مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهاراوهلمندکې دعاموخلکودوژل کيدوغندنه وشوه

انجنير احمد حسين عنايت

دبرتانيه ميشتو افغانانو خوا 

 د راپور تريبوونکې : انجنير احمد حسين عنايت    دغونډې يو ګډونوال
 کندهار اوهلمند کې دملکي خلکو دوژل کيدو  او ښوونځیو ته د اور اچولو غندنه وشوه
 په برتانيه کې ميشت يو شمير افغانانو دمی دم ياشتې په اته ويشتمه نيټه په يوه غونډه کې دافغانستان په جګړې کي ښکيل ائتلافي ځواکونو ، او طا لبانو څخه وغوښتل  چې د جنګي قوانينو په مراعات کولو سره دې دبي ګناه خلکو دتلفاتو مخنيوې باوري کړي ، غونډه کې په کندهار او هلم ند کې دملکي وګړو دوژل کيدو اوښوونځيو ته داور اچولو غندنه وشوه ، داپريکړه هم وشوه چې يو پلاوې به افغانستان ته استوي .
 د افغانستان د وضعی د څيړلو په موخه او دا چی افغانان ددی وضعي په اړه څه کردار اداء کولی شي ، دا غونډه دلته د لندن په يوه مقامی افغاني هوټل کې وشوه.
 په دی غونډه کی برتانيه ميشتو د افغانستان د ټولو توکم ونو ، مختلفو ګوندونو پوری تړلو اشخاصو، قومی مشرانو او مخورو ګډون کړی ؤ.
 غونډه د مازيګر په پنځو بجو پيل وه. د غونډی په پيل کی د انجنير محمد عارف لخوا د قرآن عظيم الشان څو آيتونه تلاوت شول
  ورپسی د غونډی برخه والو وپتيله چی د ښه ترتيب او تنظيم په خاطر دي ددي غونډی لپاره يو مشر وټاکل شي چی د ټولو ګډونوالو د غوڅ اکثريت لخوا ښاغلی سيد جان کارواني ددی مجلس رئيس وټاکل شو.
 ښاغلي کارواني په دی اړه د غونډي د ګډونوالو څ خه مننه وکړه او ټولو ته ئي ښه راغلاست وويل چی په دی ترتيب د غونډی د ګډونوالو د آزاد بحث لپاره لار آواره وه.
 د غونډی ګډونوالو هر يو په خپل وار د افغانستان د حالاتو او وضعی په اړه خپل نظريات وړاندی کړل . د غون ی ټول ګډونوال په دی اړه د يو نظر خاوندان ؤ چی دا غونډه دي د نورو غونډو لپاره پيلامه وي او په پرله پسی توګه به په منظمه توګه داسې غونډو ته ادامه ورکوی او دائي ومنله چی دغه غونډه د هر راز تبعيض څخه آزاده او يوه بين الافغانی غونډه ده او په راتلونکی کی به هم ګډونوال د همدغی روحيي او همدغسی پراخ نظر په لرلو سره ګډون کوی
 په دی غونډه کی په کندهار او هلمند کی وروستی حالات وڅيړل شول او ټولو په ګډه په دی حالاتو د تشويش او انديښنوڅرګندونه وکړه . ټولو ګډونوالوپه کندهار او هلمند کې د ائتلافي ځواکونو په واسطه دکلو اوبانډو دبمبار غندنه وکړه چې په نتيجه کې ئي په سلګونو بېګناه ولسي خلک شهيدان شول .
 د افغانستان په حکومت او په تيره بيا په کرزی صاحب دا نيوکه موجود وه چی هغوی د ارزګان د بمبارد نه وروسته د خلکو او ولس سره ژمنه کړی وه چی دا حالت به بيا نه تکراريږی او لدی وروسته به ائتلافي ځواکونه په سر کی امريکا په دغه شکل بمباری نه کوی چی عام ولس پکی ووژل شی خو د هغی ژمنو سره سره دغه غميزه رامنځته شوه ، دوی د افغانستان له دولت او هم دایتلافي ځواکونو په رأس کی له امريکا څخه دا غوښتنه درلوده چی دوی بايد د افغانستان د عوامو او ملکی خلکو سره دډير احتياط نه کار واخ ی چی په بی ګناه خلکو بمباری ونه شی او نه ووژل شی او نور د خپلو کورونو پريښودو ته مجبور نشی.
 په جنګ کی د نړيوالو قوانينو په بنياد د ملکی خلکو مصئونيت بايد باوری شی ، ددوی د ا توجيه چی د کورونو په منځ کی زمونږ دښمن پناه اخيستی په هيڅ ډول د منلو وړنه ده دوی ته په هيڅ صورت دا اجازه نه ورکول کيږی چی عوام او بی ګناه خلک دی بمبارد شی او ودی وژل شی.
 ددی سره سره په دی غونډه کی د معلم وژنه ، د انجنير وژنه د ډاکټر وژنه يا د نورو کار کوونکو وژنه د مکتبونو سوځول او داسی نور د ويجاړۍ کارونه هم وغندل شول، او په ګډه ټولو هيله څرګنده کړه چی بايد دی کارونو ته د پای ټکی کيښوول شی او بايد دا کارونه نور په افغانستان کی ونه شی.
 ټولو ګډونوالو دا ومنله چی مونږ لدی وروسته ټول اختلافونه يو خواته پريږدو او د هيواد د ساتلو او بچ کولو لپاره بايد مټی اونغاړو.
  نړيوالی ټولنی له افغانانو سره دا ژمنه کړی وه چی په افغانستان کی به ثبات او امنيت راولی . خو  ثبات او امنيت د جنګ له لاری منځته  راتلای نشی نو پکار دی چی ټولو اړخونو سره مسايل د خبرو له لاری مطرح شی ځکه جنګ د حل لار نه ده افغانان ډير زيات ځپل شوی او لدی زيات د ځپلو توان نلری .
 د غونډی ګډونوالو دا پريکړه هم وکړه چی يو پلاوی به افغانستان ته استوی تر څو د مقاماتو سره له نژدی په ټولو مسا ئيلو خبری وکړی .
 د غون ی په پای کی يو  کميسون وټاکل شو چی يو پريکړه ليک به ترتيبوی او اړوندو مقاماتو نه به ئي رسوی همدارنګه دا کميسيون به د راتلونکی غونډی ترتيبات هم ونيسی غونډه د شپی په نهو بجو د ښاغلي سيد جان کاروانی لخوا په دعائيه سره پای ته ورسيده.
                                
  
 د هغو کسانو نومونه چی په دی غونډه کی ئي ګډون کړی ؤ په لاندی ډول دي .
  
 ښاغلی سيد جان کاروانی
 ښاغلی عبدالمقصود رحيمی
 ډګروال  رم ضانعلي  صيام
 ميرمن ماری ْشيرزادْ
 انجنير احمد حسين عنايت
 ډاکټر عبدالوهاب زهير
 ښاغلی شهسوار سنګروال
 ښاغلی محمد يونس بره کی
 ښاغلی محمد نذير بشارت
 ښاغلی عبدالجليل
 حاجی بصير خان خوګياڼی
 ښاغلی تازه خان ويال
 انجنير محمد عارف
 ښاغلی نوروهاب څپاند
 انجنير افضلی
 ښاغلی حميد نظام
 ښاغلی حبيب اله جانبدار
 حاجی امان اله زهير
 ښاغلی خير محمد سلطانی
 ډاکټر قدرت اله
 انجنير کامران
 ښاغلی اعزازاله فيضي
 ښاغلی پير محمد باوری
 ښاغلی غلام حضرت  ٌ اعظمیٌ
 ښاغلی عبدالوهاب دولتزی
 ښاغلی عبدالظاهر ځاځی
 انجنير عبدالخالق لعل زاد
 ښاغلی ګل الرحمن وفا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery