مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-06-13   مخپرونکئ : خليل الله سروري

پښتو ژبې ته د( تاريخ طبري) دژباړونکي خبرتيا

سروري

 

 تاريخ طبري د اسلامي دورې يو ډېر مهم او دروند اثر دی چي د محمد بن جرير طبري له خوا په دوهمه هجري پيړۍ کي په عربى ژبه ليکل سوى دى ، بيا وروسته د نړۍ په بيلابيلو ژبو ژباړل سوى دى ، د دې اثر د اهميت په سبب دکندهار ښار يو ځوان ښاغلي عبدالکبير هوډ کړی دی  چي نوموړى تاريخ په پښتو ژبه و ژباړى د ژباړي دکار دپيلامې په توګه نوموړي ځوان دطبري تاريخ لومړى ټوک بشپړ کړى دى او د علامه رشاد اکاډيمۍ ته يې د نظر غوښتلو له پاره سپارلى دى .
دښاغلي عبدالکبير دغه ستر، ستونزمن اوگټور کار دستايني او پوره پاملرني وړ دى د ژباړي په برخه کي ښاغلي عبدالکبير مدعي دى چي د پوره تجربې څښتن نه يم که د تاريخ او ژباړي په برخو کي دهېواد مجرب ، تکړه او درانه استادان ښاغلي عبدالکبيرته دنظر په توګه څه ولري او ورسره شريک يې کړي دا ستونزمن او ګران کار به ورته تر يوح ده پوري آسانه سوې وي او د ده  او نورو ځوانانو په هڅونه کي به ګتور ګام وي .

دښاغلي عبدالکبير پته :
د ګرځنده تليفون شمېره : 0799448011
دبرېښناليک پته :
kabir777_abdul@yahoo.cm
دکار پته : دسره صليب نړيواله کميټه ، کندهار ښا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery