مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


ارمان ارمان خپله وطنه   ~   د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه
ارمان ارمان دی لويه خدايه   ~   چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه
ارمان ارمان سپينې سپوږميه   ~   سلام مې وروړه د همزولو تر کېږديه
ارمان بۀ ډېر راپسې وکړې   ~   بيا بۀ وطن راپسې ګورې نۀ بۀ يمه
ارمان دې نۀ کړي هغه ميندې   ~   چې خپل زامن د وطن لار کې قربان کړينه
اس بۀ مې ولې مستي نۀ کا   ~   چې سفر ته د جانان پۀ لورې ځينه
اسپه دې زين کړه روانېږې   ~   تر غوړاشو څڼو دې مزي ونغښتنه
اسره د خدای او رسول ښه ده   ~   څوک چې اسره د بنده کړي نادان بۀ وينه
اسره مې خدای ته وه بيا تاته   ~   ځواب دې راکړ خپل طالع مې ژړوينه
اسلام کښتۍ کفر درياب دی   ~   شيطان نهنګ دی عالمونه غرقوينه
اسمان او ځمکه بۀ هم نه وي  ~   همېش رژېږي د بوستان ښکلي باغونه
اسمان او ځمکه دواړه ژاړي   ~   چې يو اشنا له بل نه اخلي رخصتونه
اسمان بۀ خود زما پر خوا وي   ~   چې داحمدتر بيرغ لاندې جنګ ته ځمه
اسمان پۀ ستورو ښايسته دی   ~   لکه د پېغلې نجلې غاړه پۀ خالونه
اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي  ~   لکه ليلا چې پۀ مخ ووهي خالونه
اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي   ~   چې ستوري نۀ وي اسمان څۀ ښايست لرينه
اسمان ته څوک ختلي نۀ شي   ~   زۀ د جانان پۀ هوس تلم وروختمه
اسمان ته لار د ختو نشته   ~   عاشق ورخېژي دورېښمو پۀ تارونه
اسمان ته لار دختو نشته   ~   عاشق ورخېژي دمولا پۀ قدرتونه
اسمان ته وګوره چې شين دی   ~   داسې مې زړۀ درپشې شين دی وبه مرمه
اسمان ته لار د ختو نشته  ~   د مځکې سر دې راته بلې لمبې کنه
اسمان دې ژر ژر وګرځينه   ~   چې مې د عمر پاڼه زېړه شي مينه
اسمان زماپۀ نارو شين دی   ~   زړګی مې خوړين دی چې جدا له ياره يمه
اسمان شين خال مې د جانان دی   ~   زۀ يې بورا پرشينکي خال وزر وهمه
اسمان له ستورو غېږې ورکړې   ~   ما له بې پته اشنا لاس نۀ راکوينه
اسمانه پاس سپوږمۍ ته وايه  ~   ناوخته خېژه چې زه موړ پۀ سينه شمه
اسمانه ښۀ باران پرې وکه   ~   يار مې للمې کرلې دي چې اوبۀ شينه
اسمانه درب وهه نړېږه   ~   پۀ ما قيامت دی چې پۀ ټولو قيامت شينه
اسمانه کړنګ وهه رالوېږه   ~   دوستان دې خلاص وي غمازان دې لاندې وينه
اسمانه تنګ وهه ورېږه  ~   يار مې للمې کرلې دي چې پڼه شينه
اسماني تندرشوې جانانه   ~   پۀ ماراپرېوتې ذرې ذرې دې کړمه
اشنا بۀ هلته وفا وکړي   ~   چې دمرګي پۀ لاره واخلي قدمونه
اشناپوښتنې ته مې راشه   ~   ستادهجران پۀ تبه پروت يم مړ بۀ شمه
اشناپۀ خولۀ کې ژبه غواړي   ~   پۀ خونديې نۀ دی خپل قلنګ جاري کوينه
اشناپۀ داسې لمبو وسوم  ~   نه يې لوګی شته نه يې تاوچاته ورځينه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery