دافغانستان د کلتوري ودې
ټولنې پيغام
د 2006 د سيپتمبر لسمه
جرمني ، د کولن ښار
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان
يو علمي شخصيت ، د کابل پوهنتون پخوانی استاد ، ليکوال او څېړونکی او د پکتيا والي استاد حکيم تڼيوال د
افغانستان د سوګند خوړليو دښمنانو په لاس شهيد شو .
انا لله و انا اليه راجعون
استاد تڼيوال د ګ
ان وطن يو علمي او کلتوري شخصيت و او ډېر کلونه يې د وطن د بچو په روزنه کې تېر کړي وو . په جرمني کې يې په ټو
نپوهنه کې لوړې زده کړې کړې وې او په دې اړه يې يو شمېر اثار ليکلي او ژباړلي وو . د روسانو له يرغل وروسته له
افغانستان څخه پاکستان ته مهاجر شو ، د وطن د سپيڅلي مقاومت په موده کې يې اوږده کلونه په عملي او قلمي جهاد او
مقاومت کې فعاله برخه واخيستله . په پېښور کې يې د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولنې په جوړېدو کې ، د افغانستان د
پوهنتونونو د استادانو ټولنې په جوړېدو کې او د افغانستان د کلتوري تولنې په جوړېدو کې نه هېرېدونکې هلې ځلې وکړې
. د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مشري يې هم په غاړه لرله .
د وطن د دښمنانو په لاس د داسې ع
مي او ملي شخصيتونو وژل د يوې اوږدې توطيې يوه برخه ده چې د افغانستان په ((ځانګړو )) سيمو او ولاياتو کې د علم ،
د ښوونځي او مکتب ، د اقتصادي ودې او پرمختګ د دښمنانو له لورې په اګاهانه توګه تر سره کېږي او د پرديو په ا
اره ، غواړي چې دغه سيمې نا امنه ، وروسته پاتې او تياره پاتې شي .
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، په داسې
حال کې چې د استاد تڼيوال وژل په کلکه غندي ، هغه ته د الله (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي او کورنۍ او
دوستانو او د وطن پوهنيزو کړيو ته د دغه غم د زغم هيله څرګندوي .
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د
مشرتابه جرګه