مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-13   مخپرونکئ : رحيم ګل څاروان

(دخپلو اوښکو د ساحل پر غاړه) نوې شعري ټولګه

 

دځوان غزلبول شاعر ښاغلي عبدا عزیز غیرت دشاعرانه ژوند درېمه شعري ټولگه ده چې تازه له چاپه راوتې دتورغر علمي او فرهنگي ټولنې په لگښت او د دانش خپرندویې ټولنې له خوا دکتاب رنگ ورکړل شوی.

نیږدې ٩٠ شعرونه پکې خوندي دي چې ډیری یې غزلونه دي.

استاد محمد اصف صمیم او استاد حبیب الله رفیع په شعري غونډې لیکنې کړي او شاعر غیرت یې تکړه شاعر بللی چې شعرونه یې تر ډیره بریده دتراژیدیو، او دافغاني کړیکو او غمیزو دسختو شیبو ښه انځورنه بللې.

ځوان شاعر غیرت دننگرهار دسره رود دی چې تر دې دمه یې درې شعري ټولگې مات زړه، دیادونو ډېوې" منظومه تذکره" او همدا ټولگه دخپلو اوښکو دساحل پر غاړه یې دچاپ په گاڼه پسوللي.

دا هم له ټولگې څو شعرونه:

شيندلې مرغلرې

 

پرون چې دې له سترګونه شيندلې مرغلرې

بس ته واى له دريابه راوتلې مرغ رې

که وارزمارقيبه شوبښمه خودې نه

داتاچې مې پرون له کوره وړلې مرغلرې

دکوم جومات ملا باندې يې وکړم تعبيرونه

بيګادې ماته خوب کې راکولې مرغلرې

بس ماته مې داخوارنصيب پخوانه ښه معلوم وء

داځکه مې له لپونه وليدلې مرغلرې

داڅه دې زړه کې تيرشودزړه سره راته وايه

په پيڅکه دحجاب دې پاکولې مر غلرې

راځه اوس يې جانانه سپينې غاړې ته اميل کړه

پيېلي ماغيرت دي څه غزلې مرغل ې

 

دژوندڅلى

 

دژوندڅلى س نګون په لا رکې پروت وء
لکه ګوډشان ميږتون په لارکې پروت وء
شوه ښکاره راته بې قدره غوندې اوښکه
 دغريب سړي ژوندون په لا رکې پروت وء
چې دژونددې وران ويجاړتصويرته ځيرشوم
په سرو وينوکې ګلګون په لارکې پروت ؤ
چې لوسته مې دنيمګړي عشق کيسه وه
 څيرې ،څيرې يومضمون په لارکې پروت وء
دادسرودسپينې   غاړې هار دې واخله
  را اوچت مې کړو پرون په لار کې پروت ؤ
دهر چاعقل او پوهه وي په سر کې
دمئين لکه مجنون په لار کې پروت ؤ
شوې ګيلې اوبه ، اوبه سترګو ته راغلې
چيرې مزى دبيلتون په لار کې پروت ؤ
زه غيرت چې پښه نيولى وم خيبر کې
 دحمزه غوندې پښتون په لار کې پروت ؤ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery