دخپریدو نیټه : 2006-08-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ګنج اونیزه خپره شوه
ګنج اونیزه خپره شوه
ګنج اونیزه د لومړيٍ ځل لپاره په افغانستان
کې د هېواد د استقلال د ۸۷ یمې کلیزې په مناسبت په اتو مخونو کې د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۸ مه خپره
شوه.
ګنج اونیزه د انجینیراحسان الله بیات لخوا تاسیس شوې او د کتپلاوي مشري یې د احسان الله آرینزی په غاړه
ده.
ګنج اونیزه دوه پاڼې رنګه او پاتې شپږ پاڼې نورې یې تورې سپینې چاپ شوې دي. د ګنج اونیزې ددې ګڼې مطالب ډېرۍ د
ازادۍ او خپلواکۍ په اړه دي، خو تر نامه لاندې یې د فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي اونیزې تر عنوان لاندې معرفي شوې
ده.
د ګنج د سرلیکنې له مخې، دا اونیزه به وروسته له دې په لندن کې خپریږي او د هغه افغانانو لاس ته به رسیږي چې
په بهر کې ژوند کوي، همداراز وروسته له شپږو میاشتو به په افغانستان کې هم په اونیزو خپرونو پیل وکړي، چې بیا
به ورو ورو په ورځپاڼه بدله شي او د هېواد په لویو ښارونو کې به خپرونې کوي. د یادونې وړ ده چې یوازې لومړۍ شمېره یې
د خپلواکۍ په مناسبت په کابل کې خپره شوې ده.