دخپریدو نیټه : 2012-01-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دکامي والسوالۍ عواید به ۱۴ میلونو ډالرو ته ورسیږي
میرویس رحماني
په راتلونکي اوه ٧ کلونو کي به دننګرهار دکامي ولسوالي په عوايدو ١٤ ميلونه ډالرزياتوالي راشي
دغه خبري د کرني او مالداري وزيرمحمد اصف رحيمي په ننګرهار کي پينځو ميلونو ډالرو په ارزښت دکامي په ولسوالي کي دچرکوړو يوي پروژه دانکلستان هيوادله يوي کمپني سره قراردادلاسليک پرمهال وکړی
دننګرهارد کامي په ولسوالي کي دګرني وزارت لخوا دپنځو ميلونو ډالرو په ارزښت دچرکوړ دساتني او توليد يوه پروژه دانکلستان هيواد له يوي کمپني سره په ننګرهار کي لاسليک کړ ددغي پروزي کاربۀ دري کاله او شپږو مياشتو بشپړ شي چي چرکانو هرډول توليد ظرفيت به لري
دکرني وزير وويل چي ددغي مرکزونو په پرانستلو سره به دکامي شاوخوا دوو لکو خلکو دژوند به ورسره بدلون ومومي رحيمي وويل چي په دغو مرکزونو به دسیمي دزو تنو ښځينو په کډون۱۱۴۵ يو لس سوه او پنځه څلويښت زره کسان په دوامداره توکه به په دندو وکمارل شي
په همدي حال کي دننګرهار والي کل اغا شيرزي دګرني وزيرته يو شمير وړانديزونه وکړل دننګرهار والي وويل چي دننګرهار کانال ته توجو وشي دننګرهار ګروندکرو ته دي کافي اندازه تخم ، او زرعتي ماشين الات ورکړل شي
ننګرهار چي دهيواد په ګچه يو زراعتي ولايت ګڼل کيږي په دي وروستيوکي يي يو شمير زراعتي ځمکي دزور واکو لخوا غضب شوي دي چي دسيمي خلک يي په ويره کي اچولي