مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-10-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي د ملکي خلکو دوژني په اړه اعلاميه

دافغانستان دکلتوري ودي ټولنه

بسم اله الرحمن الرحيم

 

په کن‍دهار کې دملکي خلکو دوژنې په اړه

دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې اعلاميه

 

په ډېرې خواشينۍ سره مودخبري رسنيو له لارې خبر واخېست چې دناټو او نړيوال ائتلاف دځواکونو په بمباريو کې يوځل بياپه لسګونو عام او ملکي افغا نان په شهادت رسېدلي دي  ، انا لله وانا اليه راجعون  .

موږ د کندهارپه پنجوايي کې په بې رحمۍ او بې پروايۍ سره دلسګونو بې ګناه افغانانووژل ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان وو،  په کلکه غندو اوداعمل دانسانيت او نړيوالو کنوانسيونونو په وړاندې څرګند تېری او جنايت ګڼو  .

له بده مرغه دا لومړی ځل نه دی چې دناټو او امريکا په ړندواو بې مسووليته  بمباريو کې يوزيات شمېرعام او بې ګناه افغانان وژل کيږي . ددغو پېښو تکرار کېدای شي داسې اندېښنې را پورته کړي ، چې ګواکې بهرني ځواکونه له افغانانو سره دمرستې لپاره نه ، بلکې دغچ اخېستواو يا نورو اهدافو لپاره راغلي دي . دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه دشهيدانو کورنيو ته دخپل ژورخپګان او غمرازۍمراتب وړاندې کوي او دپېښې په اړه دالاندې ټکي څرګندوي :

ــ زموږ په اند په جګړه کې دملکي وګړو له ژوند سره بې پروايي به په افغانستان کې دسولې راتګ  ډېر ګران کړي ، دمخالفينو ليکې به نوره هم پياوړي شي او په نتيجه کې به دناټو تلفات او لګښتونه لا ډېر شي .

ــ ناټو بايد له خپلو وسله والو مخالفينو سره دجګړې دقيقې لارې ولټوي او چېرته چې ديو ملکي فرد دوژل کېدوامکان هم موجود وي ، بايد له ړندو عملياتوڅخه ډډه وکړي  .

ــ که ناټو رښتيا غواړي په افغانستان  کې سوله راشي ، بايد دافغانانو ژوند ، عقيدې او کلتوري ارزښتونو ته په ارزښت قايل شي ، له ړندو بمباريو څخه کلکه ډډه وکړي ، دبمباريو قربانيانو ته دنړيوالو معيارونو سره سم تاوان ورکړي او دبې کوره شويوکورنيو لپاره سمدستي داستوګنې آبرومند امکانات برابر کړي .

ــ  له جنګي اسيرانو سره بايد دنړيوالو قوانينو له مخې چلند وشي او دجنګياليو مړوته دبې احترامۍ کلکه مخه ونيول شي .

ــ  دمخالفينو دلټون په پلمه هېڅوک حق نه لري چې دافغانانو عقيدوي او کلتوري ارزښتونه تر پښو لاندې کړي . ناټو بايد دادرک کړي چې افغانستان کوم اروپايي هېواد نه دی ، دلته دکور حريم او ناموس تر ټولوا زښتونو  لوړ ګڼل کيږي .

ــ موږ له طالبانو او نورو جنګي ډلو څخه غوښتنه کووچې دخپلو جګړه ييزو عملياتو په ترڅ کې دملکي خلکو ژوند ته کلکه پاملرنه وکړي او له دوی څخه دانساني ډال په توګه استفاده ونه کړي . دوی بايد دهغو خلکو له ژوند سره چې دوی يې دآزادۍ او ژغورنې دعوې کوي ، بې پروايي ونه کړي .

ــ  موږ دافغانستان دولسي جرګې او مشرانو جرګې پر استازو غږ کوو چې که ښتيا دولس استازي وي ، بايد دخپلو بې ګناه هېوادوالو وژنه محکوم کړي او دپېښې له تکرارسره د جرګې په غونډو کې دنه ګډون

ګواښ اعلان کړي  .

ــ  موږ دبشري حقونو له نړيوالو ټولنو څخه غوښتنه کوو چې دغه ډول پېښې په کلکه وڅاري ، پر بشري حقونو هر ډول تېری رسوا کړي او عاملين يې په نړيواله کچه محکوم کړي .

 

په افغانستان کې دسولې او نېکمرغۍ په هيله

دټولنې دمشرتابه جرګه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery