مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دنړۍ په مطبوعاتوکي د علامه رشاد په اړه خپري شوي مرکې او راپورونه په ږغ کښي

بېنوا خپرنيزه څانګه

 

موږ خپل ټول وس په کار اچوو تر څو له سيمه ايزو او نړيوالو مطبوعاتو د ارواښاد علامه رشاد صاحب  په اړه ټول خپاره شوي مطالب ثبت او تاسو ته وړاندي کړو .

 

 ١ _ د هيواد نوميالي ليکوال ، شاعر ، تاريخپوه ، او څېړونکي محقق محمد معصوم هوتک د خپل استاد په وير کي دغه بولنه ويلي ده ، کليک يې کړئ .

 

٢_ د افغان رسالې د مسول مدير ښاغلي احمد شا هوتکي سره د فاضل استاد  اکاډيميسن  پوهاند علامه رشاد خبري ، ( دا د رشاد صاحب تر ټولو وروستۍ خپري شوي خبري دي)

 

٣_ د بي بي سي : ١ ډسمبر  ٢٠٠٤ / ارواښاد علامه رشاد صاحب خبري ، دهيواد د تکړه ليکوال څېړونکي او کره کتونکي محمد زرين انځور  او ډاکټر مجاور احمد زيار خبري  .

 

٤ _ د امريکا ږغ راډيو له خوا د پوهاند استاد رشاد صاحب د مړيني لومړی خبر

 

 ٥_  د امريکا ږغ راډيو د پوهاند علامه رشاد د مړني په مناسبت  د ښاغلي عبدالله بختياني او محقق محمد معصوم سره خبري کړي دي .

 

٦ _ د ارواښاد علامه رشاد صاحب د مړيني دوهمه ورځ په کابل کښي په زرګونو تنه دارواښاد مينه وال د هغه دمړي دليدلو کتلو لپاره راغلي وو ، په دې اړه ډاکټر رشاد د بېنوا ويبپاڼي سره په خبرو کښي .

 

 ٧ _ ( د ارواښاد مړيني دريمه ورځ _ کندهار ) د بي بي سي راډيو پښتوڅانګي سره په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني د مرستيال ښاغلي  عبدالجبار ترنګ مرکه

 

٨  ـ د ارواښاد علامه رشاد د جنازې  راپور په بي بي سي مازيګرنۍ خپرونه کي

 

٩ ــ د ارواښاد په ملي ماتم  کي په  جرمني کي د افغان کلتوري ودي ټولني  د ماتم غونډه جوړه کړې وه چي د افغانستان نامتوليکوال او د همدې  ټولني  مشر  ئې بېنوا ويب پاڼي ته داسي توضحات راکوي

 

١٠  ـــ بي بي سي خپل ځانګړی اوننيز ادبي پرګرام  د ارواښاد علامه  رشاد لپاره ځانګړی کړی دی

 

١١ ــــ په کندهارکي د ارواښاد علامه رشاد د جنازي راپور د امريکا  په اشنا راډيو کي  

 

 ١٢_ د ارواښاد علامه رشاد شاګرد ( د کابل پوهنتون د لوغونپوهني د څانګي پخوانی استاد)  ښاغلي رسول باوري د بېنوا ويبپاڼي سره د خپل ګران استاد د ژوند خاطرې يادي کړي دي .

 

١٣_ ای کندهاره  :: د نامتو ليکوالي او شاعري نجيبه سارا بياباني په ږغ کي

 

١٤ ــ  د ارواښاد علامه رشاد صاحب خاورو ته د سپارلو او فاتحې د لومړۍ ورځي په اړه دبېنوا فرهنګي ټولني له مشر عبدالاحمد محمديار سره د بېنوا ويبپاڼي مرکه   

 

١٥_ بېنوا په اروپا کي د افغاني کلتوري اوفرهنګي ټولنو ګډه جرګه د فرانکفورټ په ښار کي يوه پراخه غونډه او د فاتحې مراسم جوړوي !  بېنوا ويبپاڼي د ښاغلي محمد عاشق  غريب سره دغونډي په څرنګوالي په اړه مرکه کړې ده  ، دلته يې واورئ .  

 

١٦_ د ارواښاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني په اړه د ازادۍ راډيو هم د يو شمير نورو په شان  يو ساعته  ( تر شنه اسمان لاندي ) ادبي او کلتوري  خپرونه د ارواښاد رشاد صاحب لپاره ځانګړې کړې وه . په دې خپرونه کي چي د ارواښاد رشاد صاحب خاورو ته د سپارلو پر وخت ژوندۍ خپريدل . په دې خپرونه کښي ميلمانه دغه ښاغلي دي : حبيب الله رفيع ( کابل ) عبدالله بختاني ( ننګرهار ) او معصوم هوتک د کاناډا څخه . لومړی نيم ساعت            دوهم نيم ساعت تر پايه    

 

١٧_ دالمان ږغ راډيو سره د ارواښاد استاد رشاد په اړه د ښاغلي زرين انځور مرکه  تاسو يې خپل کمپيوټر ته هم کښته کولای شئ .

١٨

_د هيواد د نوميالي ليکوال ، څېړونکي، کره کتونکي او په اروپا کښي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې د مشر ښاغلي زرين انځور وينا  

 

١٩_ د ٢٠٠٤ کال د ډسمبر ١٢مه نېټه ( فرانکفورټ ) ښاغلی عبدالوهاب سرتير په ږغ کښي 

 

٢٠_

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery