندې د استازيو ترکيب ته وگورئ نو پوهيږئ چې مجاهدين غوڅ اکتريت تشکيلوي ، قانوني صيب ! په هغې غونډه کې چې د ديني ارکانو په وړاندې ملنډې وهل کيږي زموږ دين موږ ته اجازه نه راکوي چې په هغه غونډه کې کښينو .) دادی سياف هم درباني پشان ددې خبري پخلی کوي چي په پارلمان کښي تر هر چا ددوي دنظر پلويان (جنگسالار ) ډير دي ،ځکه دافغان ولس دانيوکه پرځاي بولو چې هغوي پارلمان دخپلو گټو او ملي اراديې دڅرگندولو مظهر نه بولې ! اوپه حقه پارلمان له ولس څخه بيگانه گڼې . ملالی جويا هيڅ کله هم داسلام او مذهبي عقايدو توهين ندی کړئ ،اونه يي واقعي مجاهدين چې په رښتيا سره يې دوطن او خلکو لپاره ځانونه قرباني کړي سپکاوی کړۍ . جالبه داده کله چې دتنظيمو درهبرانو او قوماندان سالارو گټي دخطر سره مخامخ کيږي او يا ددوي ناوړه کړني دترسوال لاندي راځي دوي سمدستي دځانو ددفاع لپاره داسلام له مقدس نامه هغو مجاهدينو دافتخاراتو څخه چې اوس په خاوروکي پراته دي او يا په خپلو کورو کښې ديوه پاک او سپيڅلي مسلمان په توگه دژوندعادي چاري پر مخ بيايي دځان په گټه ناوړه او ناروا استفاده کوي . ددقيقو او کره معلوماتو پر اساس پسله هغه چې ملالی جويا دفراه دشريفو خلکو داستازي په توگه پارلمان ته ټاکل شوي تل په يوه اوبل نامه هغي ته دخبرو او څرگندونو وخت نه ورکول کيږي . موږ داډول برخورد ديوه ولايت داستازي سره دپارلماني نورمونو او بيان دآزادی خلاف بولو . څنگه کيداي شي چې څو دگوتو په شمار نماينده گان په پارلمان کي دهر ډول صلاحيت لرونکي دي ؟ اونور بيا له دغه قانوني حق څخه چې دخپلو مؤکيلينو نظريات ،غوښتني او وړانديزونه څرگند کړې محروم گڼل کيږي . ملالی جويا دجگپوړوچارواکو او جنگسالارو په فرمايش او سپارښت پارلمان ته نده راغلې ،هغه ديوه ولايت ټاکل شوې ستازي ده حق لري هر وخت چې وغواړي داړونده او مطرح شوو مسايلوپه هکله خپل نظر او عقيده څرگنده کړي . دروان کال دمۍ دمياشتي په(( اومه)) نيټه هم هغي خپل نظر څرگند کړ ،بل کوم دقانون خلاف حرکت يې ندی کړی ؛ اياله دغه څوک منکر کيداي شي چې پارلمان تر غاښو دهغو ن ه ډک دئ چي لاسونه يې دخلکو په وينو سره دي ؟ ايا داڅوک منلاي شي چې يو زيات شمير په رشتيا سره هم دخلکو استازي دې ؟ نه په هيڅ صورت . ددې لپاره چې سوالوته مو ځواب پيداکړي وي او قناعت مو حاصل شويی وي کيداي شي دنړی هر ورځ خپاره شوو نشراتو ته مراجعه وکړئ ،داسي ورځ نشته چې په مطبوعاتو کښي دي دهمدغو دتظيمو درهبرانو قوماندان سالارو ،محلي قوماندانانو او هيروئينو دقاچاقبرانو په اړوند مطالب او حقايق نه خپريږي . سياف او رباني ياددوي پشان يو شمير نور ولې خلک پدې ډاره وي چې که ددوي غوښني او نظريات ونه منل شي او ددوي هري بې بنياده خبري ته دتصديق سر ونه ښورول شي دوي به له پارلمان څخه ووزي . پدي هر څوک پوهيږي چي دوي به هيڅ وخت تر څو يې ساه په ځان کي وي او توان ولري پارلمان خوشي نکړي ،که داکار وشي دابه دافغان ولس يوه لويه خوشبختي وي ، چې متاسفانه تر اوسه لاددوي دقدرت تر سيوري لاندي د بدبخته ژوندشپې او ورځي سباه کوي . دافغانستان په پارلمان کې دملالی جويا سره داشان ناوړه برخورد په په مقابل کښي په ټوله نړی کې دانساني آزاديو او بشري حقو قو دسازمانو او ټولنو لخوا دتشويش په څرگندولو سره سخته کرکه او نفرت ښکاره شو . ټایمزد 2006م کال مۍ دمياشتي په ۹ نيټه ليکي "این حادثه برای كشور های غربی آزار دهنده است كه با تجاوز به افغانستان طالبان را سقوط داده و بعداً دموكراسی را مستقر ساختند." تحفۀ غرب به افغانستان آوردن دوبارۀ جانیان و قاتلانی بود كه مصیبت عظیمی بر مردم و كشور ما تحمیل نمودند. د 2006 م کال دمۍ دمياشتي په 15 نيټه اسوشیتید پرس ليکي : جویا در جریان گفت و شنودی با گزارشگر اسوشیتید پرس چنین ابراز داشت: « به نظر من افشای جنگسالاران کار خوبیست، حتا اگر اینکار در شورای ملی صورت بگیرد. زمانیکه من به پارلمان آمدم، آنها دانستند که من همان شخص دوسال قبل هستم.» فرماندهان و رهبران دیگر مجاهدین که بیشتری از آنها متهم به ارتکاب جنایات بشری علیه غیرنظامیان افغان اند، غوغا سردادند و از مجلس بیرون شدند. شماری از اعضای مجلس شورای ملی بوتل های پلاستیکی آب را بطرف جویا پرتاب نمودند و نزاع مختصری میان عامیان جویا و مخالفینش بوقوع پیوست. این کشمکش جراحتی به دنبال نداشت اما جویا گفت که دشنام های رکیکی نثار وی شده است. جویا به گفتارش چنین افزود: « آنها در محل پارلمان به وی کلمات رکیکی نثار داشتند و حتا گفتند که ما به جویا تجاوز جنسی خواهیم نمود. » جویا هرهفته یکبار محل اقامتش را تغییر میدهد. اما پس از صحبت هفتهء اخیرش وی هر شب به تغییر محل اقامت اقدام میورزد و همواره با سه محافظ مسلح همراهی میشود.
په سويډن کې ددوستی فرهنگي ټولنه چې په سويډن کې دنړئ دمختلفو هيوادو دملتونو استازي يې دغړيتوب وياړ لري د افغانستان په پارلمان کې دفراه ولايت داستازي ملالی جويا سره داډول چلند ته دبشر دحقو قو او نړيوالو قبول شوو نورمونواو اصولو خلاف او لويه سرغړونه گڼي . ملالی جويا نه تنها په افغانستان کښي بلکه په ټوله نړئ کې دسولي ، دموکراسی ټولنيز عدالت ،دعقيدې او بيان دآزادی او بشر دحقوقودپلويانو په منځ کښي دقدروړ ځاي لري . دافغانستان دولسمشر نه په کلکه غوښتنه کوو چې په هيوادکي دسازش او بي ځايه نرمش دسياست په مقابل کې دقانون دپلي کولو، دانسان دانساني کرامت شخصې عقيدي او تفکر دآزاديودخوندي ساتلو مسؤليت په ښه توگه تر سره کړي ،پرې نږدي چي هر څوک دپخوا په دود داسلام ،جهاد ،دودواو دستور په نومونو او له هغونه په ناوړه استفادي سره دحق او عدالت اوازخاموشه کړي . پدې بايد تاسو پوره پوه واست چي په هيواد کې داوسنيو ټولوناخوالو پړه ستاسو پر غاړه دراچول کيږې .موږ پدي ټينگ باور لرو که تاسو پرېکړنده او کوټلي گامونه چي دغوڅ اکثريت او نړيوالو غوښتنه ده اوچت کړئ او داوسنيو هغو فسادو مخه دقانون په پلي کولو سره ونيسی کوم چې همدا گړۍ افغانان ورسره لاس په گريواندی ،ستاسو پلويان به نه تنهاټول افغانان بلکه په ټوله نړئ کښي غوڅ اکثريت وي . دملالی جويا او هغي پشان نورودموکراسی پلوه کسانو دژوند تأمين او هغوي ته دمطمين ژوند دشرايطو دبرابرولو دنده دافغانستان ددولتي ارگانو پر غاړه ده ،او پدي هکله يې دنړی په ټولو کنفرانسونواو معتبره غونډو کې دنړی د هيوادو استازو او مشرانو ته وعده ورکړېده ،دا وعده بايد په عمل کې پلې شي . دامريکا دمتحده ايالاتو او اروپادهيوادو نه غوښتنه کوو چې په افغانستان کي دبشر دحقوقو ،دعقيدي او بيان دآزادی ارزشتنو ته چې دافغانستان معنوي او سياسي راتلونکې په هغه پوري اړه لري دقيقه اوځانگړې پاملرنه وکړي.دافغانستان دولتي چارواکو ته واک ورنکړي چي دامريکا او اروپادهيوادو دخلکو په هغو مرستو چي موخه يي دافغان ولس ښيرازي ده دجنگسالارو او ټوپکمارووکړاي شي دخپل نظريات اوغوښتني په زورپر افغان ملت وتپي . په هر اندازه چي په افغانستان کې ددموکراسی غښتلي وړانگي خپريږي او دافغان ولس مغذونه ور روښانه کوي په هغه اندازه ددي هيواد دبيا رغاونې لپاره دمعقولي او مطميني لاري دپيداکيدو امکانات پلاس راځېاو دبنسټپالو ،دهيرئينو د توليدکوونکو اوسوداگرواو ترهگرودفعاليت امکانات رامحدوديږې . دنړۍ دټولو هيوادو له مشرانوته وړانديز کوو په افغانستان کې ژر تر ژره جنگي جنايتکاران او ددموکراسی مخالفين بي وسلې او بي قدرته کړئ ،تر څو افغان زورېدلی ولس دآرامی او خوښۍنفس وباسي . ملالی جويا په خپله انساني مبارزه او تلاښ کې تنها نده دپر مختللي نړئ غوڅ اکثريت دهغي ددغې خبري پلوی کوي چې وايي : تر هغې پورې چې ژوندى وم نو زه به خپل غږ دانسان او انسانيت څخه ددفاع په خاطر اوچت ساتم که ما غلې کړي خو ږغ مې نه شي غلى کولاي . پدي باورلروچې افغان روڼ اندي دخپلو ملي او سياسي مسؤليتونوپه پوهېدوسره په لويه کچه داخپله دنده بولي تر څو په خپل هيواد کښي ددموکراسۍ او دبشردحقوقو څخه په ميړانه دفاع وکړې .
په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه
يوه کاپي يې دملگروملتو دسازمان سرمنشي اوداروپادپارلمان دبهرنيو اړيکو جرگه گۍ ته هم ولېږل شوه .