مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-04   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

په پښتو كي د بې ټكو شعرونو لومړۍ ټولګه چاپ شوه


د دې ټولګي نوم د وصال ډالۍ ده او په ټولو شعرونو كي يې بې ټكو توري لكه  ا، ح، د، ر، س، ص، ط، ع، او ..... كارول شوي دي، شاعر يې د كندهار ځوان شاعر احمدسعيد وصال دى چي اوس په اسټراليا كي د مهاجرت ژوند تېروي.
دا ټولګه د ښاغلي عبدالبا ي جهاني له څلور مخيزي سريزه سره په۶ ۱۳ مخونو كي د صحاف نشراتي موسسې له خوا د شاعر په خپل لګښت چاپ شوې ده.
 ښاغلى جهاني په خپله سريزه كي د وصال په اړه داسي ليكي:((احمدسعيد وصال زموږ د ځوان كول شاعرانو په كتار كي ځانته څرګند مقام لري. شعر يې د نورو ځوانانو شاعرانو په څېر رنګين او ژور دى، ښېګڼه يې لا دا ده چي هم ډېر زيات او هم ډېر ښه شعر ليكي. ما ته يې ښايسته ډېري غزلي په ټلېفون كي ويلي دي او ډېر ځله يې ښكلا ته منګ تللى يم دا ګړى يې زماپه مخ كي د غير منقوط غزلو يوه مجموعه پرته ده چي زماپه عقيده د پښتو ژبي په تاريخ كي به بې مثاله وي.))
ورپسې د شاعر خپلي خبري راغلې دي، كتاب په حمد پيل شوى، چي غزلي، نظمونه او څلوريزي پكي راغلي دي.

 د وصال ډالۍ

د 

وصال ډالۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery