مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سويډن کي دافغانانودعلمي او فرهنگي مرکزخبرتيا

سويډن کي دافغانانو ټولنه

ځوان نسل  او سالمه  روزنه

په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز د هېواد د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې او علمي کنفرانسو دجوړولو په لړ کې دا ځل غواړي  د(( ځوان نسل او سالمه روزنه )) تر نامه لاندې  دپوهانو او څ ېړونکو په گډون دروان م کال  دنومبر دمياشتې پر ۲۵ نېټه دسويډن دمالمو په ښار کې علمي او ښوونيز کنفرانس جوړ کړي  .

همدا ډول دهمدې غونډې په دوهمه برخه کښې چې دماښام پر «۷« بجو پيل کيږي د زموږ دهيواد پېژندل شوي تاريخ پوه  ليکوال او څېړونکي محترم  کانديد اکادميسين  اعظم سيستاني  علمي اوڅېړنيزو خدمتونو درناوي ته ځانگړې شوېده .

ټولو درنو پوهانو، څېړونکو، ليکوالو، د فرهنگي ټولنو استازو او زموږ دوياړلي  مېلمه کانديداکادميسين  اعظم سيستاني مينه وا وته  په درناوي سره بلنه ورکول کيږي چې په دې درنه او علمي غونډه کې برخه واخلي .

 دغونډي پروگرام :

لومړۍ برخه :

  •  دغرمې پر 12 بجو او لسو دقيقو دغونډې پ انيستونکې وينا .
  • د پوهانو او ليکوالو دعلمي او څېړنيزو مقالو او ليکنو اورېدل  .
  • دورځې پر دريو بجو د  15  دقيقو لپاره تفريح  .
  • دغونډې دپاته گډون کونکو دمقالو او ويناو اورېد ل .
  • دماښام پر 18.30 بجو ددټولنې  لخوا د اماده شوي ډوډې خوړل  .

دوهمه برخه  :

پيل: 19.30

  • دهيواد پېژندل شوي تاريخ پوه او ليکوال محترم  کانديدای اکادميسين  اعظم سيستاني دژوند ليک لوستل.   
  • په اروپا اودنړۍ په نورو هيوادو کښې دفرهنگي ټولنو او علمي شخصيتونو لخوا رالېږل شوو پيغامونو او ليکنو وړاندې کول  .

دريمه برخه :

دپروگرام په وروستۍ برخه کښې دغونډې درنو ب خوالو په خاطر دټنگ ټکور (ساز او اواز)  پروگرام په نظر کې نيول شوی دی .

دغونډې پيل :  د شنبې ورځ  دنومبر پينڅه ويشتمه نېټه

 

ختم :  دماخستن  دولس بجې

 

پته :
د کروکسبېک ښوونځي د کنفرانس تالار

Kroksbäckskolan, Informationsalen

 Telefon: 0046 40 13 53 50
Mobil: 0046 (0) 736 511 569
Email: ghamkhor@hotmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery