مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

راځۍ چې د استاد سیستاني څېړنو ته تم شو

شهسوار سنګروال

شهسوار سنګروال نيازی - لندن

بسم الله الرحمن الرحیم
د سویډن د سمینار په اړه لیکل شوې مقاله:

زموږ د زمانې  هر لوستی او په لوستو کې هغه څوک چې رښتنی افغان وي او د افغانستان له دب دبې ډک تاریخ او له افغان اولس سره مینه لري نو پیاوړی استاد اعظم سیستاني  پېژني  او پرې ویاړي. زه هم پرې ویاړم  او ویاړم چې د استاد په ګڼ اړخیز شخصیت څو کرښې کاږم.
کوم مهال چې زه یو شمېر ډله ییزې رسانۍ او خپرونې او یا ورځپاڼې او مهالنۍ  لولم  خو کله چې مې سترګې د استاد په لیکنو ښخې شي نو هرومرو په زړه کې  راوګرزي چې سیستاني صاحب به بیا د خپل هېواد د لرغوني تاریخ  تت او تیاره ګوټ ته شونټۍ په لاس ور روان وي ، خاورې او ایرې به پوه کوي او له سروزرو نه قیمتي ډبر لیکونه به لولي او د تاریخ مینه والو ته به یې په مخ کې ږدي.
د اوسنۍ تکنالوژۍ له برکته کله چې زه د انټرنېټ  ور پرانیزم  او د انټرنېټ  د پاڼو په لړ کې چې د بېنوا ،هېواد، سمسور او ټول افغان پاڼې اړوم خو چې د کومې پاڼې په تندي د کاندید اکاډمسن  اعظم سیستاني مبارک نوم ولولم نو په ډېرې بې صبرۍ بیا د استاد هره لیکه او مقاله له سترګو تېروم.
لږه موده د مخه مې په ټول افغان کې ؛پښتانه په هند کې؛ تر سر لیک لاندې  د استاد یوه په زړه پورې مقاله ولوسته او له دې سربېره د ګران استاد د مرکې هغه ټکي مې هم په زړه دي چې په ۱۳۸۳ لیږدي کال یې د دعوت په ۱۷۰ ومه پر له پسې ګڼه د سیستان ، خراسان  او افغانستان په اړه علمي او تاریخي څرګندونې ډاګیزه کړې وې.
کادید اکادیمسن  اعظم سیستاني  د وخت د شوروي پلوه سکټاریستانو او د ایران پلوو لاسپوڅو لیکنو ته هم پخپل علمي منطق داسې جواب وایي چې  هغوی نه یوازې خپلو تېروتنو ته متوجې کوي بلکې د ګران افغانستان تاریخي ویاړونه هم  ور په ګوته کوي. د ساري په توګه د ؛ملي ستم؛  یوه غړي او ایران پلوي ؛نا افغان؛ په یوې ایراني خپرونې  د کیهان په ۸۴۰ تمه ګڼه په ۹ مخ داسې  یوه بې مانا خبره کړې چې ګنې ؛افغانستان یک نام جعلي است؛ او داسې څه لیکلي دي چې د لومړي ټولګي ماشوم یې هم په لیکلو شرمیږي.
زما په اند که چېرې چا د افغانستان د تاریخ یوه پاڼه هم لوستې وي  نو د افغانستان په تاریخ به ویاړي او څومره چې د نوم خبره ده د افغان لرغونی نوم اوږد تاریخ لري. که خبره له دې ځایه بیل کړو او د ؛سپرنګ لونګ؛ څېړنه  تر غور لاندې ونیول شي چې نوموړي د ساساني شاپور د مهال ډبر لیک لوستی  او بیا یې  د اوسني افغان نوم ثابت کړی دی ډاګیزه به شي چې د افغان نوم تر دوه زره کاله پورې یقیني دی. نوموړي د امریکې په سامي نومې مهالنۍ کې په ۱۹۴۰کال له نن نه ۶۶ شپږشپېته کاله د مخه  یوه مقاله خپره کړې چې د ایران د شیراز په نقش  رستم کې د شیکاګو د ختیزې موسسې د لرغونپوهانو یوې ډلې  د هغه ځای په ډبر لیکونو کې یو ډبر لیک وموند چې د زرتشت د نمانځنې په دېوال لیدل شوی وو. د ډبرلیک دویمه کلمه ؛ابګان؛ یې په بشپړ ټینګار سره د افغان له اوسني نوم سره پرتله کړی دی.
نامتو ختیز پوه پوهاند جورج مورګن سټرن  په دې اند دی چې د افغان نوم د لومړي  ځل لپاره یوه لرغوني هندي  منجم ؛وراهمه میهیرا؛ پخپل ګټور اثر  ؛بړات-سنیهیتا؛ کې  په شپږمه میلادي  پېړۍ کې یاد کړی دی. یوه الماني  تاریخپوه ؛دیوستي؛ وایي دا یوه اوستایي کلمه ده چې دزړه سوی ،مهربان  او لاسنیونکي په مانا استعمالېده. یو بل نامتو لرغونپوه ؛بیلو؛ په ځغرده ویلي چې دا یوه اریایي کلمه  چې د افغان اوښتې بڼه افغان ګڼلی شي. ملسن هغه ستر لیکوا او څېړنکی دی چې د سیمې په اړه یې ډېر څه کښلي دي. نوموړي د قطب الدین په اړه څرګنده کړې ده چې هغه ستر قاتح افغان دی چې د ډیلي ښار یې تر ولکې لاندې راوست. دا رنګه مسټر مارسدن    Mr  Mars den د غور د واکمنو غلامانو قطب الدین ، التمش ، بلبن ، سادات  (خضر خانیه) .... غلجیه او نور واکمن د افغان په نوم یادوي .
ټامسن ویلیم بیل  Tam sun. W.B د واکمنو پاچا هانو ټبر د غوري افغانانو د ټبر پاتې شوني ګني، پیاوړی استاد سیستاني هم په دې اړه وېلي دي:؛غور نیز از مراکز بسیار عمده میباشد که در زمان  شاهان غور، چهارم قسمت اسیا را در دست داشتند نام افغانستان  غرشستان بود اما خراسان نه بود.... افغانستان در حقیقت همان ساکستان  یا سیستان است که تا از سند تا آمو به ګفته طبری میباشد؛.
له اسلام نه دمخه  چیني څېړونکو ، د لویدیزې نړۍ ختیزپوهانو او د اسلام د سپېڅلي دین له خپرېدو وروسته لیکوالو د افغان د کلمې یادونه کړې ده  لکه په څلورمه لیږدي پېړۍ کې نوم ورکي جغرافیه پوه حدودالعالم  من المشرق الی المغرب  په خپل ګټور اثر  کې ډاګیزه کړې ده چې د سول په یوه ودان غره کې افغانان ودان دي همدا رنګه هېروي د سلجوقیانو د دربار شاعر، البېروني ، د بریتانیا اسلامي  دایرة المعارف ، فردوسي ، ابن بطوطه ، عتبي او په لسګونو نورو لیکوالو ، څېړونکو او شاعرانو د افغان د لرغوني نوم یادونه کړې ده.
ارواښاد تاریخ پوه میر غلام محمد غبار ؛جغرافیه تاریخي افغانستان؛ په ۱۴۷ مخ کې کاږلي دي  چې د افغان مترادف ؛پاختیان؛ هغه وګړي دي چې  د مخزیږدي په ۷ پېړۍ کې  یانې د نن  نه ۲۸۰۰کاله دمخه  او یا د اسلام د سپېڅلي دین له خپرېدو نه ۱۴۰۰ څوارلس سوه کاله د مخه د دوی یو شمېر  د زرتشت د مذهب پیروان وو او یو شمېر نور یې بیا د بودیزم  د مذهب پلوي وو. نامتو تاریخ پوه بیلو په ډاګه دا خبره کړې ده چې دا هماغه وګړي دي  چې د تاریخ پلار هېرودت یې دوه نیم زره کاله پخوا یادونه کړې ده. بیلو،بارتولد او خدای بخښلی  غبار هېرودت  له خولې کاږي چې  دوی څلور څانګې لرلې. لومړۍ څانګه یې ګنداري (دنداري،ګندهاري او اوسنی نوم کندهاري) ، دویمه څانګه اپارتي (اپریتي، اپریدي او اوسنی نوم افریدي) ، دریمه څانګه ستاګي دا (ستاګیدي،شټک او اوسنی  خټک) او څلورمه څانګه  دادیک وو.
ګران استاد اعظم  سیستاني ؛پښتانه په هند کی؛ تر دې سر لیک لاندې  دتاریخ مینه والو ته  په زړه پورې معلومات وړاندې کړي دي . او په ځانګړي ډول یې د لودي بهلول او سوري شېرشاه تاریخي کارنامې د علمي او تاریخي اسنادو له مخې کښلي دي.
حقیقت همدا دی چې سوري او لودي ټبرونه نږدې  تربوران او د یوه پلار اولاده ده او دوی د هغه نیکه زوزات ګڼل کیږي  چې د اسلام د سپېڅلي دین  له خپرېدو دمخه د نني افغانستان په شمال ،مرکز ،شمال لویدیز او د مارجینا یو شمېر سیمو کې واکمن وو. چې لومړی د ماهویا او وروسته بیا د شنسبیانو په نوم یاد شول.
د افغانستان وتلی تاریخ پوه احمد علي کهزاد ؛افغانستان درپرتوتاریخ؛ کتاب په ۱۶۷مخ کې په دې اړه لیکلي دي :؛وقتیکه بامیان مرکز قلمروتخارستان  خوانده مېشود و برخې از بادشاهان  سلسله شنسبیاني غوري بامیاني  از بامیان برکل تخارستان  در شمال و برکل علاقه کابل و مشرقي تا حوالي کشمیر سلطنت مېنمود. ؛دغه خبره نامتو تاریخپوه غبار هم   د هماغه اثر په ۱۳۹ مخ کې کړې ده چې له اسلام نه پخوا ګندهاري پښتانه د افغانستان په بامیانو ،غور ، ارغنداب ، هلمند او د هېواد په نورو سیمو کې مېشت او ودان وو. نومیالي لرغونپوه ؛بیلو؛ هم د شنسبیانو په اړه څرګنده کړې ده چې د زیږدي د لومړۍ پېړۍ یانې له نن نه دوه زره کاله دمخه له یادو شو سیمو نه سیستان او له هغه ځایه ان تر بلوچستانه پورې اباد شول. لکه دمخه مو چې وویل دوی تر کشمیره پورې ورسیدل او همدغه لېږدېدنه وه چې د څلورمې پېړۍ په شاوخوا کې شېخ حمید لودي د پنجاب په ملتان کې خپله واکمنۍ ټینګه کړه او پخپله راجا جیپال دده ډېر درناوی کاوو چې ور پسې نصر لودي  او داود لودي د ملتان د حکومت چارې سمبال کړې.
همداراز غوریانو په سر کې شهابالدین غوري ،غیاث الدین غوري او د دوی پاتې شونو د خپلې واکمنۍ پراختیا او پرمختیا ان تر هندوستانه پورې وغوځوله.
د لودي ټبر مېړنیو په سر کې لودي بهلول چې استاد سیستاني یې هم یادونه کړې ده په هندوستان کې د افغانانو یو پیاوړی حکومت ټینګ کړ  چې د نوموړي د نسب شجره په دې ډول دی:  
ملک بهلول د ملک کالازوی د بهرام لمسی د احمدکړوسی او د شاهو کودی کیږي. چې شاهو بیا د اسحاق زوی د پړنګي لمسی د سیاني کړوسی او د لودي کودی کیږي. او لودي بیا د غور د پښتنو یو شهزاده چې ؛اوسین؛ نومېده دهغه زوی وو او حسین پخپله د بیټ نیکه له لور بي بي متو سره واده کړی وو.
د لودیانو له واکمنۍ وروسته د مغلو پاتې شونو هندي ګورګانیانو  د افغانانو له بې اتفاقي نه ګټه واخیسته او واک یې تر لاسه کړ. خو د لودیانو سکه تربورانو او یاد ستر لودي زوزات سوري ټبر په سر کې سوري شېرشاه یو ځل بیا د باتورو افغانانو شمله لوړه کړه او یو خپلواک حکومت یې د هند په خاوره کې ټینګ کړ.
راځۍ چې د سوري شېرشاه د نسب شجرې ته پښه نیولي شو چې نوموړی د افغانستان له کوم پښت او له کومې سیمې نهوو چې ان تر هندوستان پورې راورسېد.
سوري شېرشاه چې اصلي نوم یې  فریدخان وو د حسن خان زوی د ابراهیم لمسی د رکن الدین کړوسی او هغه بیا د محمد زوی د شېرخېل لمسی د محمودزي کړوسی او هغه بیا د یونس خېل زوی د سورلمسی  چې هغه د اسمعیل زوی د سیاني لمسی او د لودي کړوسی کیږي. پایله دا چې لودي د سوري ټبر لوی نیکه دی او په حقیقت کې یو زوزات ګڼل کیږي.
نو دا چې افغان ټبر د دومره دب دبې  او ویاړ څښتن دی او زموږ د زمانې ستر استاد سیستاني پخپلو لیکنو کې د دغه آتل اولس ستاینه کوي نو ګران استاد پخپله هم د ډېر درناوي  وړ ګڼل کیږي. د داسې استادانو لکه پخپله د استاد سیستاني او پوهاند ډاکترصاحب کاکړ عمر دې اوږد وي او په قلم دې برکت وي.
په سویډن کې د مېشت افغانانو ،فرهنګیانو او فرهنګپالو نه د زړه له کومې مننه چې د ښاغلي سیستاني صاحب د درنښت لپاره یې داسې یوه پرتمینه غونډه رابللې ده. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery