مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


اشناپۀ سمه زۀ پۀ سوات يم   ~   سمه دورانه شي چې دواړه سوات ته ځونه
اشناپۀ ماپسې رنځوردی   ~   طبيبان خوشې خپل دارو خاورې کوينه
اشناپۀ نورو ګلو مست دی   ~   دکوټې شاته يې وراسته شول زېړ ګلونه
اشناپۀ تلو کې بېرته ګورې   ~   پۀ پرهاري زړګي مې مالګې دوړوينه
اشناټپوس نسته دباز که   ~   زه کم نصيبه يې پۀ ناسته غولېدمه
اشناچې تلو ماته يې ووې   ~   چې ترقيامته پورې نشته ديدنونه
اشناچې هسې مخ ښکاره کړي   ~   دبېلتانۀ پۀ تياره لمر وخېژوينه
اشناچې ماسره پۀ خولا وی   ~   زه دغمازانو دلمسون څۀ پروا لرمه
اشنادتورلحدبندي شو   ~   ځکه تورتم جهان رڼاراباندې شونه
اشنادبل وطن سړی دی   ~   پۀ تش ديدن بۀ يې زړګی ولې ښۀ کومه
اشنادلارې نه هېرېږي   ~   زۀ بۀ دعمراشناڅنګه هېرومه
اشنادموروپلاره خوږ دی   ~   ځکه مې اوښکې دجانان له غمه ځينه
اشنادې تل خوشاله اوسي   ~   که زماعمروي پۀ غم کې تېر بۀ شينه
اشنادې تل خوشاله اوسي   ~   خېردی که ما غمازان دارته خېژوينه
اشنازماپۀ ژړاخاندي   ~   بې قدره اوښکې مې پۀ مخ څپې وهينه
اشنازماسره پۀ خولا ؤ   ~   پخلااشنارانه بېلتون مرور کنه
اشنازمانه مخ پناکړ   ~   لکه سيسۍ د بې وسۍ نارې وهمه
اشنازماپۀ سفرلاړی   ~   ياقوتي اوښکې پۀ توښه پسې لېږمه
اشناسورګل دکوه طور دی  ~   زه مرغلره ددرياب دغاړې يمه
اشناسورېږي روانېږي   ~   زماورانېږي دمحکم زړګي برجونه
اشنانوکردی راتلای نۀ شي   ~   سپينه خولګۍ بۀ پۀ پاکټ کې ورلېږمه
اشناچې پټ سفرته ولاړئ   ~   خدايه زمازړګی ترې صبرکړې چې مرمه
اشنامې بياپۀ ژړاراغی   ~   چې ظالمانوورته څۀ ويلي دينه
اشنامې پاتې پروطن شو   ~   زۀ مسافرپۀ لارې ځم سلګۍ وهمه
اشنامې پېژنم دلرې   ~   ملايې نرۍ ده خيال يې ټول پۀ زنګنونه
اشنامې توت لاندې ويدۀ ؤ  ~   لکه باښه پرې شرنګېدم راويښ مې کنه
اشنامې تورو خاورو وخوړ   ~   ماته مې خوله شه چې خندابۀ پرې کومه
اشنامې جنګ کې سرورکړی   ~   ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته يمه
اشنامې ځي نه راستنېږي   ~   که ورته کېږدم دسورکوشونډوسورنه
اشنامې سر پۀ وطن کېښود   ~   پۀ تورو زلفو بۀ کفن ورته ګنډمه
اشنامې کډې دغويو کړي   ~   زمايادېږي دسرو اوښو کتارونه
اشنامې ګل دکابل جان دی   ~   زۀ يم بلبل دکندهار نغمې کومه
اشنامې ګل دلاسه نه اخلي   ~   داسمان ستوري بۀ جرګه ورته لېږمه
اشنامې ګل زۀ يې بلبل يم   ~   بلبل مدام ژړا پۀ ګل پسې کوينه
اشنامې ولاړی اسماني شو   ~   اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت بۀ شينه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery