ترهرڅه لومړۍ تاسواو ستاسو ټولودوستانو اوځوانانو ته چه پدې چوپړکې ېی له تاسوسره مرسته کړېده اودبېنوا دبرېښنایی پاڼې دوه کلن بهیرموژوندۍ ساتلۍ دۍ دزړه له کومې مبارکی وایم. په تیرو دوو کلونو کې ستاسو دپرله پسې زیار په مټ په نړیوال برېښنایی جال کې دګران افغانستان او هیوادوالو غوښتنې اوستونزې ترډېره ځایه ترسترګو شوی اودهېواد ملی ګټې پدې پاڼه کې دافغانی اواسلامی ارزښتونوپه چوکاټ کې په پام کې نیول شویدی او دې پاڼې دیوملی دریځ څرګند او وښان استاریتوب کړیدۍ. البته چه د کړنوپروخت نیمګړتیاوې او ستونزې وی خوانشاالله چه لرې به شی. ډېروګ انو! هره ټولنه او کلتوری بهیر په خپل کار کې نوښتونوته اړتیا لری چه کېداۍ شی ستاسو پاڼه هغه راخپل کړی. زماپه آند دهېواد دننه او بهرکې دبرېښنایی امکاناتوددرلودلوپه پام کې نیولوسره بېنواپاڼې خپل جوپړ په خوراافغانی دود او سرلوړۍ سره پرمخ بېولی دې. ددې سره سره چه دهېواد په ډېروسیمو کې برېښنایی آسانتیاوې نه شته او ددې سیموهېوادوال دبېنوابرېښنایی پاڼې دلیدوپه اړه ستونزې لری خودویاړځاۍ دی چه دبېنواټولنې له خوا د ښکلا په نوم مجلې له لارې داتشه ډکه شوېده.اوهمداښکلا ده چه دهېواد ټولوسیموته يی دملی ګټوپیغام رسولی دی. نوهم داوجه ده دبېنواټولنې ټول غړی اوځوانان، چه دوېبپاڼې په خپرولو او یاهم دښکلا مجلې دچاپ لپاره ېی په ډېره مینه زیار ګاللی ،پرمونږ دستایلو حق لری. په تېره بیا دبرېښنایی پاڼې په برخه کې په خاصه توګه دګران او ځوان خا دهادی او ګران او ښایسته ځوان عبدالله احسان هلې ځلې دستایلووړدی. دوړاندیزپه توګه زماغوښتنه داوه که په برېښنایی پاڼه کې یو انځوریزه کړکۍ پرانستل شی ډېره به ښه وی. چه په اوس کې به دا دلیدونکولپاره یو مصوراو یدلۍ پیغام ولری اوپه راتلونکې کې کېداۍ شی دهېوادلپاره دیوتاریخی مستند زېرمتون یا آرشیف په توګه پاته او خوندی شی. په ډېر درنښت نجیب احمدزۍ بروسل ـ بلجیم