مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


اشنامې ولاړئ مسافر شو   ~   زۀ يې تنهاظالم بېلتون ته پرېښوومه
اشنامې لمر پۀ غرۀ راخېژي   ~   لکه شاهين لوړې ژورې لټومه
اشنا مې نوی چلم کښ دی   ~   دڅېړۍ اور بۀ پۀ پېزوان ورته وروړمه
اشنامې وږی رانه تللی   ~   چې دسترخان لره ورځم ژړاراځينه
اشنايه بدراسره مه کړه  ~   زۀ پۀ پردي وطن کې يوتاپېژنمه
اشنايه داسې خوڅوک نۀ کړي   ~   لکه سپين موم پۀ سرۀ انګاردې ويلې کړمه
اشناستادبې نيازيه   ~   پۀ لارې ناست يم پۀ سرخاورې بادومه
اشناسختۍ ته مې ټينګ شه   ~   خپل اشنايان بې سختۍ چاموندلي دينه
اشنايه يووارترماراشه   ~   يودوې خبرې دګيلې درته کومه
اشنايه لاړې اسماني شوې   ~   اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت بۀ شينه
اشنايي غم دی ښادي نۀ ده   ~   کۀ څوک دغم طاقت لري اشنادې شينه
اشنايي مياشت ده دسفرې   ~   هرڅوک چې ويني بلوي ورته اورونه
اشنايي مه کړه لرې ګرځه   ~   بس کړه چې زماپۀ ځوانۍ اور ولګېدنه
اشنايي وای جدايي مه وای   ~   خدايه له دره بۀ دې څۀ کم شوي وونه
اشنايي هله خوند پيداکړي   ~   چې کله کله پرې بېلتون پېښه کوينه
اصل زمونږه ځای لحد دی   ~   د سيل دپاره پينځۀ ورځې دلته يونه
اصل نسب که پۀ کار نه وای   ~   زاغ پۀ پيسۀ باز بۀ پۀ زرنۀ خرڅېدنه
اصيل زاده نۀ يې هلکه   ~   اصيل زاده له ياری نۀ اخلي لاسونه
اصيل زاده نۀ يې مينه   ~   اصيل زاده پر مين سر ومال ښندينه
اصيل ګلاب راڅخه ورک دی   ~   کم اصل ګل چې بويوم ژړا راځينه
اصيل ګلاب ته مې اسره کړه   ~   اصيل ګلاب رانه خزان ورژاونه
اصيل ګلاب چې پۀ کې نۀ وي   ~   پۀ نوروګلومې تسل نۀ شي مينه
اصيله وم کم اصله يوړم   ~   کم اصله داسې مې ساتې لکه مغله
افسوس ارمان ډېره ارمانه   ~   خالي لاسونه دخپل يار نه جګه شومه
افسوس افسوس ارمان ارمان دی   ~   خالي ميدان دی سترګې چاته واړومه
افسوس افسوس ارمان ارمان دی   ~   دا کوم اسلام دی څوک مې نۀ کوي پوښتنه
افسوس دی ډېر د ځوانۍ مرګه   ~   څومره ارمان د ګور وخاوروته وروړمه
الف الفت د اشنا غواړم  ~   ب دبېلتون دلاسه روغ لېونی شومه
الف او لام ته پۀ ژړاشوم   ~   چې مې له يار ځنې جدانۀ کړي مينه
الف دوروځو پۀ منځ کش کړه  ~   زۀ بۀ شاګرد شمه سبق له بۀ درځمه
الف مين کړم بې جدا کړم   ~   ت پۀ توبوورله ورځم کۀ قبول شمه
الله اکبر نارې سورې شوې   ~   بيرغ پۀ لاس کې مې جانان تورې وهينه
الله تعالی رحمان رحيم دی   ~   زۀ پۀ قيامت د مغفرت تمه لرمه
الله چې ستا پۀ مخ شیداکړم   ~   غموتالاکړم پۀ صحراګرځم مينه
الله دمل شه خپله ياره   ~   پۀ سفر لاړې سودايې درپسې يمه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery