مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حج (مسئلې او مشورې)- محمد يعقوب شرافت

محمد يعقوب شرافت

 

د کوچني حج :
دکوچني لپاره به نژدې خپلوان احرام تړي خپل به يې دطواف په ګډون دهغه لپاره دحج ټول افعال سرته رسوي يواځې دهغه لپاره داحرام او طواف لمونځونه نشي کولاى .
خپل به يې کوښښ کوي چې داحرام په وخت کې کوچنى هم داحرام دمحرماتوڅخه وساتي که چيرته کوچنى کوم جنايت وکړي هيڅ ډول جزاء او دم پرې نشته دى .
خپل به هغه دطواف لپاره حرم شريف ته وړي او طواف به پرې کوي سعي به هم پرې کوي عرفات، مزدلفه اومنى کې هم دلويانو په څېر حکم لري خپل به يې دده لپاره قرباني هم کوي ددې لپاره چې کوچنى شيطانان نشي ويشتلاى خپل به يې دهغه لپاره ولي .
که چيرته کوچنى دومره غټ ؤ چې دا ټول افعال يې په خپله کولاى شول نو خپل يې دده لپاره دکولو واک نلري که ددې ډول کوچني څخه هم جنايت وشو کومه جزاء اودم پرې نه لازمېږي په دې بايدټول پوه شو چې دکوچني (صغير) حج دهغه څخه دبلوغ پرمهال دفرضيت په صورت کې مجراء کېدلاى نشي .

د مدينې منورې په لور
معلم د خپل ټاکلي پروګرام سره سم حاجيان په موټرو کې سپروي او د مدينې منورې په لور ئې استوي. دا لار څه دپاسه څلور سوه کيلومتره ده چې پراخه دشتې لري. کله چې د حاجي سترګې د مدينې منورې د حرم په منارو ولګېږي نو بايد په بار بار درودِ شريف ووائي. او هره شېبه بايد دا فکر وکړي چې څوک او چرته روان دى.

مرحوم محمد امين صاحب ښه ويلي:
زړګيه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده
حضرت پرې ايښي قدمونه دومره خواره نه ده
حاجيان مدينې منورې ته له رسېدو وروسته خپلو هستوګنځيو ته بيول کېږي او له هغې وروسته حاجيان بايد په ډېر درناوي اواحترام د رسول کريم  صلى الله عليه وسلم  زيارت ته ورشي.

د روضې زيارت :
هر مسلمان په زړه کې دا هيله او ارزو لري چې دخپل پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم د پاکې روضې زيارت وکړي او د هغه د زيارت په کولو سره څه ناڅه خپله تنده ماته کړي نو همدا وجه ده کله چې حاجيان مدينې منورې ته ورسيږي نو په ډير تلوار سره کوښښ کوي چې د نبي کريم صلي الله عليه وسلم روضې ته ورشي او د هغه د روضې زيارت وکړي .
حاجي بايد اودس ولري او په ډير احترام او درناوي سره په داسي حال کې چې درود شريف به وايي د اسلام د سپيڅلي پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم زيارت ته ورشي او هلته ډير په احترام او عاجزۍ د رسول الله صلي الله عليه وسلم روضې ته مخامخ ودريږي ، درود او دعا ګانې ولولي خپل ځان ، مور او پلار ، د نړۍ مسلمانانو او په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمانانو ته د خير ، برکت او برياليتوب دعاګانې وکړي.

 د ابوبکرن الصديق او حضرت عمر بن الخطاب قبرونه هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم د قبر سره ډير نژدې دي ، حاجي بايد د رسول کريم  صلى الله عليه وسلم  د زيارت څخه وروسته بايد په همدې ډول د دې دواړو په زيارتونو هم مشرف شي.
په مدينه منوره کې د جنة البقيع هديره چې هلته د حضرت عثمان (رض) او حضرت عباس (رض) په ګډون د يو شمېر صحابه و، د رسول کريم  صلى الله عليه وسلم  د بيبيانو (رض)، د هغه د اولاد(رض) او يو شمېر نورو نېکو اسلافو قبرونه شته دى د حرم شريف سره نژدې موقعيت لري چې ورتلل ورته لازم دي. د سعودي حکومت عموماً د مازيګر د لمانځه څخه وروسته حاجيانو ته د هديرې دروازې پرانيزي او د زيارت اجازه ورکوي خو ډېر متوجه اوسۍ چې هرځاى زيارتونه په شرعي طريقه سره وکړۍ نه خو زيارتونه  مچي کړۍ اونه يې خاورې ځان پورې ومږۍ .
په مدينه منوره کې بل اهم او تاريخي ځاى "اُحد" دى چې هلته رسول کريم  صلى الله عليه وسلم  په خپله د کفارو پر ضد غزا کړې او غاښ مبارک ئې پکې شهيد شوى دى. هلته د حضرت حمزه (رض) په ګډون د يو شمېر صحابه و قبرونه شته داحد غره ته مخامخ هغه ځاى چې "جبل رماة" يې بولي اوس ديوې کوچنۍ لوړي په توګه وجود لري ،  د دې شهيدانو قبرونه داحداو جبل رماة ترمنځ ميداني کې موجود دى چې ديوال ترېنه چاپير شوې او خلک يې له بهر څخه زيارت کوي .

مسجد قباء هغه مسجد دى چې رسول الله  صلى الله عليه وسلم  مدينې منورې ته له رسېدو وروسته لومړى جوړ کړى دى. دې مسجد کې لمونځ کول هم ضروري دي. او که امکان ولري هلته نژدې مسجدِ جمعه ته هم ولاړ شئ.
مسجدِ ذى القبلتين هم په مدينه منوره کې واقع دى. دا هغه مسجد دى چې هلته د لمانځه پر مهال په رسول کريم  صلى الله عليه وسلم  وحى نازله شوه چې لدې وروسته مسجدِ اقصى (بيت المقدس) ته نه ، بلکې د بيت الله شريف په لور لمونځونه کوئ. او رسول کريم  صلى الله عليه وسلم  په لمانځه کې د مسجدِ اقصى څخه بيت الله شريف ته مخ وګرځاوه.

"مساجدِ سبعه" چې د خندق د غزا پر مهال د مورچلو حېثيت درلود په مدينه منوره کې موقعيت لري. حاجيان کوښښ کوي چې هلته هم ورشي خو که څوک هلته لاړ نشي هيڅ ګناه نشته.
لنډه دا چې په مدينه منوره کې ډېر تاريخي ځايونه شته. که امکان ولري نو کتل يې ښه دي.
هر حاجي په مدينه منوره کې لږ ترلږه اته شپې تېروي چې ټول فرضي لمونځونه يې څلوېښتو ته رسېږي. د يو حديث شريف په مضمون کې راځي څوک چې په پرله پسې توګه څلوېښت لمونځونه په نبوي حرم کې ادا کړي نو ګناهونه يې توئېږي. چې په همدې اساس حاجي بايد متوجه اوسئ چې ټول فرضي لمونځونه په حرم شريف کې په جماعت سره ادا کړي.

يوه خبره چې زه ئې بيا يادول ضرور ګڼم هغه دا چې حاجي بايد په مدينه منوره کې په بار بار درودِ شريف ووائي.
کوم حاجيان چې د حج څخه وروسته مدينې منورې ته ځي کولاى شي چې هلته د خپل کور او دوستانو دپاره تحفې او هديې واخلي. د مدينې منورې ساحه د مکې مکرمې په نسبت شنه او ډېره پراخه ده. لوى خداى جل جلاله دې د ټولو حاجيانو حج مقبول او مبرور وګرځوي .آمين

و صلى الله تعالى على خير خلقه محمد وعلى اله اصحابه اجمعين .
(09-11-2007)
--------------------------------------------------------------------------------
[1] - الفقه على المذاهب الاربعة –ج اول –ص - 658

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery