دخپریدو نیټه : 2007-04-23 مخپرونکئ : احمدجان ساحل
هېواد وتلى شاعر استاد رازق فاني په حق ورسېد
له پژواك خبري اژانس څخه په مننه
د هېواد معاصر وتلى شاعر رازق فاني تېره ورځ دامريکا دمتحده ايالاتو د کلفورنيا په سنټياګو ښار کې په حق ورسېد .
٦٣ کلن رازق فاني په هېواد کې د جنګونو له امله په ١٩٨٨ ميلادي کال کې امريکا ته کډوال شو او دکلفورنيا په سنټياګو ښار کې مېشت شوى و .
په کلفورنيا کې د مرحوم رازق فاني دکورنۍ سرچينو د غويي په ٣مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې د هغه د تدفين وروستي مراسم به دغويي په ٦مه، ترسره شي .
په نيويارک کې استوګن يو تن افغان مخور رامين جاويد د فاني په ناڅاپي مړينه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل : (( دفاني نوم به تر ډېره وخته زموږ په شونډو او ذهنونو کې پاتې وي . ))
هغه زياته کړه چې خلک به د فاني فعاليتونه او دهغه شعرونه تر ډېره وخته ياد ساتي ، چاچې په هېواد کې ددريو لسيزو جنګونو پر مهال د افغانانو ستونزې او دردونه په خپلو شعرونو کې نغښتي وو .
رازق فانى په امريکا کې دهجرت په ديار کې هم د دشت آيينه و تصوير په نامه يوه شعري ټولګه چاپ او خپره کړې وه .
په کابل کې دبي بي سي راډيو يو تن کارکوونکي او ليکوال عزيز آسوده پژواک خبري آژانس ته و ويل چې رازق فاني د کابل دبارانۍ په کوڅه کې زو کړى دى ، په بلغاريا کې يې عالي تحصيلات ترسره کړي او امريکا ته له تګ وړاندې يې په سرې مياشتې کې دنده ترسره کوله .
نوموړي وويل چې رازق فاني په خپله شاعرۍ کې داقبال لاهوري سبک خپل کړى و او له شاعرۍ پرته يې د طنز دوه ټولګې هم له چاپه راوتلې دي .