١٣٨٤ دغويي ١٩مه ( نور محمد كړاو) كابل
دوهمه برخه :
همدغه راز که د مرکه کېدونکي د خبرو په وخت کې د دروازې د پرانيستل کېدو اواز اوچت شو، نو اورېدونکي ناڅاپه هېښ شي او په حيرانۍ سره شا و خوا ګوري، ځکه ګومان کوي، چې د دوی د خپل کور ور پرانيستل شو اوڅوک راننوت!.
د پروګرام د جوړولو په وخت کې بايد د معيار انډول وساتل شي، يانې يو پروګرام بايد لـه سره تر پايه انډوليزه (متوازنه) ښکلا ولري. داسې دې نه وي، چې د پروګرام پيل (Menu) ښايسته وي، خو په خپلـه د پروګرام په منځ کې هېڅ د يادولو وړ خبره نه وي. نه دې پروګرام دومره بدرنګه او مبتذل پيل لري، چې د منځپانګې (محتوا) ښايست يې ترې زيات وي، ځکه اورېدونکي بيا هر وخت لـه دغه ډول ناانډولو او نامنظمو پروګرامونو سره روږدي کېږي، وروسته بيا معياري پروګرامونه هم دوی ته خپل ارزښت بايلي، خو که چېرې د اورېدونکو ذوق او ذهني کــچه پـه پـام کې ونيول شي، راډيويي
پروګرامونه به هم د خلکو ترمنځ محبوبيت پيدا کړي.
اوسني زياتره خبريالان (MD-Player مېني ډسک پلېير) کاروي، چې حساسې ثبتوونکې دستګاوې وي، کلـه داسې هم پېښېږي، چې د مرکې په وخت کې لـه خبريال څخه د ځنډ يا (Pause) تڼۍ ووهل شي، زيات داسې شوي، چې خبريال غوښتي، خپلې پوښتنې ثبتې نه کړي، يوازې د مرکه کېدونکي خبرې ټيپ کړي، خو کلـه چې لـه سيمې څخه راغی او خپل راټول کړي مواد يې اورېدلي، نو يې پام شوی، چې د ځنډ تڼۍ هغه وخت ورڅخه وهل شوې، چې هغه غوښتي، د مرکه کېدونکي خبرې ثبتې کړي، خو کلـه چې غوښتي، خپلې خبرې رانه ولي، نو د ځنډ د تڼۍ په ګومان يې د ثبت تڼۍ وهلې ده.
نو د ثبتونې په وخت کې بايد د ّّمېني ډسک پلېيرّّ وړې هندارې ته وکتل شي، چې ثبت روان دی، که نه؟
د ثبت اواز سم دی، که نه؟ او ....
د خبريال چلندونه
لـه ناروغانو سره يې چلندونه:
يو خبريال چې کلـه د خپل عملي کار ډګر ته ګام ږدي، بيا هغه ډاکټر او رنځپوه ته ورته وي، چې زړه سوی يې کومه ګټه نه لري، نو ځکه دی بايد د درملنې او حل لارې چارې ولټوي. ښايي يو خبريال لـه زياتو دردوونکو پېښو او حالتونو سره مخ شي، کلـه چې دی غواړي، د پېښو اصلي انګېزه او لامل پيدا کړي، لـه خطرونو سره به هم مخ کېږي، خو دی به هغه څه خپروي، چې خلک يې وايي. خپل تصرف او زياتونه يې بايد زياته نه وي. ځکه د پېښو په وړاندې يو خبريال، يوې هندارې ته ورته دی، چې يوازې پېښې او بهيرونه منعکسوي، که لـه ځانه په کې زياتونې او کمونې کوي، نو ځان ته به يې يو لوی ګواښ پېښ کړی وي، ځکه دلته بيا د راډيو پاليسي او حکومتي تګلار هم د پام وړ خبره ده.
انګرېزان وايي:
کلـه چې تاسې لـه يوه رواني ناروغ سره مرکه کوئ، لـه دوی سره مرکه د يوه چارواکي لـه مرکې سره زيات توپير لري، ځان بايد ورته د يوه خواخوږي دوست په توګه ورمعرفي کړئ، که داسې ونه کړئ، نو هغه به تاسو ته رښتيا ونه وايي، په زړه کې به ډېرې خبرې لري، خو نه يې وايي. نو د دې لپاره چې د دغه
ډول کسانو خبرې، د هغوی په سينو کې خوندي او پټې پاتې نه شي، خبريال بايد خپل مرکه کېدونکی لـه رواني پلوه مطالعه کړي، زړه ته يې لار ومومي، د هغه د زړه خبرې دې راوباسي. چې دغه کار د يوه لاسبري او تجربه کاره خبريال لـه خوا ترسره کېدی شي.
زياتره ناروغان چې کلـه خپل دردونه او کړاوونه په يادوي، نو ژاړي، د خپل ژوند ترخې خاطرې وريادېږي، نو ځکه جدي کېږي او ژړا ته پناه وړي. په دې وخت کې يو جدي اقدام ته اړتيا شته، خبريال بايد ناڅاپه ناروغ بلې خبرې ته راوکاږي او داسې پوښتنه دې ترې وکړي، چې هغه مثبتې خوا ته راوکاږي، ترخې خبرې هم بايد ترې واوري، خو دلته بيا خبريال د خپل هېواد او يا نړۍ په وړاندې ولاړ دی، دی بايد د نورو اروايي ناروغانو حالت هم لـه پامه ونه غورځوي، ځکه کېدی شي، د يوه اروايي ناروغ دردوونکې خبرې، د هغه اروايي ناروغ ستونزه زياته کړي، چې راډيو اوري، خو خبريال کولای شي، لـه اروايي ناروغ څخه د ترخو خاطرو ترڅنګ ښې خبرې هم واورئ او نورو اروايي ناروغانو ته هم ګټه ورسوي، د ساري په توګه دغه پوښتنې دې ځنې وکړي، چې: په ژوند کې دې څه شی خوښ دی؟
په دې توګه کولای شي لـه دغسې کسانو څخه ښې خبرې وباسي. په دې توګه يې هم لـه غمونو ځان او نور خبرولای شي، هم يې پر ذوق، خوښې او سليقې پوهېدی شي. ناروغ ته به يې هم احتمالي ذهني او اروايي ګوزار، نه وي ورکړی. يا دې هم ترې وپوښتي: چا درسره زياته مينه کړې، په کور او يا ملګرو کې څوک درباندې زيات ګران دی؟
يا: کوم خواړه دې زيات خوښ دي؟ کوم رنګ دې خوښ دی؟
لـه چارواكو سره يې چلند:
يو خبريال، نه يوازې د خپل شخصيت څرګندويي او نمايندګي کوي، بلکې د خپلې اړوندې راډيو، د ځانګړې سليقې، ذوق، معيار او پوهنيزې يا هنري سطحې استازيتوب هم کوي. د خبريال ظاهري بڼه، د خبرو (پوښتنو- ګروېږنو) او څرګندونو ډول، د هغه لـه پوهې، ځراکت او چالاکۍ سره نېغې اړيکې لري.
خو داسې هم نه ښايي چې خبريال دې لـه ساده کليوالو او نالوستو کسانو سره داسې چلند وکړي او لـه هغوی نه دې داسې پوښتنې وکړي، لکه لـه يوه مسلکي يا بل لوستي کس څخه چې ښايي.
خبريال چې څومره لـه حالاتو او د خلکو لـه دود- دستور سره سم ځان برابروي، هومره بري ته نژدې وي. که چېرې غواړي لـه ساده کليوالو کسانو سره مرکې وکړي او د هغوی لـه خولې ښې خبرې ثبتې کړي، بايد د هغوی په شان جامې واغوندي، د هغوی په ژبه، لـهجه او انداز خبرې وکړي او پوښتنې دې هم د کليوالو ذهني کچې ته په پام سره طرحې کړي. که داسې ونه کړي، نو بری به يې لنډمهالـه يا لږ وي.
يو خبريال به خامخا زيات مهال، لـه چارواکو سره مرکې ته اړتيا پيدا کوي. نو د چارواکو د پوهې، مسئوليت او کارکچه تر ساده خلکو توپير لري، دلته بيا ډېر غور په کار دی، چې نااړوندې پوښتنې بايد ونه شي، تر مرکې وړاندې هر خبريال لـه خپل مرکه کېدونکي کس سره لږې خبرې اترې کوي، د ساري په توګه خبريال خپل مرکه کېدونکی په موضوع، موخه، پروګرام او ګټو يې خبروي. که د اوبو او برېښنا لـه يوه رئيس يا وزير سره مرکه کوي، بايد په اوبو او برېښنا پورې اړوند مسايلو باندې بحث وشي او پوښتنې دې هم داسې وړاندې کړي، چې نه ډېرې پېچلې، نه ډېرې ساده وي. بلکې د خپل پروګرام هدف، موضوع، وخت او ګټو ته دې په پام سره پوښتنې طرحې کړي.
کلـه چې پوښتنې منظمې او پرلـه پسې وي، نه مرکه کېدونکی ستړی کېږي، نه خبريال.
په کابل کې د يوې فرانسوي راډيو خبريالانو د بانک رئيس ته بلنه ورکړې وه، دوی د يوه ګردي مېز په ترڅ کې لـه رئيس څخه پوښتنې ګروېږنې کولې، کلـه چې مرکه پايته ورسېده، نو يوه خبريال، د يوه اردو ژبي سندرغاړي (عدنان سمېع) سندره چالانه کړه او بيا يې لـه رئيس څخه وپوښتل:
که تاسو دغه سندرغاړی وپېژاند، زموږ د ادارې لـه خوا به يوه ښه جايزه درکړل شي!
دا وړ پوښتنه او لـه رئيس څخه د يوه سندرغاړي، د پېژندګلوۍ هڅه، يو غيرمعياري او ناوړه، همدغه راز په ژورناليزم کې لـه توقع خلاف کار دی. ځکه په جدي او ورځنيو مسايلو کې دغه ډول يو اقدام ناوړه هڅه ګڼل کېږي، چې دغه کار يوه لويه نيمګړتيا هم ده، که چېرې ذوقي او هنري مسئلـه وای، يا لـه کوم سندرغاړي، د سندرو لـه کمپوزر، شاعر يا د موسيقۍ لـه بل اړوند کس سره مرکه کېدای، بيا به دغه پوښتنه کوم عيب نه ګڼل کېده.
کلـه چې لـه چارواکو سره مرکه کېږي او د هغه نظر غوښتل کېږي، بايد د هغه دريځ، د راډيو تګلار- کړنلار، همدا شان د خلکو غوښتنې هم په پام کې ونيول شي، يو خبريال چې کلـه د سټوډيو د مايک شا ته کښېني، نه يوازې د خپل ځان، بلکې د خپل هېواد، خلکو او اخر د ټولې نړۍ په وړاندې وجداني مسئوليت لري.
خبريال بايد يو دريځ ولري:
د خبريال لـه دريځ څخه مو موخه هغه موقف دی، چې يو خبريال يې د پېښو په وړاندې لري. په زياتو مسايلو کې واکمن دولت هڅه کوي، خپلـه پاليسي او روحيه غښتلې وښيي، هر دولت، ان د خپل زوال په وخت کې هم، پر خپلې کمزورۍ او ماتې اقرار نه کوي، بلکې هر ډول چې کېږي، د خپلو پلويانو او هملارو روحيه اوچته ساتي. په دې برخه کې لـه ډلـه ييزو رسنيو: ورځپاڼو، راډيو، ټلوېزيون او انټرنټ څخه کار اخلي. خو حقيقت چې هر څنګه وي، خلکو ته به څرګند شي.
که په يوه ځای کې د دولتي چارواکو لـه خوا بمباري کېږي او زيات عام وګړي په دې پېښه کې وژل کېږي، که خبريال سيمې ته ورځي او دا هرڅه په سترګو ويني او دی مايک خولې ته نيسي او دا هر څه ټکي په ټکي بيانوي، دا په حقيقت کې يو بشپړ رپوټ (ګزارش) نه دی، بلکې په دغسې حالاتو کې ډېر احتياط په کار دی، کېدی شي په يوه خبره د دولتي لوړپوړو چارواکو غوسه راوپارېږي، ځکه چې خبريال که يوازې لـه ځانه ګډ وي او پېښې نقلوي، بايد خپل ګزارشونه، په اسنادو کره او بشپړ کړي او د ده لپاره سند، د نورو سيمه ييزو خلکو او بيا د چارواکو خبرې دي، چې دوی ته بايـد پـه خپـل ګـزارش کې د هـر اړخ په اړه نظر ورکړي. وروسته دې خبريال دا مرکې سره وتړي او يو ګزارش دې ترې جوړ کړي. خو که چېرې په سيمه کې څوک نه پيدا کېده، بيا دې هم لـه نژدې سيمه ييزو خلکو څخه جريان وپوښتي او ځان دې خبر کړي.
لـه بده مرغه چې نن سبا لـه ډېرو نړيوالو راډيوګانو څخه نامعياري او لـه اسنادو تش ګزارشونه خپرېږي، چې امکان لري، په دې کار سره خبريالان نور هم لټ شي او لـه جديت او پرلـه پسې هڅو اوږه تشه کړي.
کلـه چې د دغسې پېښو په اړه د چارواکو نظر غوښتل کېږي، هغوی به خامخا غلطي د بل چا ګڼي او د ځينو کارونو مسئوليت به په غاړه نه اخلي، که خبريال په هرڅه خبر وي او د دولتي چارواکو لـه خولې څخه دروغ اوري او دی بيا هم پر خپلې پوښتنې او څېړنې زيات ټينګار وکړي، ښايي د دولت قهر او غوسه راوپاروي. په دغسې حالاتو کې بلـه چاره نه شته، بايد د چارواکو نظر هماغسې خپور شي، خو د عام ولس نظريه دې هم راواخيستل شي او د ګزارش انډول دې سره برابر کړل شي. يانې ولس ته دې زياته ونډه ورکړل شي.
لـه بده مرغه په دولتي راډيوګانو کې د مطبوعاتو ازادۍ ته پاملرنه نه کېږي، د عام ولس ونډه په کې لـه پامه غورځول شوې ده، که يوه پېښه کېږي، پړه يې خامخا پر تېر حکومت، يا دښمن اچول کېږي او دومره چې په خپلـه چارواکي ځانونه په پېښو کې بېګناه ګڼي، عام ولس دومره بې قصوره نه ګڼي.
دلته د خبريال او پروډيوسر لاس هم پراخ نه وي، نه شي کولای، سمه او بشپړه څېړنه وکړي، ځکه چې مخې ته يې د دولتي پاليسۍ او سياسي حساسيتونو پولې پرتې دي. که چېرې يو بشپړ او حقيقت ته نژدې ګزارش برابر هم کړي، د سانسور تر پړاوه نه تېرېږي. خامخا به د دولت پاليسي او د چارواکو بېګناه ثابتول په کې په پام کې نيول کېږي.
خو اوس زياتې غيردولتي راډيوګانې شته، چې د بهرنيو انجوګانو لـه خوا اکمالېږي. دغه راډيوګانې د عام ولس د نظر رااړولو لپاره داسې رپوټونه او مرکې هم خپروي، چې د پانګه ورکوونکي يا هغه هېواد پرضد وي، چې دغه راډيو يې پر پښو درولې ده، لـه همدې کبلـه بهرنۍ راډيوګانې زيات اورېدونکي لري. دا وخت خلک حقيقت ته زيات ارزښت ورکوي او هغه راډيو چې د حقيقت په خپرولو کې صرفه نه کوي، خلکو ته زياتې نژدې او محبوبې وي.