مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ښاغلي تکل خپل درې شعري ټولګي چاپ کړې

عبدال ه احسان

شاعر او ليکوال ښاغلي نظيف تکل چي ډېر لوستونکي به يې له شعر سره اشنا وي په دې وروستيو کي په درې اوونيو کي درې پرله پسې شعري ټولګي له کابله چاپ او خپرې کړې .

د ښاغلي نظيف تکل درې نوې چاپ شوې شعرې ټولګي په دې ډول دي :

 . . . او پاڼي مړې وې    شبنم په پاڼه      پاڼي د لونګو

ښاغلي علم ګل سحر د ( او پاڼي مړې وې ) نومي کتاب په اړه په اړه داسي ليکي : " او پاڼي مړې وې د ښاغلي نظيف تکل لمړنۍ ټو ګه وه چي په خزان ډوله پسرلي کي چاپ شوه خو خپره نه شوه ، يوازي يو ټوک يې ماته او يو دوه ټوکه ښاغلي تکل ته و سېده ،نور يې هغه وخت چي په کابل کي د تنظيمي جګړو اورونه بل وه د بې مسوليته ټوپکوالو له خواد نورو زرګونو ع مي او ادبي کتابونوسره يو ځای د اور خوراک شوه ، اوس چي د پسرلي هيلي په زړونو کي زرغونې شوي دي ، تکل صاحب هم د خپلو ناچاپو کتابونو په خپرولو بسم الله کړه . . . ".

کله چي له ښاغلي تکل څخه پوښتنه وشوه چي ولي يې ددرې واړو کتابونو په نومونو کي پاڼې کار کړي دي : په موسکا يې وويل : زمونږه ټول ژوند همداسي پاڼي پاڼي دﺉ .

که غواړﺉ د ښاغلي نظيف تکل پوره ژوند ليک ولولی دا ځای کښېکاږﺉ

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery