دخپریدو نیټه : 2015-05-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
عزیزالله واصفي وفات سو - د استاد محمد معصوم هوتک لیکنه
محمدمعصوم هوتک
انالله واناالیه راجعون
ارواښاد عزیزالله خان واصفي دکندهارله منلو او وتلو مشرانو او سیاسیونوڅخه وو چي د۲۰۱۵ ع کال دمې پر دوهمه دشنبې په ورځ ماځیگر په کندهارکي وفات سو. دیادوني وړ ده چي ارواښادپه همدغه ورځ تر وفات څلورساعته دمخه دامریکاله متحده ایالاتوڅخه په ناروغه تن کندهارته رسېدلی اودوطن غېږي ته ئې ځان رسولی وو.
دارواښادعزیزالله خان واصفي کورنۍ دافغانستان په سیاسي تاریخ کي دنامه څښتنان شخصیتونه درلودلي دي او ټول ئې دسرښندونکو ملي مبارزینوپه نامه پېژندل سوي دي . ددوی دکورنۍ دمشر نیکه زین العابدین الکوزی پلرنۍ مېنه دکندهار ولایت دارغسان اولسوالۍ په بالاژړه کي وه او مشران ئې وروسته دکندهار ښارته راغلي او همدلته دالکوزوپه کوڅه کي میشت سوي ول. دزین العابدین الکوزي د دوو زامنو(آزادخان او محمدعظیم خان) اولاده ټول دعلم وفضل څښتنان او دافغانستان په ملي خوځښتونوکي دسر خلک ول. دآزادخان الکوزي زوی مولوي احمدجان چي په (تاجر) سره مشهور وو، دامیر عبدالرحمن خان دپاچهۍ پروخت په کابل کي اوسېدئ اودخپل عصر له وتلوعالمانو په ډله داحترام وړشخصیت وو. امیر ورته په درنه سترگه کتله مولوي احمدجان داساس القضاة په نامه درونداثر د همدغه امیرپه غوښتنه کښلی دئ . اساس القضاة په ۱۳۰۳هـ ق کال دصفرالمظفرپر یوولسمه دکابل دارالسلطنة په مطبعه کي چاپ سوی دئ. دنسخې خطاط ئې میرزاعبدالرزاق دهلوي دئ. ددغه کتاب له لوستلوڅخه څوک دمولوي احمدجان تاجر دعلم اوپه قضايي چارو کي دشریعت داحکاموپه باب دهغه دتبحراندازه لگولای سي. مولوي احمدجان تاجر په فارسي ژبه شعر هم وایه او مردف دېوان ئې درلود چي اوس لږ موندل کېږي. قاري عبدالله خان ملک الشعراء د ارواښادتاجرله قلمي دېوان څخه یو اوږدنظم دکابل مجلې ددوهم کال په یوولسمه گڼه ( ۳۹ مخ) خپورکړی دئ چي " منتخبات نفیسه" عنوان ئې ورته ټاکلی دئ. ددغه نظم چي دحق سبحان عزوجل په حمد کي ویل سوی دئ، دسر څوبیته داسي دي :
ای ز جود تو گنبد خضرا
ذره نور تو رسیده به خور
قطره یافت بحر از کرمت
از شمیم تلطف عامت
کرد پیدا ، ز جلوه نورت
نفخه ناز روح پاک تو یافت
نیست موجوددرزمین وزمان
یک وجودی وگونه گونه شدی
متجلی شدی بکسوت خاک
گاه گشتی سوار ناقه ناز
گه زدی جامه صبوری چاک
................................ بی ستون و طنابها برپا
شد ضیابخش خطه غبرا
که زند موج لؤلؤ لالا
شد معطر دماغ باد صبا
موسی آسمان ید بیضا
شد شفابخش مقدم عیسا
غیر ذاتت بدیده بینا
جلوه گر در مرائی اشیا
یافتی نام آدم و حوا
بنشستی به هودج لیلا
همچو مجنون بعالم سودا
.......................................
(الخ)
دمولوي احمدجان تاجر درې زامن ( مولوی محمدسرورخان واصف، سعدالله خان او عبدالرحمن خان)او یو وراره عبدالقیوم خان په افغانستان کي دلومړي مشروطیت دمخکښانوڅخه ول او مولوي واصف،سعدالله خان او عبدالقیوم خان د وخت دامیر،سراج الملة والدین په حکم دوطندوستۍ په تورپه توپ کي والوزول سول او عبدالرحمن خان په ۱۳۲۷ هـ ق کي دشیرپورزندان ته واچول سو اوهورې وفات سو. دشهادت پروخت دمولوي واصف له خولې هغه ویل سوې رباعي چي توپ ته دتړلوپروخت ئې ویلي وه،ترننه لاهم دوطنپالومبارزینو د قربانۍ له پاره دالهام منصوري چیغه ده .
روزیکه شــــــوداذالسماء فطرت
وندرپی آن اذالنجـــــــــوم کدرت
من دامن توبگیرم اندرعرصات
گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتلت
مولوي واصف په پښتواوفارسي شعر وایه او یوکتاب ئې د(تاریخ ادریسیان وحمودیان وموحدین افریقای شمالی) ئې له عربي څخه ترجمه کړی دئ چي علامه رشادئې خطي نسخه دافغانستان په ملي آرشیف کي راښیي.(پښتانه مصنفین ــ دریم ټوک ــ ۱۰۲ مخ ــ ناچاپ)
دمولوي واصف په کورنۍ کي متاخر ملي اوسیاسي شخصیت عزیزالله خان واصفي وو چي دمولوي واصف په اولاده کي د عبدالرشیدخان الکوزي زوی وو. عبدالرشیدخان دنادرخان په پاچهي کي دملي شورا معین وو.
واصفي صاحب دادبیاتوپوهنځی لوستی او په کندهارکي دلومړیو کسانو څخه وو چي دافغانستان په سطحه ئې پوهنتوني تحصیلات درلودل. دده نورمعاصرین چي هغوی هم دهمدې پوهنځي څخه فارغ سوي ول، عبدالرحیم هاتف، مدیرصاحب محمدنبي خان محمدي، عبدالباري خان اشنا، عبدالمنان خان او نور ول . واصفي صاحب ډېره پیاوړې حافظه درلوده او پرمسایلوئې دبحث په ترڅ کي دفارسي اوپښتو ادب له کلاسیکو اشعاروڅخه په سوو فردونه له یاده راوړل.
واصفي صاحب په اولسي جرگه ( ملي شورا) کي دوې دورې دکندهار داولس وکالت کړی وو. یووار دارغسان اولسوالۍدوکیل په توگه اوبل واردارغنداب اولسوالۍدوکیل په توگه . په شوراکي ئې له هغه گروپ سره تړاو درلودچي دوطني مسائلوپه باب ئې ملي دریځ درلود.
د واصفي په کورنۍ کي بل ددرناوۍ وړ شخصیت کاکاعبدالرازق واصفي وو چي دکندهارپه معارف کي ئې کلونه کلونه دوطن بچیان دعلم په پساله سینگار کړي ول. کاکا د۲۰۱۴ ع کال داپریل پر لسمه په کراچي ښارکي وفات سو.
ددې کورنۍ وروستی علمي شخصیت ډاکټر نثاراحمدصمددئ چي دقیق څېړونکی،ژباړونکی او لیکوال دئ. اوس په کاناډا (ټورنټو) کي اوسي. دی دحاجي عبدالصمدخان زوی، دغلام احمدخان لمسی، عبدالرحمن خان کړوسی اودمولوي احمدجان تاجرکوسی دئ.
زه ددې لنډي لیکني په پای کي دارواښادعزیزالله واصفي دوفات له اسیته ددوی کورنۍ ته تسلیت وایم اومتوفی ته دمغفرت دوعاکوم.
محمدمعصوم هوتک
آشاوا ــ کاناډا
۳ ــ می ــ ۲۰۱۵ع