د اکاډمیسن کاندید محمد انور نوم
یالي د وفات له امله
په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي خپرونې د خواخوږۍ پیغام '
په ډېرې خواشینۍ سره مو
خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د علمي او اکاډمیک پښت یو سرلاری او د هېواد نومیای لیکوال او څېړونکی د اکاډمیسن
کاندید محمد انور نومیالی په ډنمارک کې د زړه د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې
.
( لوی خدای دې ښه جنتونه ورکړي )
بیخي څرګنده ده چې ارواښاد محمد انور نومیالي د خپل ټول ژوند په اوږدو
کې د یو غوره تاریخ لیکونکي ، اتنوګراف ، ژورنالیست ،شاعر او څېړونکي په توګه نه یوازې د افغانستان د کلتور او
ادب د پراختیا او لوړتیا لپاره دیادونې وړ خدمتونه وکړل چې د ( افغان ) او ( افغانستان ) د تاریخي شتون ډېر تیاره
ګوټونه یې هم په پوره علمي او اکاډمیکه توګه رابرسېره کړل .دهغه څخه راپاتې علمي او تاریخي آثار په دغه برخه
کې د یادونې وړ ونډه لري .ارواښاد نومیالي د پښتو ټولنې ، کابل پوهنتون ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د
افغانستان د مطبوعاتو له لارې د خپل پلرني هېواد او خپل ټبر د تاریخي او فرهنګي برم لپاره د قدر وړ ګامونه اوچت
کړل .
کاندید اکاډمیسن محمد انور نومیالی د مهاجرت او کډوالۍ په وخت کې هم یوه شېبه په کرار کېنناست ، قلم
په لاس کور په کور ، مرکز په مرکز ، کتابتون په کتابتون او پوهاند په پوهاند وګرځېد او د یولړ ګټورو تاریخي
علمي آثارو د لیکلو ترڅنګ یې د بېلګې په توګه په مسکو کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې په جوړولو او ورپسې ددې ټولنې
په ریاست کې ښه فعاله ونډه واخیسته .هغه د روسي ادبیاتو ډېرې غوره برخې پښتو ته راواړولې او یوشمېر پښتو ادبیات
یې په روسي ژبه وژباړل .کله چې ډنمارک ته مهاجر شو ، نو په هماغه لومړۍ ورځ زه یې لیدو ته ورغلم ، نومیالي صاحب تر
بلې هرې خبرې وړاندې له ما نه د دوو څیزو غوښتنه وکړه .لومړی یې راته وویل چې ما ته یو ټیلفون راوړه چې له کورنۍ او
افغانستان څخه بې خبره نه اوسم .بله یې وظیفه راکړه چې یوه کوچنۍ راډیو او د ډنمارک د ادبیاتو تاریخ ما ته راوړه
.کله چې د مهاجرو له دې کمپ نه را ووتلم راسره ملګري بېکسیار صاحب ته مې وویل ، نومیالی صاحب یوه شېبه هم له خپل
مسلک نه لرې نه تېروي . هو ! نومیالی صاحب همدغه شان باخبره ژورنالیست او پلټونکی څېړندوی و .ددغه پوهاند مړینه
زموږ د هېواد او د نړۍ د کلتور ارزښتونو ته یوه لویه ضایعه ده .
موږ په دې توګه د ارواښاد نومیالی له قدرمنې
کورنۍ ، ملګرو ، هممسلکانو ، شاګردانو او د افغانستان د علمي او فرهنګي کړیو له ټولو سرلارو او غړو سره په دغه
ستر غم کې خپله غمشریکي څرګندوو او ټولو ته د ژور تسلیت مراتب وړاندې کوو .
اروا یې ښاده
یاد یې تلپاتې
په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي خپرونې په استازیتوب
یوسف هېواددوست
د ۲۰۰۶ /۱۰/