مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-06-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سلام فرهنګي ټولني اعتراض ليک

د سلام فرهنګي ټولني اعتراض ليک

يو شمير نړيوالو خبري رسنيو داسي خبر ونه خپاره کړي چي   ،  د افغانستان اولس مشر ښاغلي حامد کرزي  د تايلند هيواد  هغه وړانديز منلئ چي د افغانستان  ملکيت دوې ستري مجسمې ( صلصال او شمامه  )  چي د طالبانو په توره دوره کي ونړول شوې  ، په تايلند کي له سره ورغول شي  . د باميانو د تاريخي او سترو مجسمو د بيا رغولو خبره نوې نه ده خو هغه څه چي په دې  خبر کي نوي بريښي هغه د دې مجسمو بيا روغونه په تايلند هيواد کي ده . خبري اژانوسونو د تايلند هيواد د صدرااعظم له خولې خبر ور کوي چي ، دقزاقستان هيواد پلازمينه کي  د يوې غونډي پر مهال د افغانستان ښاغ ي جمهور رئېس حامد کرزي هغه وړانديز ته هر کلۍ ويلي چي د تايلند هيواد به د افغانستان په باميان ولايت  کي د بوداوراني شوي مجسمې پاتي شوني راټول او په تايلند هيواد  کي  به يې  دبيا رغوني چاري تر سره شي .

د تاي ند هيواد حق لري او کولای شي چي په خپل هيواد کي د بودا مجسمې  جوړي کړي ، خود تايلند هيواد  دا غوښتنه  چي د باميانو  د سترو مجسمو  پاتي شوني را ټولي او بيا د هغو پر بنسټ  په خپل هيواد کي هغه تاريخي مجسمې  له سره  ورغوي  نه د لرغونپوهني د ارونو سره سمون خوري او نه  زموږ د هيواد د ملي ګټو سره برابره ده . 

 سلام ف هنګي ټولنه دا ډول  وړانديزونه  زموږ د هيوادملي وياړنو  ته سپکاوۍ او تاريخي شتمنيو ته  ستر زيان ګڼي . او هم  په هيواد کي  دننه او بهر د کلتوري  ټولنو ، علمي  او څيړنيزو ادارو ، کلتور پوهانو او علمي شخصيتونو څخه هيله کوو  چي په خپل  وړغبرګون سره د دې او دې ته ورته وړانديزنو د پلي کېدو مخه  ونيسي . او د دې پر ځای  د هغوهڅ و ملاتړ وکړي چي  په باميان  کي د همدې مجسمو  (( طبيعي   بيا جوړونه ))  شونې شي  ، تر څو له يوې خوا  زموږ تا يخي شتمني بيا ورغول شي او له بلي خوا د همدې مجسمود يوزر شپږ سوه کلن شتون په دوران کي درې ستري پيښي ، ( د م جسمو جوړيدل ، ورانيدل او بيا رغول ) له سره په تاريخي  او لرغوني  باميان کي  ثبت  او وساتل  شي  .

د سلام فرهنګي ټولني مشر تابه جرګه ګئ په استازيتوب

پوهنوال رسول باوري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery