د ارواښاد كانديد اكاديمیسین مح
مدانور نوميالي
د ناڅاپي مړينې له امله د خواخوږۍ پيغام
د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر شپږمه
جرمني ، د برلین
ښار
د حضرت علي علیه سلام په اند: د پوهانو اندیشې هغه ځلانده ائینه ده، چې حقایق منعکسوي او د دوی ټټر د
اسرارو گنجینې دي خو په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې د افغاني ټولنې داسي يو نوميالي پوهاند او علمي
شخصيت، کانديد اکاديميسين محمد انور نوميالي په ډنمارک کې له نړۍ څخه سترګې پټې او له ځان سره یې دا ډول اندیشې
خاورو ته یووړې. ارواښاد نوميالی د افغانستان د هغه نسل د څېړونکو او ليکوالو د ډلې له وروستيو استازيو څخه و،
چې له لوړو زده کړو پرته د خپل همت، خوارۍ او خپل استعداد له برکته ځان لوړو علمي پوړيو ته رسولی او له لویو
اکاډميکو شخصيتونه څخه گڼل کیده او زموږ د هېواد د ګوتو په شمير مخکښو پوهانو په ډله کي یې ځانګړی دريځ او ځای
درلود.
ارواښاد کانديد اکاديميسين نوميالي د خپل علمي ژوند په اږدو کې او د خپل ځانګړي سبک په لرلو سره د
خپلې ليكوالۍ په ډګر كې د علمي او اكاډيمېك واك او ځواك په خپلولو سره پښتو ژبې او پښتنو ته د نويې علمي فلسفې او
نويو نظريو په رڼا كې د علمي څيړنو تګلاره پرانيسته او د ټولنيزو علومو، د بیلگې په توگه د فلسفې، ارواپوهنې او
د ميتولوژيکي څانگو په برخه کې یې يو شمير څيړنې او ژباړې تر سره کړيدي او په دې توگه یې یو زیات شمیر علمي مقالې
او ارزښتمن اثار راتلونکی پښت ته په میراث پریښودل. سربیره پر څیړنو نوموړي د ځوان پښت د روزنې او لارښوونې په
ترڅ كې هغوي ته د خپلو تلپاتو علمي سپارښتنو په توګه، په څیړنو کې د نوښت رامنځته کول او د فکری خپلواکې يادو نه
کوله او ان د استاد عادی خبرو اترو علمي بڼه لرله.
زه په داسي حال کې، چې د خپل پخواني همکار، كاندید اكادیم
یسین نوميالي مړينه د گران هیواد د علمي څانگو له پاره يو نه جبرانيدونكې بايلنه بولم، د ارواښاد کورنۍ،
دوستانو او همدارنگه د هېواد علمي کړيو ته د ژورې خواشينۍ په وړاندي كولو سره، ځان د هغوي په دغه غم کې شريک
بولم او اروښاد اروا ته له لوى او بخښونكي خداى څخه د ابدي هوساينې هيله كوم استاده روح دې ښاد او جنت دې ځای
وي.
په درناوي
محقق شریف بهاند