مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دليکوال او شاعر ارواښاد ډاکټر غلام جان جکړشينواري د ناڅاپي مړيني له امله دتسليت بېلابېل پيغامونه

بېلابېل پيغامونه

لنډه پیژندنه :

ارواښاد ډاکټر غلام جان جګړ شينواری چي په ۱۳۲۵ ل کال کي د ننګرهار د هسکي مېني ولسوالۍ د کوټه والو په کلي کي سترګي دنیا ته ړوني کړي وې

 زده کړه يې د رحمن بابا په ليسه، د ننګرها ر د طب پوهنځی ، د پوليسوپه  اکاډمي.کي کړې وه
 د تحصيل درجه يې د طب ماسټر (M.D)  او علمي درجه پوهنيا ر وه
 رسمي دنده يې  د هېواد په مختلفو ځايونو کې د (١٣٥٢-١٣٧٢) کلونو په موده کې  د داکټرۍ مقدسه دنده وه  په ١ ٦٨ ل کال کې د نوبتې ترفيع په لړ کې د ډګروال له نظامي رتبې څخه د بريد جنرال نظامي رتبې ته ورسېد .
 په (١٣٦٩-١ ٧٢) ل کلونو په موده کې د پلچرخي په زندان کې بندي و.
 له زندان نه وروسته خپل کلي ته راستون شو او تر نن پو ې   يې په خپل کلي کې د رنځورو هيوادوالو په چوپړ اخته و .دوه کاله دمخه يې  د خپلې ميرمنې سره يو ځاې  ،  د حج مبا که فريضه هم ادا کړه . خبر شو چې په دې لنډو ورځو کې دوينې د سرطان  ناروغي ورته پيداشوی و او د همدې ناروغۍ له ام ه په حق رسيدلی دی .
 ښاغلي الحاج ډاکټر جکړ شينواری شپږ چاپ شوي اثار لري چې تفصيل يې لاندې کرښو کې کتلی شی
 چاپ شوي اثار:
 الف: د طب په څانه کې .
 ١. د مخدره موادو زيانونه، کابل ١٣٦٦ ل کال چاپ
 ٢. لومړی طبي م ستې، کابل ١٣٦٨ ل کال چاپ
 ٣. انګليسي – پښتو طبي ډکشنري ،  ١٣٧٨ ل کال چاپ
 
 ب: په اديي  ساحه کې:
 ١. کستري ګلونه، د شعري غزلونو مجموعه، ١٣٦٧ ل کال چاپ
 ٢. د ماشوم ترانې، دشعرونو مجموعه،  ١٣٧٩ ل کال چاپ
 ٣. افغاني هندوان او سکهان _  تاريخي څېړنيز اثر.١٣٨١ ل کال چاپ
 ٤. جل وهلې ګلونه، د پلچرخي د زندان د شپو او ورځو څلوريزې.( چاپ

 


دپښتو ژبې دخواخوږي ليكوال اوشاعر ارواښاد ډاكترجكړ شينواري دناڅاپي اوخواشينوونكې مړينې له امله دخوشال فرهنګي ټولني پيغام

كابل :  د ۲۰۰۶ كال دجولاى لسمه

په خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې دپښتوژبې خواخوږي ليكوال اوشاعرډاكترصاحب جكړشينواري هم له دغې نړۍ ست ګې پټې كړې . اناالله وانااليه راجعون. دخداى رضاده.

ارواښادجكړ شينواري دخپلې پوځي دندې ترڅنګ دافغانستان دمعاصرپښتوشعرپه بهيركې يوپيژندل شوى اودپاملرنې وړنوم اوادبې شخصيت و، هغه دخپل ژوند په اوږدوكې دپښتوشعرله بهيرسره ان دخپلې ډاكتري دندې په سختو بوختياوو كې خپل اړيكې ونه شلول. ډاكترجكړشينوارى له لوم ړنيوپښتنوډاكترانو څخه و چې شعريې هم دخپل مسلك په څنګ د انساني خواخوږۍ ديوې ښكلې اوتلپاتې ډالۍ په توګه دانساني درملنې بنسټيزتوك وباله اوهغه يې دژوند ترپايه پورې دكابل له ورانيورانيولې ، دپيښورتر مهاجرته اودزندان ترناځوانو تياروپورې له خپل ځانه لرې نه كړ ، له هغه سره لكه دپښتونوميالي شاعر اشرف خان هجري همراز اوهمسازپاتې شو اوپه هرځاى كې له هغه سره په دغه ټكې يوچې :

ستا له ستمونو دوره چا وته فرياد كړم

وله مې په غشو ما همت درته نيولى
دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا په خواشينۍ سره دخپل يوه داسې مله  اوملګري له خواشينونكي مړينې څخه خبريږي .چې دهغه نشتوالۍ دپښتوشعراوادب په آسمان كې دخواخوږۍ اوملګرتيادمړينې انګازه اوضايعه ده.دهغه كورنې ، دپښتوادب مينانو اودوستانوته دډاكترجكړ شينواري دمړينې له امله دپاك اوبښونكي خداى په درباركې  دزغم اوصبرغوښتنه كوي.

جنت يې ځاى .

 نصرالله حافظ دخوشال دفرهنګي ټولنې مرستيال



د افغان شاعر او ليکوال ارواښاد جکړ شينواري د مړينې له امله

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام 

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه په ډېرې خواشينۍ سره د وتلي افغان شاعر او ليکوال ډاکټر غلام جان جکړ شينواري له ناڅاپي مړينې خبره شوه. انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد جکړ شينواری د هېواد يو خواخوږی بچی و  چې خپل ټول ژوند يې د يو خدمتګار څارندوی ، يو سپيڅلي ډاکټر او يو صادق شاعر او ليکوال په توګه  تېر کړل او په ډېرو غمجنو شېبو کې هم له خپل اولس سره يو ځای پاتې شو .

موږ په داسې حال کې چې د ارواښاد جنرال  جکړ  د مړينې په ماتم کې د هغوی له درنې کورنۍ ، دوستانو او د افغانستان له ټولو کلتوري او ادبي کړيو سره  ځانونه شريک ګڼو ، د لوی خدای په دربار کې هغوی ته د فردوس جنت دعاوې کوو  .

په درناوي

د ټولنې د مشرتابه ج ګه


يوسف هيواد دوست - ډنمارک

دا ياران لکه ګلونه د بهار دي _ د خزان په تاو رژيږي دريغه د يغه

 ( احمدشاه بابا )

د خپل ګران او منلي دوست ډاکټر جګړ شينواري د ناڅاپي مړينې خبر پر ما هم ډېر ګران تمام شو . ما يو وخت د افغانستان په راډيو - تلويزيون کې کار کاوه .ډاکټر شينواري زموږ د ادبي او روغتيايي او نورو مسلکي چارو ډېر ښه او هوښيار همکار و .زما يې شعر خوښېده .ډېر له مانا ډک او د جوړښت له پلوه پياوړي شعر يې وايه . ما ورسره لومړي ځل په ګويټه انستيتيوت کې هغه وخت وليدل چې هلته يو مشاعره جوړه شوې وه ، ګڼ شاعران و خو زما د جګړ شينواري ، عارف خزان ، سلطان جان کليوال او يو شمېر نورو شعرونه خوښ شول .دا د ۱۳۵۵ کال د سردار محمد داود پېر و .الله دې وبخښي .کورنۍ ته يې جميل صبر غواړم ، يادونه يې تل پاتې .

 يوسف هېواددوست

په ډنما ک کې د خپلواکۍ د فرهنګي خدمتونو مرکز په استازيتوب



د پوهنمل حا جي محمد نوزادي د تسليت پيغام
 د تسليت پيغام نن مي په ټول افغان ويبپاڼه کښي يوډير غم لړلۍ خبر  و لوست چه له کبله مي يو  داسي سوړ اسويلۍ له خولي  ووت چه دکورني غړي مي خورا وارخطا سول٠ داځکه چه ما تازه د زړه بايپاس عمليات کړيدي او تر اوسه لا  پوره روغ نه يم ٠ د ډاکتر صاحب جګړ دمړيني خبر يو بل ګزار  وو چه د زخمي زړه ټپونه ئي راته دسره وسپړل ٠  زه هم پخپل وار د ناروغه بستر څخه دده دکورنۍ ټولو غړو په تيره بيا زما ګران شاګرد ، خوږ ژبي شاعر او د خداي بخښلي جګړ صاحب ورور انخينر سلطان جان کليوال ته په زخمي زړه تسليت وايم او جميل صبر غوښتنه ورته کوم ٠  د ډاکتر صاحب جګړ روح دي ښاده وي، د فردوس جنت ټولي ښادي دي په نصيب سي ٠ خو د پښتو شعري ادب په بهير کښي به ئي ځاي خالې پاته وي ٠ دي به دخپلو دوستانو، د شعر د مينه والواو هغو کسانو په زړونو کښي تل ژوندۍ پاته وي، کومو چه دده په زړه سوانده طبابت سره جسمي او روحي روغتيا موندلې ده ٠  د پښتو غزل بابا حمزه شنواري څه خوږ حقيقت په ګوته  کړيدي  چه وائي  :

انګازي به ئي دشعر تل ژوندۍ وی
 تللۍ ندي له جهانه که شاعر ولاړ
 انالله وانا اليه راجعون ٠ پوهنمل حاجي محمد نوزادي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery