دخپریدو نیټه : 2006-09-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په کابل کښي بايدپښتوژبي ښوونځي تاسيس سي
ولي شاه طبيب
/کندهار
ولي شاه طبيب /کندهار
هر ما شوم حق لري
چه په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي .داچه بياهم په کابل کښي ټولي ښوونځي په دري ژبه دي ډيردخفګان اوخواشيني ځای دی .
يو وخت چه په کابل کښي دخوشحال خان خټک او رحمن بابا دوي ليسي فعاله وي اوس هغه هم نه سته .کله چه موږ دپښتوژبي
ښوونځيو غوښتنه کوو نودادټولوپښتنوماشومانو فطري ،بشري اومدني حقوقويادونه ده.
دطبي پلوه کله چه ماشوم
مجبوره کيږي چه په بله ژبه زده کړه وکړي ،نود ماشوم پردماغ باندي ډير منفي اغيزي پريوزي اودماشوم ټوله پامل
نه دنااشنا ژبي لورته اوړي اود ټولګي ودرسوته دومره پاملرنه نه کوي ،دبل پلوه په ټولګي کښي ما شوم دفارسي
ويونکو دريشخند څخه په ويره کښي وي چه خدای مه کړه کومه خبره ګډه وډه ونکړي او دفارسي ژبو دخندا او پوزخند وړ
ونه ګرزي ، نو له دي جهته ماشوم خپل ټول فکري قوت دژبي زده کړي ته دمجبوريت له مخي متوجه کوي ، او دوه لوي
زيانونه يي په برخه کيږي يوخوداچه خپله مورنۍ ژبه یی کرارکرار په فارسي ژبه بدليږي اوبل دزده کړي څخه وروسته
پاته راځي . ددي خبري دثبوت لپاره دسترګوليدلی حال تاسوته کټ مټ بيانوم . زمايوډير نژدي دوست چه په کابل کښي
اوسيدی ميلمه کړی وم ، زما دادوست اوميرمن يي هغه دخلکو خبره دواړه سوچه پښتانه وه . کله چه ددوست دکورزنګ مي
وواهه نو دهغه ماشوم بچي ددروازي له شا راږغ کړه کيست ، دروازه يي راخلاصه کړه اوپلار يي هم راورسيد دروغبړ
په حال کښي مي خبره ترغوږ ورتيره کړه ،هغه بيچاره وويل چه په کور کښي ټول پښتو خبري کوي ،خوداټول دښوونځي
اغيزه ده ، اوداخبره سل په سل کښي رشتيا ده چه دښوونځي چاپيريال ډيره اغيزه لري .موږبه ډير خوشحاله سو چه زم
وږماشومان دري ،ازبکي يانوري ژبي زده کړي خوپه دي شرط چه خپله مورنۍ ژبه هيره نه کړي. اوښوونځي هغه چاپيريا ل
دی چه د ماشوم ژبه ډير ژر اړوي
دافغانستان داساسي قانون ۴۳ مادي اخري بند داسي وايي چه :اودمورنيوژبو
دتدريس لپاره په هغوسيموکښي چه پري خبري کيږي لاره هواره کړي :
اميد لرم زموږ دري ژبي وروڼه دادتعصب پ
وته کش نه کړي ، اوواقعيتونه په خلاص تندی قبول کړي ،زه اوس هم په ډير روان ډول په دري ژبه خبري او ليک کوم .
يعني د تعصب له مخي هيڅ خبره مطرح نده ،که چيري يوازبک ياترکمن ورور دخپلي سيمي لپاره همداسي غوښتنه وکړي
دهغه حق دی
موږلومړی دکابل اوسيدونکو پښتنو څخه هيله کوو چه څه راژوندي سي دخپلي حقه غوښتني لپاره په
سړه سينه او ثابتوګامونوسره کاروکړي . دښووني اوروزني وزارت وهڅوي چه نوموړي ستونزي ته پاملرنه وکړي او نوم
وړي ستونزي ته مرحلوي پلانونه جوړکړي .
همدارنګه دولسي جرګي وکيل صاحبان وهڅول سي چه نوموړي ستونزه
دخپلي اجندډبرخه وګرزوي . ګرچه بعضي وروڼه به ووايي چه ياره وطن په څه حا ل کښي دي او تا د پښتو دتدريس مسسله
ااخيستي ده ،دايوستونزه ده او دهري ستونزي لپاره بايد هلي ځلي وسي .