مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دځوانیمرګ عبدالصمدروحاني په اړه لیکني،پیغامونه

نظیفه غزل

بیا دوحشت  بلا لنګه ده زما کلي کي
نن دازرین ستوري ویشتلي چا کلي کي
خدایـــــــــــــــه خبر نه وم چي زړونه دتیږ و
           څـــــــــــــو انسانانو ته ورکړي تا کلي کي ( حیدري)

بېنوا یان نن دخپله منځه د یو زړه ور او خندرویه انسان ، هغه انسان چي همیشه دخپل ژوندانه په ټولو چارو کي دیو همدرده او خواخوږي رویې څښتن و  د ویراو ماتم  پرټغر ناست دي دا ستر انسان یوبااح ساسه ځو ان ارواښاد عبدالصمد روحاني و چي نن په هلمند ولایت کي دانسان دوښمنه ځناورانو لخوا په ډیره بې رحمي ځوانیمرګ شو . انالله وانا الیه راجعون

دا ځوانیمرګ شهید چي یواځنۍ ګناه ئې دخپلو بې ګناه هیوادوا و ږغ تر نړیوالو پوري رسوول و. نن په داسي حال کي په شهادت ورسیدی چي لومړئ په ډيره ناځوانمردانه شکل دشپې له کوره ویستل شوی و او بیا په ډزو تر ویشتلو ورسته  وحشي ځناورانو حلال کړی و او بیا یې د بولان په یو هدیره کي غورځولئ و،

ځوانیمرګ روحاني ډیرتاند و،  یو ۲۵ کلن ګل هوسه ځوان و دوې کونډي او یوه یتیمه لو ، زهره ترکه مور او په شناوی ږیره غمجن پلار یې بې سرنویشته پاته سول ځکه یوازي دئ و چي دخپل قلم په وسیله یې د کور نفقه برابرول .دې ځوانیمرګ په لومړي سر کي د پژواک سره بیا د بي بي سي سره ئې د خبریال په حیث کارکاوه . خو د لومړي سره دبېنوایانو په ډله کي دڅلوروکلنو راهسي د یو فعاله همکار په توګه پاته شوی و . هغه د بېنوا په پاڼه کي د یو لړ امنیتي ستونزو چي لاله وړاندي يې احساسولې له کبله  په مستعار نامو (ع . نورزئ )او(طارق نو زي)  خپلوهڅو ته دوام ورکړی و ، او ددې تر څنګ يې د هلمند اوټول هیواد په اړه پر وخت بېنوا پاڼي ته لسګونه مقالې لیکلي دي . د بېنوا پاڼي لخوا په یو ویبلاګ هم نازول شوی و چي د سیند په نامه ئې په خپله چلوئ .

زموږ بېنوایانو دغه روان مطبوعاتي یون  (بېنوا انټرنیټ پاڼي ) ته  چي یوازي د ملي احساساتو او پښتني جذبوپه مټ پرته د کوم مادي امتیازه د لسګونو کسانولخوا پر مخ بیول کیږي د عبدالصمد روحاني غوندي د یو پیاوړي او رښتني انسان دلاسه ورکول واقعا یو نه جبرانیدونکی زیان دي چي تر ډيره به یې تشه پوره نشي .

د بینوا ویب پاڼي مشر تابه هیت او  زمونږ د کور دننه او بهر میشت همکاران د وتلي خبریال عبدالصمد روحاني په مړینه خپل ژور خفګان څرګندوني او خدای بښلي روحاني ته د لوی رب  له درباره د فردوس جنت او د هغه کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.عبدالصمد روحاني چې د خبریالۍ،فرهنګ او ادب په برخه کې یې نه هیریدونکي هڅي کړي تشه به یې تل د پښتنو خبریالانو په مینځ کې محسوسه وي . نوموړي په ډیرو سختو او جګړیزو حالاتو کې له ناکراره ولایت هلمند څخه رپوټونه ورکول او د هلمند ولایت د خلکو هغه ستونزي یې د نړیوالو غوږو ته رسولي کوم چې د بیلا بیلو ډلو له خوا ورسره مخا مخ دي. د هلمند د دې باتور بچي شهادت دې مبارک وي. د بینوا ویب پاڼي کارکونکي د خدای بښلي روحاني د مړیني خبر سخت متاثر کړي او ورته د لوی خدای له دربار څخه د جنت مطالبه کوي. 

 لیکني :

دBBC دوه مخې پالیسي د النجانسن او روحاني په اړه
د مرحوم صمدروحاني لنډ ژوند ليک( مي ويس جلالزی)
د مرحوم صمدروحاني په لاس جوړ شوی یو رپوټ
له ځوانيمرګ روحاني سره وروستۍ اړيکه(هميم)
روحاني د دوشنبې په ورځ د خاورو غیږ ته ورغی
ځواني مرګ ملګرى(ابراهيمي)
روح اني جار شو
د روحاني لورکۍ به د چا لار څاري!(احمدي)
عبدالصمدروحاني شهيد سو
ځوانمرګ عبدالصمد روحاني او دهغه یوه خاطره
روحانی صیب دمینی عاطفی او حیا ټوټه
د عبدالصمدروحاني شهادت: حقيقتونو له مرگ نشته
له روحاني سره لمړني او وروستني ماښام
خاطره : روحاني ، لکه چې خبر و !
ژورناليست يو بې تورې او بې ډاله انسان
کابل: د روحاني قاتلين د محاکمه او جزا ورکړل شي
بي پولي خبریالان کرزی بايددخبریالانو تظم ين وکړي
د (روحاني) په وير کې
روحاني!(سليم حامد)
دځوانمرګ روحاني په وویر
د روحاني تړلي لاسونه او د قاتل ځناور زړه مې ژړوي
.
.rohani

شع ونه:
د ګلاب قتل (مرثيه)
د يوه بينوا د تګ په ویر
دځوان وحاني شهيد په یاد
دصمد روحاني روح ته
شهيد روحاني ته
.

پیغامونه او اعلامیې:

د ولسمشر حامد کرزي د خواخوږۍ پيغام
دروحاني پروژنه دكندهاردولايتي شوراي پيغام
هرات میشت کلتور پاله ځوانانو د خواشینۍ پیغام 
 د جنوبي اسيا د رسنيو د خپلواک کمېسيون مطبوعاتي اعلاميه
د خواشنیۍ یو شمیر پیغامونه
د وحاني پر وژنه د خواشينۍ پيغامونه
خوست :دسفما سېمه ايزدفتردروحاني وژنه وغندله .
د بی پولو خبريالانو ټولني دروحاني وژنه وغندله
د روحاني پر وژنه کلتور وزارت کلک خواشينى دى
د خپلواکۍ د فرهنګي مرکې د خواشینۍ پیغام
د نشه يي توکو پرضددمبارزې مشورتي ټيم پېغام
په خوست كې د پيوستون كلتوري ټولني پیغام
په بلجیم کی دافغانانوکلتوری بهیر دخواشینۍ پیغام
دكندهارراډيوتلويزيون آمريت دخواشنۍ مراتب
په لندن کي د افغان ځوانانو ټولني دخواشنی پیغام
دښاغلي روحاني د وژنې په اړه دخواشينۍ پيغام
د افغاني ځوانانو ټولنې د خواشينۍ پيغام
د قریب الرحمن سعید د خواشنیۍ پیغام
د کولمبوپلان ډلي د خواشنیۍ پیغام
دلمن ادبي،کلتوري مجلې دخواشینۍ پیغام
دامريکا غږ خبریال داودجبارخيل دخواشینۍ پیغام
دعبدالغفورلېوال دخواشيني پيـــــــغام!
عادل اڅکزي ته د تسليت پیغام
د م يدان وردګو د فرهنګيانو د خواشينۍ پيغام
کليفرونيا څخه د ټول افغان ټولني د خواشينۍ پيغام
دځوانیمرګ روحاني په ویر دفراه د ځوانانو پیغام

دميدان ځوانانو د دټولنې خواشينۍپيغام
د افغانستان د سولي کا وان د خواشينۍ پيغام
دشهيد(روحاني)له كورنۍسره دغمرازۍپيغام
ورستى روغبړاووروستى ديدن !!
دافغانستان دملي ګوند دخواشيني پيغام.
.
خبرونه :

عاجل خبر! عبدالصمدر روحاني په شهادت ورسيد!
قاري يوسف:عبدالصمدروحاني طالبانو ندی وژلی
حليم فدايي:"دصمدروحاني مړينه يو وحشيانه عمل دی"
رحيم الله سمندر: " په حکومت به فشار راوړو"
دعبدالصمدروحاني په وژنه کې ناټو او ایساف لاس لري
کورنيو چارو وزارت:صمدروحاني طالبانو وژلی
دژورنالستانوخپلواكې ټولنې دروحاني وژنه وغاندل.
نوي معلومات : روحاني دهلمنددولتي ملیشو وژلی دی
بېنوا ویب پاڼه دهلمند څخه راغلي خبرونه نه خپروي
هلمند: دوه نور خبريا ان ګواښل شوي

.

نوري تبصرې دلته ولولئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery