مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په میوند کي درې زره کلنه تاریخي کلا په بلدوزرو ورانیږي !

خالد هادي

شنه کلا چي نړیوال تاریخ لیکونکي ئې د میوند سکندریه کلا بولي  او د سکندر المقدوني په وختوکي دکندهار دمیوند په  دښته کي ۳۰۰۰ کاله وړاندي اباده سوې وه .
دغه تاریخي  کلا چي لوړ برجونه لري د اوسني میوند بازار څخه نژدی یونیم کیلومتره غرب پلو دمزرې کاریز په غاړه په څه باندي اته کیلومتره مربع مځکه باندي ولاړه ده چي تر اوسه ئې هغه خپل تاریخ برم پر خای پاته وو
په دغه کلا کي د طالبانو په وخت کي   ځیني کیندي هم وسې  چي وروسته بیا بندي سوې او په خوا کي د طالبانو مشر ملا محمد عمر د خپل کور لپاره یو لویه څلور دیوالي هم راتاو کړه . 
 به ۲۰۰۶ کال کي په دغه کلا کي امریکایي پوځیانو ځانته قرارګاه جوړه کړه او تر ۲۰۱۳ کاله پوري په دې کلا کي زښتي زیاتي کیندني د امریکایانو لخوا سوي دي .

اوس اوس سکندریه  یا په محلي عبارت شنه کلا په میوند کي د میشتو محلي پولیسو  یا ایل پی ای مرکز ګرځیدلی دی او هره ورځ په دغه تاریخي کلا کي د بیلدوزرو  په واسطه  پوستې او خزې جوړوي

دغه تاریخي ورانی په کندهار کي د تاریخي ابداتو د ورانولو د سلسلې یو بله کړۍ ده چي په دې ورستیو کي ئې زښت زیات زور اخستی دي  او ولایتي اداره ئې په ساتنه کي  نه یوازي پاته راغلې ده بلکې په ورانولو کي ئې هم همکاره پاته سوې ده .
تیره میاشت په کندهار ښار کي د شال مولوي صاحب  مسجد چي د ستر احمدشاه ابدالي همزمانه و د کندهار ښاروالی په امر د یو تجار لخوا ونړول سو چي تر نړیدو یوه میاشت وروسته ئې ما ( خالد هادي ) جزیات مطبوعاتو ته راویستل  او بیا خپله دکندهار ښاروالي نه یوازي په خپل امر منکره سول بلکې ددغه مسجد په شهیدولو ئې پوره ځان ناخبره ښوده ان د اطلاعاتو کلتور ریس خو دغه مسجد د ۷۰ کالو په عمر سره یاد کړ .
تر هغه یوه اوونۍ وروسته په کندهار کي د شیرسورخ بابا د تاریخي مزار په احاطه کي  د تاریخي کندهار د نادراباد ښارد دیوالونو پاته نښي چي تر ۳۰۰ کالو زوړ تاریخ لري د ځائې خلکو لخوا نړیدلی  او دشیرسورخ بابا د زیارت په احاطه کي ئې کورونه جوړول نو ولایتي ادرې نه یوازي چي ددې کار مخه ئې نده نیولې بکلې دغه تاریخي دیوالونه  یوازي د څلویشت کلونو په عمر یاد کړل .

د کندهار ولایتي اداره ددغه تاریخي ابداتو د عمرونو په کمولو سره د خپلي بې کفایتی د پتولو کوښښ کوي خو په اصل کي د خپل تاریخ  او ابداتو سره ستره جفا کوي ددوی دغه خبري چي مطبوعاتو ته ئې کوي  په راتلونکي کي د نورو تاریخ لیکونکولپاره د ریفرنس یو منبه ګرځیدلی سي چي دا په خپله یو ملي خیانت دی

زه په نړۍ کي خواره د کندهار په هغه منورینو او څېړونکو ږغ کوم چي ولي مو پر خولو د سکوت مهر وهل سوي دی او د خپل تاریخ ورانیو ته یوازي د والي سره د انډیوالی ، همصنفيتوب ، خپلوی او نورو دلایلو له وجي خړي  سترګي نیولي پاته یاست  ؟؟؟
ایا ستاسو دغه چپتیا به د راتلونکو نسلونو لپاره د هغوی د تاریخي ابداتو په ورانیو کي یو جفا او خیانت ونه شمیرل سي  ؟؟؟ 
زه دا نه وایم چي د خپلو اړیکو له ویري پر والي لیکني وکړي بلکي زه ستاسو مسولیت غواړم چي خپل ږغ راپورته کړی او دتاریخي ابداتو د ورانیو يه مخنیوي کي مرسته وکړی  !

دکندهاري  منورینو د راویښېدو په هیله 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery