مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-10-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پر نومیالي دي رب (ج) ورحميږي ( عبدالهادي ریشا)

  
 دنوميالي دمرګ چي مي واورېدل دزړه مي شريک سوک او ترتلو شوه سو، ما ويل بياموږ کم بختانو څونه تاوان وکړئ، ځکه چي نوميالي غوندي پوه او دنبوغ څښتن راڅخه ولاړئ ۰
  دنوميالي سره زما تر شپېته کاله لا بالا يارانه وه ۰ دی خورا یک لوخته سړی و. ديوې مفکورې او يوې ګايي سړی و۰ ما چي تر نيمي پېړۍ لا بالا نوميالی پېژندلئ دئ تقريبٌا تقريبًا هره ورځ مې ورسره ليدلي دي ، ورسره ږغېدلی يم، ورسره خندېدلی يم او ورسره ژړېدلی يم.  د ده خبري ډيري پخې، معقولي، مدللي او پر واقعیاتو تکیه وې . په عامه لهجه به دخلګوسره ګډ و۰ خندا او یوه خونکه مسخره به یې په خبرو ګډه وه ۰ دده ژوند او مادې حالات دزړه سوي وه ، خومعنوي پانګي يې دافتخاروې ، ده ځان او اولاد ته وچه ګوله په وچ موټه ګټل خو خلګو ته يې دقلم په نوک دعلم خزانې ډکولې ۰
  د ده غم لمبې په اوف نه مر ی ، نه دا دغم اور په څو دانو اوښکو سړيږي اونه نوم ېالې دهېرېدو دئ ۰ وای سل دي ومره، يودي مه مره۰ مړونه مري نوم يې پاتيږي .


 دمحمد انور نوميالي وېرنه
  
 چي خبرسومه په مرګ دنوميالي
 غم يې واخيستل له موږڅه خوشحالي
 که تروې او تودې اوښکي پسي توی کم
 په ويره کرږو کړمه جوړه بد حالي
 مرګ بېولی نوميالی به بیا رانسي
 که پر ځان ګوله ګوله کړمه کالي
 له دې ځايه نابغه نوميالی کوچ سو
 هغه ډک ځای اوس تش پاته سو خالي
 خدای خبر چي بيا به بل نوميالی راسي
 نه چاکړې وه پخوادده سيالي
 هم عالم هم محقق هم مبتکر و
 هم شاعر هم يې خيالات وه ډېر عا ي
 چي پوهان محققان عالمان درومي
 خودبه خلګ وي دپوهي ډېوالي
 دريشا اکثر یاران ولاړه لحد ته
 يانا وغه دي پراته کور پرنيالي
  
  
 عبدالهادي- ریشا
 ۴/۱۰/۲۰۰۶
  کراچي-پاکستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery