مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دطبي چارو ويبپاڼه ( روغتيا ټکی کام ) پرليکه شوه

روغتيا ټکی کام

بېنوا ويبپاڼي څو ورځي مخکي د يوې نوي پښتو روغتيايي ويبپاڼي ( روغتيا) د پرليکه کېدلو خبر ترلاسه کړ، دا لمړی ځل دﺉ چي  يو شمېر افغان ډاکټران د ( روغتيا ) په نوم دپښتوطبي ويبپاڼي د پرانستني ګام پورته کوي .

په دې کارسره به  په راتلونکي کي  نه يوازي عام وګړي په خپله مورنۍ ژبه بېلابېل روغتيا يي معلومات ترلاسه کړاﺉ شي ، بلکي له دې لاري به د په افغانستان کي د طب محصلين هم په اساني سره وکولاﺉ شي د خپلو هغو افغان ډاکټرانو تجربې ( طبي يکنو او ژباړو ) څخه ګټه پورته کړي کوم چي همدا اوس په بهرنيو هيوادونو کي په زده کړو يا کار بوخت دي .

ددې ويبپاڼي مسول چلوونکي ښاغلي ډاکټر دوران فيضان  دروغتيا ويبپاڼي په اړه بېنوا ويبپاڼي ته داسي ليکلي دي :

( ددې پاڼې د پېل کېدو اصلي لامل د يوشمېر کسانو رغنده نظريه وه . کله چې موږ پدې هکله له نور دوستانو سره مشوره وکړه، هغوی ښه وګڼله چې يو سايټ د روغتيا په نوم پرانيستل شي ترڅ و روغتيا کې ښکيل وګړي و هڅوي تر څو ورسره پوره معنوي مرسته وکړي.
ښايي ووايم چې پاڼه لا تر اوسه په امتح اني ډول پر ليکه ده ترڅو د د نظر خاوندانو د وړانديزونو په پام کې نيولو او مرستې سره په داسې يوه پاڼه بدله شي چې موږ ټول ورته تمه لرو.
ددې پاڼې په چلولو کې زه ډاکټر دوران فيضان، ډاکټر شريف ظريف، ډاکټر قدرت علي خېل، او نور دوستان مرسته کوي. بايد ووايم چې د پاڼې د معياري ساتلو لپاره مود چلوونکو په ګډون يوه کتونکې ډله هم په پام کې نيولې ده.
زه د وخت څخه په ګټه اخيستو په افغانستان او نړۍ کي له خپلو هيوادوالو په خاصه توګه دافغاني ډاکټرانوڅخه هيله کوم چې د پاڼې دلا ښه کېدو په موخه خپل رغنده وړانديزونه ونه سپووﺉ.)

 
 ويبپاڼه  : www.roghtya.com  برېښناليک :info@roghtya.com

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery