په هامبورگ کې د افغانستان يولسمه
اونۍ (10.07.2006 - 16.07.2006)
گرانو هېواد والو!
د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک) او د سياسي زده کړو
ټولنه تاسو قدرمنو آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د جولای د لسمې نېټې څخه تر
شپاړسمې نېټې پورې د يولسم ځل لپاره او په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي.
ټول هغه افغانان او آلمانان چې د
افغانستان له مسايلو او په آلمان کې مېشتو افغانانو د ژوند او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې مع
ومات تر لاسه کولای شي.
د سيمينار د گډون ونډه سل يورو او د بېکارانو دپاره پنځوس يورو ده.
خپل ماشومان هم
ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې څلوېښت يورو او د بېکارانو دپاره شل يورو ده.
موږ د آلمان د حکومت په م
سته ټول د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو.
د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو
برخو ژباړې ته چمتو يو.
د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.org) تر لاسه کولای شئ!
که کومې
پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په لاندی پته راسره اړيکې ټينگې کړئ.
په درنښت
يحيی وردک او ام
اديس هيمپل
Dr. Yahya wardak
Moerikestr. 50, 53121 Bonn
Mobil: 0174-741 73 06
wardak@afghanic.de