مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-23   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار : د نادرافشار د تاريخي کلا نښي د له منځه تلو په حال کي دي .

benawa afghanistan
د بينوا همکار : احمد لودين

په کندهار کې د ملاشال د احمدشاهي عصر د مسجد  تر نړيدو وروسته ، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د نادرافشار د وخت د کلا پاتي نښي له منځه وړل کيږي  او تيره ورځ يې يوه برخه  يوه ځايي اوسيدونکي د لوډر پواسطه له منځه وړې ده .
ځايي مسوولين وايې ، چې دا سيمه د تاريخي ابدي په نوم نه ده ورسره ثبت  ، بلخوا  موږ   داسي اسناد  تر لاسه کړي دي  چې دا تاريخي سيمه د کادستر رياست د اطلاعاتو او کلتور رياست ته   تثبيت کړي   او  ور وپيژندلې ده . 
نادر افشار ، چې درې سوه کله مخکي يې د هوتکيانو واکمني  له منځه يووړل او واک  ته ورسيد  ،  د نادر اباد په نوم يې  نوی ښار ودان کړ ،  دلته يې په ۱۱۵۰ هجري قمري کال يوه نظامي کلا جوړه کړل ، تاريخ ليکونکي وايې ، چې  لوی احمدشابابا د تاجپوشۍ مراسم د همدي کلا تر منځ د شيرسرخ بابا په زيارت کي تر سره کړل او د سلطنت تر لسم کال پوري په همدي ښار کې اوسيدی ، چې وروسته يې نوی ښار جوړ کړ او نادر اباد يي له منځه يووړ ، اوس هم د  نادراباد د تاريخي ښار څو خټين ديوالونه د نښي په توګه پاتي دي ، چې د له منځه تلو په حال کي دي .
د کلا دا ديوالونه له ورايه ښکاري  ، چې د شيرسرخ بابا پر زيارت راګرځيدلي او شاوخوا سيمه يې غصب او کورونه پر جوړ سوي دي .
د عبدالودود په نوم ځايي اوسيدونکي هم  تيره ورځ د دې تاريخي نښو يوه څنډه نړولې او خاوره يې ترې وړي ده ، نوموړی خپله پر دي خبره اعتراف کوي او د عرفي قبالي ادعا هم کوي .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال وايې ، چې ياده سيمه د تاريخي ابدي په نوم نه ده ورسره ثبت ، نوموړی وايې چې د نادر اباد کلا لسګونه کلونه مخکي له منځه تللې ده  ، هغه وايې چې ولاړي خټيني ودانۍ څلويښت کاله مخکي جوړي سوي دي  ، چې تاريخي قدامت نه لري  ،خو  د نادراباد د تاريخي ښار  د يو څه نښو د پاتي کيدو خبره مني .
بلخوا ځايي اوسيدونکي د دې سيمي شرعي قباله نه لري او خبريالانو ته يوازي عرفي قبالي ښيي  ، موږ ته داسي اسناد په لاس راغلي دي ، چې ځمکه دولتي ده او د کادستر رياست له لوري  د درې اعشاريه پنځه جريبه  په اندازه تثبيت سوې  او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته    ور پيژندل سوې ده  .
په کندهار کې د تاريخي ځايونو د له منځه وړلو لړۍ خورا چټکه سوې ده او د تيرو دوو مياشتو پر مهال په زاړه ښار کې د مقدوني سکندر د دور  د نارنج په نوم د تاريخي ودانۍ د ځمکي غصب او د تاريخي توکو پلټل ،  د کندهار ښار په لمړۍ ناحيه کې د احمدشابابا کور ته څيرمه د احمدشاهي عصر د مسجد  د له منځه وړل او دا دی په تازه پيښه کې د نادر افشار د تاريخي ښار  ( نادراباد ) د پاتي نښو ورانول يې بيلګي يادولای سو .
له دا ډول تاريخي ورانيو څخه بريښي  ، چې ولايتي اداره د تاريخي ابداتو د ساتني دپاره هيڅ راز  هڅه نه کوي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery