علي شاه پکتیاوال د فایننشل
ټایمز خوراک شو ( د جلالزي لیکنه)
لیکوال: جلالزی
نیټه: د جنورۍ میاشتې څورلسمه
په تیرو څو شپو
کې په متواتره توګه د هیواد د بیلا بیلو ولایتونو په امنیتي کړیو کې د بدلونونو وویل شول.
په دې لړ کې د
کورنیو چارو وزارت په دننه او د کابل د امنیه قوماندانۍ په کچه هم یو شمیر کلیدي کسان له دندو لري او پر ځای یې
نوي څیرې وګمارل شوې.
د کورنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر تر ټاکل کیدو لږه موده نه وه تیره چی هغه د
پولیسو په لوړو څوکیو کې د یو شمیر جنرالانو د ادلون بدلون خبر ورکړ.
ش
د کابل امنیه قوماندان" ایوب سا
نګی"، د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې او تحقیق ریس "علي شاه پکتیاوال" او د دې ارګان یو
بل لوړ پوړی کس "علي شاه احمدزی" هغه دری کسان ول چې د "حنیف اتمر" د کاري ناتار د سر قربانیان شمیرل کیږي.
"ایوب سالنګی" چې نږدې څو میاشتي دمخه د کابل د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو، نو په هغه وخت کې کابل د سړي
تښتونکو او مافیا په غیږ کې لویدلی وو او هره ورځ به د ښار له بیلا بیلو سیمو د تښتونو او غلاوو راپورونه تر
لاسه کیدل.
ولسمشریزو ټاکنو ته پخوانی نوم آند" همایون شاه آصفي"، د عزیزي بانک د مرستیال زوی او یو شمیر نور
سوداګر د" ایوب سالنګي" تر ماموریت څو ورځي دمخه له ښار څخه تښتول شوي ول او د سړي تښتونکو په منګولو کې و
.
ښاغلی سالنګی وتوانید چې د نورو امنیتي ارګانونو په مټ تښتول شوي کسان را خلاص کړي او تر زیاته بریده دغه
سړي تښتونکي ډلي چې لا هم فعالي دي تار و مار کړي.
د بینوا ویب پاڼي محترمو لوستونکو د " ایوب سالنګي" د م
اموریت پر مهال چې په کابل کې نسبي امنیت ټینګ شوی وو نو پرې سترګي نه شو پټولای او په دې خبرې ولسمشر کرزی هم
خبر او قانع دی.
دوهم کس د کابل د امنیه قوماندانۍ جنايي مدیر"علي شاه پکتیاوال" وو چې د "حنیف اتمر" له خوا په
نا څرګندو دلایلو له دندې وشړل شو او برخلیک یې نه دی څرګند.
"پکتیاوال" څه باندي دری کاله دمخه د کورنیو چارو
د پخواني وزیر "تاج محمد وردګ" سره د نژدې کورنیو اړیکو د درلودو په مټ په دغه څوکۍ وګمارل شو خو تاج محمد و
دګ بیا له دندې هیسته کړای شو.
تاج محمد وردګ چې له فزیکي پلوه یو ناتوان او ضعیف کس وو د ولسمشر کرزي د کابینې
تر ټولو پاتي راغلی او ناکاره وزیر شمیرل کیدای شي، دا ځکه چې نوموړی خو یو ځل د خپل دفتر په دننه کې د یوې امنیتي
غونډي پر مهال د جنرال جرت په نامه د شمالي ټلوالي د یوه غړي له خوا په څپیړه هم وهل شوی وو چې دغه کار یوه وزیر
ته له حده وتلی سپکاوی او د هغه د ضعف روښانه بیلګه شمیرل کیدای شي.
"علي شاه پکتیاوال" چې د پولیسو یوه لوړه
څوکۍ ورته سپارل شوي وه د پولیسو مسلکي زدکړي نه وي کړي او نه یې هم د افغانستان د پولیسو له اکاډمۍ څخه د ف
اغت لوړ اسناد لرل.
نوموړی د جهاد په دوران کې له پاکستان څخه آلمان او د یوې مودې لپاره هم انګلستان ته تللی
وو چې هلته یې د دغو ملکونو له جاسوسي سازمانونو سره اړیکي وموندلي او بیا د طالبانو د حکومت له نسکوریدو و
وسته د همدغو کړیو په لارښونه او د تاج محمد وردګ په مستقیمه همکارۍ لومړی د انټرپول پولیسو د مشر او بیا د
کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي مدیر په توګه وټاکل شو.
"علي شاه پکتیاوال" چې د یو شمیر رسنیو له خوا ډیر ژر د
خلکو په مینځ کې د یوې مطرح څیري په توګه ټولني تر ور وپیژندل شو په واقعي توګه هومره کاری سړی نه وو چې څومره یې
په اړه رسنیو تبلیغات کول.
زمونږ ځوان ژورنالیستان او د رسنیو چلونکي خو په تیرو اوو کلونو کې د بیلا بیلو ډ
و له خوا په یوه او بل نامه وغولول شول او دغو ډلو او څيرو ترینه د خپل سیاسي نفوظ په برخه کې ناوړه ګټه پورته
کړه.
پکتیاوال هم د همدغو کسانو له ډلي څخه یو وو چې یو شمیر رسنۍ یې په یوې او بلي بهاني له ځان سره ساتلي
وي.
"پکتیاوال" په دې ورستیو کې د یوې هیبت ناکي څیري په توګه کابل ښاریانو پیژند په ناوړه سلوک او له
خلکو او مجرمینو سره په بد چلند کې یې هم لومړی مقام خپل کړی وو.
نوموړي به په ظاهراً د نورو حکومتي چارواکو
په څير د وطن، دندې اوخلکو ته د خدمت چیغي وهلي خو متاسفانه چې دا هر څه یوازي د هغه شعارونه ول چې پرې یې زمونږ د
دردیدلي او فقیر ولس په سترګو خاوري شیندلي.
د پکتیا په ولایت کې د زیږیدلي پکتیاوال د مالي فساد په اړه
وروسته تر هغه را پورته شویو شکونو د حقیقت بڼه غوره کړه چې د فایننشل ټایمز په نامه یوې معتبرې او منل شوي ب
یټانوۍ رسنۍ یې نوم را پورته کړ.
فایننشل ټایمز ورځپاڼه چې له څو لسیزو راهیسي په نړیواله کچه په لوړ تی
اژ خپریږي تر زیاته بریده نړیوالي اقتصادي مسلې لکه اقتصادي کمزورتیا، انفلاسیون، ډفلاسیون، آزاده سوداګ
ي، سوداګریزه مافیا او اقتصادي لوټماران او مفسدینو په اړه رپوټونه خپروي.
دغه رپوټونه د میاشتو میاشتو
پاره د دې ورځپاڼي د روزل شوي څيړندوي ډلي له خوا څیړل کیږي او بیا د حقیقت تر موندلو وروسته خپریږي.
فایننشل
ټایمز ورځپاڼي په دې لړ کې د "علي شاه پکتیاوال" په اړه هم یو رپوټ خپور کړ او د ګڼو افغانانو پام یې نوموړي ته را
واړاوه.
ورځپاڼي په خپل دې رپوټ کې له هغه سند څخه چې د پکتیاوال د کاري دفتر له میز څخه یې تر لاسه کړی وو ولیکل
چې "پکتیاوال" په ډیره لږه موده کې په دوبۍ کې د تجارتي ودانیو ، دوو کورونو او همدا راز په کابل کې د دوو بلند م
نزلونو او په لکهاوو ډالرو خاوند شوی دی.
پکتیاوال خو په اصل کې په یوه فقیره او کلیواله کورنۍ کې زیږیدلی وو
چې په خپله وینا یې د پلار څخه ورته یو کور هم په میراث نه وو پاتي لیکن ورځپاڼي وویل چې پکتیاوال په بي ساري
توګه له اقتصادي مافیا سره اړیکي لري او له هغو مرستو څخه یې په لکهاوو ډالره جیب ته کړي چې نړیوالي ټولني د
افغانستان د بیاودانولو لپاره مرسته کړي ول.
علي شاه پکتیاوال د فایننشل ټایمزورځپاڼې دغه رپوټ سخت غوصه کړ
او غږ یې وکړ چې د دغې ورځپاڼي مسولین به خامخا محاکمې ته را وکاږي.
پکتیاوال په ځان دغه لګیدلي تورونه د
هغه د سیاسي مخالفینو د دسیسو لړۍ وبلله خو دا له امکانه لري خبره ده چې د فایننشل ټایمز په څيره یوه معتبره او
منل شوي ورځپاڼه د د یوه کس او هغه هم په افغانستان کې په اړه دومره مغرضانه او خاینانه عمل وکړي.
د ژو
نالیزم نړیوالو اصولو او بیا د بریټانیې خاصو قوانینو ته په کتو سره دغه ورځپاڼه هیڅ کله هم نه شي کولای چې
خپل اعتبار د یوه معمولي پکتیاوال د مسلې پر سر خام کړي، دا ځکه چې د دې ورځپاڼي میاشتنی عاید تر لس ملیونه انګ
یسي پونډو هم لوړ دی .
خو اوس، که چیرته د پکتیاوال په اړه د فایننشل ټایمز دغه رپوټ ناسم او غلط وای،
نو ولي ښاغلي اتمر په لومړي ګام کې نوموړی له خپلي دندې هیسته کړ؟؟
دغه هغه پوښتنه ده چې ښاغلی اتمر ورته
ښه ځواب ویلای شي خو د فایننشل ټایمزورځپاڼي اداره هم د پکتیاوال په اړه د خپلې ادعا لا ښه ثبوت اوس له اتمر
څخه تر لاسه کولای شي.
له ورستیو معلوماتو داسي نتیجه اخیستلای شو چې علي شاه پکتیاوال خو د فایننشل
ټایمز ورځپاڼه محاکمه نه کړای شوه خو دغې ورځپاڼي ده ته داسي کاري ګزار ورکړ چې هیڅ کله به یې هم جبران نه
کړي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته په ملیونونو ډالر د حکومتي چارواکو له خوا حیف
او میل شول او د افغانستان بیچاره او مظلوم ولس چې تل پرې مشرانو او سیاست واکانو لوبي کړي لا هم په دربدرۍ
کې د یوې نامعلومي راتلونکي په تمه ژوند کوي.
که چیرته له اقتصادي مافیا سره مبارزه شدیده شي، رسنۍ
او خلک په دې لاره کې خپله وجداني او ایماني دنده ادا کړي دا به لري نه وي چې ډیر ژر به هغه نوري څیري هم د خلکو
پر وړاندي را بربنډي شي چې د غرب او امریکې له لوري له افغانانو سره په مرسته شویو ډالرو مزې او چړچې کوي او د
سیاحت لپاره خو هره میاشت دوه او دری ځلي د دوي اوسني پلارني ټاټوبي دوبۍ ته ځي.