دخپریدو نیټه : 2006-07-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دعوت پرله پسې ۱۸۷ او ۱۸۸ ګڼه له چاپه راووته
د دعوت پرله پسې ۱۸۷ او ۱۸۸ ګنه خپره
شوې چې د سریزې په څنګ کې ځینې لیکنې یې په لاندې ډول دي:
• نوی ملي سرود په رسمي ډول وغږول شو
• ولې
پښتو په ګران هېواد افغانستان کې د ملي ژبې خپل اصلي مقام او ځای نشي نیولای؟ .......................... (د سیداجان پکتیان
لیکنه) دوهمه برخه
• ایراني تبعه په ولسي جرګه کې د افغانستان برخه لیک ټاکلو ته دوام ورکوي
• د ع
اق په جګړه کې تر اوسه شپږ اتیا ژورنالستان وژل شوي دي.
• تحقق وحدت ملي پیش شرط همه ارمانهای ملی م
است...................... میر عنایت الله سادات
• ډنمارک او افغانستان
............................................................................................ زمری محقق
• نیشه توکی ولې نه ورکیږ
ي..............................بوهندوی رحمان الدین اکبری
•
انګلیسی برخه:
• Enter: George W. Bush, Emperor……….. By.
Bruce G. Richardson
• QUID PRO QUO …………………………By. Bruce G. Richardson
• Naghma in Kabul after 14 years
او نور ډیر په
زړه پورې مطالب
په سریزه کې لولو:
سرلیکنه
په افغانستان کې سالمه اداره
ولی منځ ته نه راځي
د ولسمشرۍ د ټاکنو وروسته افغان ولس په دې تمه او فکر وو چې
بلاخره به د افغان و
س توبه قبوله او یو سالم نظام چې د پوه او
مسلکی افغانان به یې په سر کې وی منځ ته به راشی او بې مسلکه او
ناپوه او وسله والې ډلې او قوماندانان به نور په خپل ځای کینول شي او ولسمشر کرزي دا په وار وار ویل چې نور به د
ټوپک د خاوندانو حساب یو خوا ته کوي.
خو د ټولټاکنو او د ښاغلی کرزي د غوڅ اکثریت د ګټلو سره سره هغه څه
وشول چې ولس یې په فکر کې نه وو بیا د سازش او د ټوپکسالارانو او د هغوی د بهرنیو او کورنیو بادارانو د خوښولو له
پاره کار وشو او د حکومت واګې د پخوا په څیر د دوی په لاس کې ورکړل شوې او یو ځل بیا هغه امیدونه چې د ولس سره د یوې
سالمې ادارې او د هیواد د بیا رغونې او د امنیت د ټینګولو او د ژوندانه د لومړنیو اسانتیاو د برابرولو په خاطر
پیدا شوی وو یو ځل بیا د خاورو سره خاوری او ایری شول.
نن ګورو چې د سازش او پردي پالنې په وجه په ټول هیواد
کې امنیت مخ په خرابیدو دی، د هیواد د ابادۍ چارې په ټپه ولاړې دی. اداری فساد تر اسمانه رسیدلی او هیڅ وړوکی کار
هم بې رشوته نه کیږی.
د ډیرو اساسی کارونو له پاره پیسې او بودیجه نشته خو د فرمایشی او غیر ضروری کارونو
ه پاره په لکونو ډالر مصرفیږی.
په هیواد کې غربت خپل اخری حد ته رسیدلی دی، او یوه ډله دومره شتمن شوی چې
دپیسو د شمیر حساب یې نشته.
ملی خاین ملی قهرمان شو او ملی قهرمانانو نه ملی خاینان جوړ شول او دا لړۍ ښه
په شدت روانه ده.
د هیواد د ملی یووالی په ضد د حکومت لوړپوړی چارواکی لګیا دی کار کوی د پردي پالنې پروژې
پرمخ روانې دی او په ډیر ښکاره او سپین سترګۍ سره دا هر څه د کابل په منځ او په ټول هیواد کې ترسره کیږی خو د
پوښتنې څوک نشته . دا لړۍ به تر کومه روانه وي او ولسمشر به تر کومه د نااهلو سره د سازش او د پردیپالو د خوښۍ
ار خپلوی؟
************************************************************************
که غواړي چې د دعوت هره ګڼه ستاسو پر آد
س درورسیږی، نو مهربانې وکړۍ خپله کلنۍ ګدون بيه چې ۵۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی :
DAWAT
P.O.Box.
289,
2001 Lillestrom
Norway
د انترنت پته: www.dawatnet.com
د بریښنا لیک پته: dawatnet@start.no
ټ
یفون : 63 84 43 85 او 90856195
فکس: 63 84 43 84