مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان او نړيواله جزايې محکمه (س . ببرکزﺉ ځدراڼ )

سراج الحق ببرکزﺉ ځدراڼ - جرمني

 

 د دِنهاګ نړيواله  محکمه

 International Court of Justice , ICJ

 

د ١٩٤٦ کال د اپريل د مياشتې په  ١٨ نيټه  نړيوالې  محکمې خپله لومړنۍ ناسته د هالند په دن هاګ  ښارکې  وکړه .

د نړيوالې محکمي اصول او صلاحيتونه  د ملګرو ملتو په منشور کي تصويب او ټاکل شوي دۍ .

نړيواله محکمه ١٥ قاضيان لري چې دوۍ د مختلفو هيوادونو تابعيت لري . دغه قاضيان د م .م . دملي اسمبلۍ او امنيت شورا له خوا  د پنځه کالو لپاره ټاکل کيږي . د قاضيانو په ټاکلو کي بايدله جغرافيايې پلوه د نړۍ پنځه سيمې  په پام کې ونيول شي . هر دري کاله دريمه برخه قاضيان نوي ټاکل کيږي .

ضيان د دعوې  او پريکړې پرمهال د خپل هيواد استازيتوب نه شي کولۍ .  دوی بايد ناپېي ي او بې پرې پرېکړه وکړي .

نړيواله محکمه د م ګرو ملتو يوه مهمه برخه ده . د م م د قانون تطبيقولو او قضائيه اور ګان  بلل کيږې .

نړيوالي محکمي ته يواځي دولتونه يا حکومتونه  دعوه او يا عارض کېداۍ شي . دغو هيوادونو بايد د م م منشور  په سميت پيژندلي وي . د دوو هيوادونو  په شخړه کې  م م  نړيواله محکمه تر تولو لوړ پوړي اورګان دی  . د م م ټول غړي هيوادونه کولي شي په نړيوالي محکمه کې اپيل وکړي .

 

د نړيوالي محکمي دندې:

الف   . د دوو هيوادونو په کړکيچونو او شخړو کي منځګړتوب کولای شي ، په دې شرط چې دواړه هيوادونه   د م م  دمنځګړتوب غوښتنه وکړي .

ب  .   م م کولي شي په يوه پيژندل شوې جګړه کې د جنګې جرايمو په اړه څيړنه اوپلټنه  وکړي  .

له  ١٩٩٣ کال نه راهيسې  د جنګې جرايمو برخي ته يوه ځانګړي محکمه  ،، د نړيوالوجرايمو محکمه ،، په نوم جوړه شوي ده  چې ټول جنګي جرايم په کې وړاندي کيږې . د بيلګې په توګه له ١٩٩١ کال نه را پد يخوا  د پخواني يوګوسلاويا په جګړه  کي د جنګي جرايمو ترسره کيد نه .

په ١٩٩٤ کال کې د افريقې په روانډا کې  ډله ايزي وژنې يا ولسي عامي وژني په اړه د روانډا  تريبونال څخه يادونه کولۍ   و.

په ١٩٩٤ کال کې د ليبيا او چاد هيوادونو ترمنځه د کلونو کلونو سرحدي شخړه په د ن هاګ کې هواره کړل شوه  .

په ٢٠٠٤ کال کې  اسرائيلو  په  فلسطيني خاوره کې ديوال تېرولو ، چې بيا دغه ديوال  د نړيوالو منلو شويو  قوانينو پر بنسټ  د نړيوا ي محکمي له خوا  غير قانوني اعلان کړل شو . د  دغي فيصلې اج اء او عملې کولو ته د م م امنيت شورا په اکثريت کې پريکړي ته اړه شته . دا کار ناشوني دی ځکه امريکا او د اسرائي و متحدين په امنيت شورا کي لاس بري دي .

نړيوالې م حکمې په دې  ورستيو ٦٠  کالو کې ١٠٠ فيصلې او ٢٥ مسلکي حقوقي نظريې ورکړې  دي .

 

د نړيوالو جګړيزو جرايمو محکمه

 International Criminal Court ,ICC

        

 په ١٩٩٨ کال د جولاي مياشتي په ١٧ نيټه د ايټاليې په پ ازمېنه کې د ١٢٠ مثبتو ، ٧ منفې ،  د  ٢١ ممتنع رائيو په کارولو سره  د م م له خوا  جوړ شوي  د دولتونو کانفرانس کې دغې نړيوالې  محکمې ته  رائي وکړل شوي .

د  ٢٠٠٢ کال د جوﻻی په لومړۍ نيټه د يوې  لويې غونډي په لړ کې ١٨ قاضيانو خپل کار پيل کړ .

 دغه  نړيوال تړون په پيل کې  د ١٠٠ دولتونو له خوا ﻻسليک شو  .

کوفي عنان  ويل  : ( موږ هيله من يو چې دغه محکمه متهمينو ته په سزا ورکولو هغه ق بانيانو ته ، هغو پاتي شويو ته ، هغۍ متضررې  ټولنې ته يوه  تسلي او يا  د  دزړه صبر شې .

موږ هيله کوو چې په راتلونکي کې جګړيزه مجرمين وډار کړو، هغه ورځ به  رانږدي کړو چې هيڅ يو واکمن، هيڅ يو دولت ، هيچ يوه ډله ، هيڅ يو پوځ  په نړۍ کې د بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو سره بې سزا پاتي نه شي) .

ولې  حکومتونو پريکړه وکړه چې يوه نړيواله جګړيزه محکمه جوړه شي او دغه محکمه د نورو محاکمو  څخه توپيرلري ؟

د ١٩٤٥ کال د نوامبر په مياشت کې د دويمي نړيوالي جګړي له  پاۍ ته رسېدو نه شپږ مياشتي  ورسته د جګړي ګټونکو يعني متحد ينو ٢٢ جګ پوړي نازي جرمنيان يې د نوررنبرګ محکمې ته ودرول ،  چې په دغو جرمونو  متهم و.

 و سي عامه  نسل وژنې ، د بشريت پرضد جنايات ، د يرغليزه جګړي پيل .

دا محکمه هماغه وخت تر پوښتني لاندي وه . له يوي خوا دغه جرمونه په هغه وخت کې د قانون په مادو کې  د جزا لاندې نه و، له بلې خوا دغه محکمه د جګړې ګټونکيو يعني متحد ينو له خوا جوړ شوې  وه ،  چې بې پرې او ناپيلي محکمه نه بلل کېده . 

د دويمې نړيوالې جګړې او د نوررنبرګ ، توکيو پوځې تريبونال محاکمو څخه ورسته  د م م ملي اسمبلي دا اړينه وبلله  چې يوه خپلواکه او ناپيلي نړيواله محکمه رامنځته کړي .  په دي وروستيو شلو ، ديرشو کلونو کې د نړۍ په ډيرو برخو کې ولسي عامه وژنې ، نسل وژنه ، توکميزه پاکونه ، جنسي تيري ، جنسي جرايم او د دغي جرمونو متهمين ، مجرمين او مسوولين محکمې ته بايد ودرول شي .

د نړيوالو جرايمو محکمي دندې

١. ډير ناوړه  زړه بوګنونکي  جنايات ، ولسي عامې وژنې يا ډليزې  وژنې .

٢. د بشريت پر ضد جنايا ت .

٣. د يرغليزه جګړې  پيلولو په اړه خپل حکم صادرول .

 د دغوجرمونو مسوول کسان د خپلو جرمونو لپا ه  نړيوالې محکمه ته بايد ودرول  شي .

دغه محکمه له  م م سره د همکاري تړون او ډيری نږدي اړيکي لري  . دغه محکمه د م م جنګي جرايمو تريبونال د پخواني يوګوسلاويا  نړيواله محکمه او د روانډا نړيوالو جزايي محکمي سره توپير لري . ځکه دغه محاکم د م م له خوا د مخصوصو  قضيو او محدود وخت لپاره جوړ شوي وو .

پس له دې  د جګړې مسوؤلين اوهغه خلک چې ولسي خلک د خپلي سيمي نه کډواليو ته مجبوروي ، دغه کسان يا مجرمين د خپل هيواد د ملي استقلاليت ترچتر ﻻندي له جزا څخه نه شي خلاصيدی .

د جګړې مجرمين په هيڅ ځای کې مصؤن او ادمن ځان نشي احساسولای .  پس له دې به د جګړې مجرمين دوه واري فکر وکړي چې خپل پلانونه عملي کړي اوکه نه ؟ په دې بايد وپوهيږي چې د حساب ورځ شته اود  خپلو جرمونو لپاره به خپله مجرم شخصآ محکمې ته دريږي  .

 ولو که ولس او يا د حکومت مشر يا د  ولسي جرګې غړي  هم وي .

همدا اوس په دن  ها ګ کې د اته  بوسنيايي او سربې جنراﻻن  چې يوولس کاله مخکې په جګړيزو جرمونو باندي متهم وو، نړيوالې محکمي ته ودرول شوي دي ، چې دا لړي دوام لري .

 دغه د نړۍ محکمه بايد چي په نړی کې د ترسره شويو جنګي جرايمو لټون وکړي  . د عراق دکتاتور صدام حسين په دغه محکمه کې محاکمه کيدای شي . امريکايان نه غواړي چي صدام په نړيواله محکمه کې محاکمه شې ، له يو خوا  دوی غواړي چې د  دغي محکمي   ډاي کټران په خپله امريکايان اوسي ، له بلې خوا دوی  په خپله  ډاريږ ي چې  پرعراق باندي د يرغليزي جګړي په تو خپله متهم نه شي .

 الف . کوم جرمونه بايد محکمې ته وړاندي شې ؟  

دغې  محکمې ته حکومتونه نه  بلکي يو کس يا سړی چې نړيوالي ټولني د ناوړو ، له  وحشت نه ډ کو جناياتو ، زړه بوګنونکو جرمونو مسوول ګڼلی  وي  ورپيژندل کيږي . دجنګې جرايمو د قانون په  ٨،٧،٦ ، مادو  کې د جرمونو تعريف شوې  دی  . دغه قانون د ٢٠٠١ کال د جولای  مياشتی له لومړۍ  نېټې څخه نافذ او دغه  وخت  څخه   را په دې خوا د جرمونو پلټني کوي .  د م م امنيت شورا لخوا د م م م نشور  د  اووم څپرکې پر بنسټ نړيوالي محکمي ته دپخوانيو ج مونو د  پلټني دنده سپارل  کيداي شي  .

په بله معنا د غې  محکمې ته هغه کسان يا جګړېيزه جرمونه چې پخوا  هم تر سره شوي  وي ،  وړاندي کيږي .

دغې محکمې ته د ترهګرۍ او د مخدره توکيو د  قاچاق جرمونه نه وړاندي کيږي  .

ب .  له  نورو محکمو سره همکاري

ومړيتوب ملي محاکم لري ، نړيواله جګړيزه محکمه هيڅ وخت نشې کولاي چې د ملي محکمي حيثيت پر ځاي کړي . نړيوالي جګړيزې  محکمې  هغه وخت کولې  شي خپل کار پيل کړي ، کله چې يوه ملي محکمه په دې ونه توانيږي او يا نه غواړي خپله عمل وکړي .

يوازي هغه وخت عمل کوي چې يو دولت يا هيواد کې دولتي قضايې سيستم له م نځه تللې وي او يا ډير وخت فعاله نه وي . د بېلګي په توګه لکه په افغانستان کي د عدلي او قضايې اوسني حالات  .

په دې شرايطو کې نړيواله جزايې محکمه رابلل کيداي شي .

د  . کله د نړيوالې محکمې شرايط پوره کيږي چې عمل وکړي ؟

کله چي يو هيواد دغه تړون لاسليک کړي وي . کله چې جنکې جنايت د تړون لاسليک هيواد په خاوره کې تر سره شوي وي  .

 ګونتانامو بِه  زندان

Guantanamo Bay

  ه  شپږسوونه ډير بنديان اټکل له  پنځه څلويښتو  هيوادنو څخه ، چې  دوی د القاعده سازمان  او يا د طالبانو حکومت پوري تړلي کسان دي ، امريکايانو په افغانستان کې او يا نور ځايونو کې نيولي دي . دغه کسان د څلور نيمو کلونو راهيسې د امريکې په پوځي اډه ګونتانامو کې بې  له کوم ثبوته او ثابت جرم ، بي له کوم مدافع وکيل او بي له کومي عدلي قضايې پريکړي څخه په ډير سختو حالاتو کې بنديان دي .  دغو خلکو ته  د ژنيوا کنوانسيون پر بنسټ د جنګي بنديانودريځ په  نه منلو سره ،  ټوله نړيواله ټولنه هک  پک ده ،  دوي په ډير ناوړه  او له  زغم نه په وتلو شرايطو کې ساتل کيږي ، چې د هر بشردوسته انسان غوصه راپاروي  .

د وخت په تيريدو سره له  سلو نه ډير افغانان او نور وګړي بيرته خپلو هيوادو ته وليږد ول شول او يا په بګرام او يا نورو هيوادو کې په همدي شرايطوکې لادرکه ساتل کيږي .

د خوشي شويو بنديانو په منځ  کي   اتلس کلن عمر نه ټيټ  هم کسان  وو ، چې د نيول کيدو پر مهال دوي لا تنکې ځوانان وو .

په حقيقت کې د امريکي دفاع وزارت پنتاګون د بنديانو پيژندنه او دقيقه شميره نه په ډاګه کوي . هر بندي ته د دښمن سرتيري په څير کټل  کيږي او همداسي  چلند ورسره کيږي .

د بوش پر اداره او پنتاګون باندي   ټولي نړۍ ، اروپايي هيوادونو  او اروپايي ولسي جرګي ، م م ، د  بشري حقونو د څار نړيوالي ډلې او داسي نورو سازمانونو  څوڅو واري په کلکه او نيغه ګوتنيوني کړي ، چې دغه په خپل سرجوړ شوي جنګي تريبونال او د پلټني ځاي  بايد وتړل شي .

اروپايې مشرانو د ګوانتانامو د تړلو لپاره پر ولسمشر بوش زور اچاولی دې  .

همدا اوس چې دا کرښي ليکل کيږي د ام يکي ستري محکمي پريکړه وکړه چې دغه جنګي تريبونال د امريکي اساسي قانون مغاير، د ژنيو کنوانسيون مخالف دی او ورسره يې  دغه زندان غير قانوني  اعلان کړ .

د بوش ادارې  او امريکي ته د ستري محکمي د دغي پريکړي په او يدو، د ترهګري پرضد جګړه کي ستره ماتې په برخه شوې   او پنتاګون د ستري محکمي تر ف ار ﻻندي راغلی دی  . د امريکايانو  دغه عمل د نړۍ په قضايې عدالت کې يو تور داغ پاتی شو .

دنړيوال سور صليب کم يټې او د بشري حقوقو سازمانونو څووارې هڅه وکړه چې د بوش حکومت  د ژنيوکنوانسيون  له  سر غړونې څخه راوګرځوي  . اوس د بوش حکومت په سپتمبر کې  د ولسې جرګې په ټاکنوکې د واک بدلون وينې او احساس وي  او غواړي چې د جنګې جرايمو قانون نوی تعريف کړي ، چې د خپل حکومت دد فتر ميزونو ترشا ناست مجرمين له  نړيوالې جزايي پلټنې او محاکمو څخه وژغوري  .

امريکايانو ته جګړه يو نورمال حالت دی . د امريکې په تاريخ کې يو کال بې له جګړي نه شو موندلي .

د سروپوستو ( هنديانه ) د له منځه وړلو جګړي ، په لاتينه امريکا کې د سي ای اې  جزايي پلټني ، په دوو نړيوالو جګړو کې برخه اخيستنه ، د ويتنام جګړه ، بيا د جليج جګړې ، د يوګوس اويا جګړه ، او د افغانستان جګړې يادولای  شو . امريکايانو د دويمي نړيوالي  جګړې څخه را په د ې خواد دريوسوو نه ډيرو وسلوالو شخړو کې برخه اخيستې ده .

په ډيروشخړو کې  يې د  بشر نړيوال قانون  مات او تر پښًو لاندې کړی  دی  . تر سره شوي اعمال د بشريت پرضد جنايات دي  .

امريکي د نړيوالوجزايې محکمې په ب خه کې ځان کوڼ او کوږ اچولی دی . واشنګتن د دن  هاګ تريبونال ته په ډيره  شکې سترګه ګوري او په خپله  هيڅ  ډاډمن نه  دي چې نړيوال بشري قانون او مقررات ومني او پلي  يې کړي .  متحده ايالات  خپلو سرتيرو ته او د خپلو  پوځي عملياتو لپاره نړيوال مصؤونيت غواړي . په بل عبارت  هر دول وهلو ټکو و ته ازاد ليسنس غواړي . که داسي نه شي بيا امريکايان په بوسنيا کې د م م په پوځي عملياتو باندي بنديزونه لګوي  .

( پاته په دوهمه برخه کي )

د ويبپاڼي يادونه : په بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو کاپي او بياخپرېدل يوازي د ويبپاڼي دادارې دموافقې ترلاسه کولو وروسته جواز لري ، دبيا خپرېدا پر وخت د بېنوا ويبپاڼي پوره نوم يادول ضروري دي !

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery