كه دا لا
يونيان انقلابيان واى، نو اوس به په كابل كې د واك پر ګدۍ نور څوك ناست وو ؛
په ريښتيا چې د
جوزا د اتمې ورځې پېښې د ټول هېواد لپاره او په ځانګړي ډول زموږ لپاره ډېرې ننګوونكې وې، ځكه پېښه زموږ له كابو څخه
ووته، ښار غلو اولوپرانو ته په لاس ورغى، زموږ له ډېرو پوليسو يې وسلې واخيستې، پوستې يې ترې ونيوې، ډېر ځايونه يې
وسوځول، د ډېرو دفترو او ادارو سويې چيغې اوچتې شوې او هغه سرې لمبې چې له ډېرو دفترونو پورته شوې، هغه خو هر چا و
يدې….، خو پرموږ پورې خپل ځان اور وو، نر هغه وو، چې خپله درېشي وباسي او په مظاهره چيانو كې ورګډ شي، د كابل په
هره دويمه او دريمه كوڅه كې درى څلور مړي وشول، خو موږ يوازې د ګوتو په شمېر مړي اعلان كړل. تر څو عامه امنيت
ته ګواښ متوجه نه شي.
دا په زغرده وايو چې كه دا لاريونيان انقلابيان واى، نو اوس به په
كابل كې د واك پر ګدۍ نور څوك ناست وو داچې زموږ، خارجي ځواكونو او بهرنيو كسانو حال به څه وو، دا يواځې يوه خداى
ته معلومه وه، (خو شكر چې داسې پېښه نه وه)
دا هم منو چې دداسې پېښو پر وړاندې اړونده ناكام مسئو
ين سم په لاس خپله ناكامي اعلانوي او له خپلې دندې څخه لاس په سر كېږي، (خو دا افغانستان دى!)
ېر خلك وايي، چې پوليسو بايد اوښكې بيوونكى ګاز كارولاى واى، بايد پر خلكو يې اوبه شيندلې واى او په يوه طريقه
نه يوه يې خلك تيت پرك كړي واى او بايد دوى مجهزه اطفائيه درلوداى، خو موږ د بشر حقوقو او ددېموكراسۍ اصولو ته
په درناوي له پيله دا ډول څيزونه نه اخيستي او نه يې په راتلونكي كې د چمتو كولو كوم نيت لرو، ځكه زموږ پوليس
بې تجربې دي، ښايي د اوښكې بيوونكي ګاز او د اوبو شيندونكو وسايلو په كارولو سره د بشر حقوق تر پښو لاندې كړي،
موږ ته يوازې او يوازې د تېزو او چټكو موټرو اړتيا ده، ځكه زموږ ډېر سربازان اوس هم په پښو ګرځي او د پېښې په ورځ خو
ډېر خواركي پوليس د لاريونيانو تر بريد لاندې راغلل او له ډېرو يې وسلې واخيستې، نو د محترم حامد كرزي څخه مو دا
هيله ده چې له موږ سره د نورو ښو او مجهزو موټرو مرسته وكړي، ترڅو خداى مكړه داسې ناوړه پېښې بيا تكرار نه شي، د
ښو موټرو د تر لاسه كولو په هيله.
دا طنز ښاغلي محمد هلال سمسورليکلی و