مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پټکی پر منځ دوروځو کېږده   ~ وطن پردی دی چې ډاډه درسره ځمه
پټکی پر منځ دوروځو کېږده   ~ زۀ دهمزولو پۀ ټولۍ کې ناسته يمه
پټ مې پۀ زړۀ کې ډېر يادېږې   ~ دچادمخه ښۀ راغلی نۀ درکومه
پراخندګل مې سلام وايه   ~ زماجانان راته راپرېږده چې راځينه
پرادې موريې سلام وايه   ~ پرمېراتي بورجل مې وکرل ګلونه
پراشناسپين کفن غوړېږي   ~ پرماورېږي دسکروټو بارانونه
پراوبۀ خوردې زلفې پرېولې   ~ پرنري باد يې وچوې رنځوردې کړمه
پراورخوهلته سړی سوزي   ~ چې يومين وي بل پرواپرې نۀ کوينه
پرايوب خان مې سلام وايه  ~ دادی جانان مې کومکي درولېږنه
پربام خوهسکه ټيټه کېږې  ~ دزنې خال دې پۀ پرچال وسولاونه
پربام دي شنې کوترې ناستې   ~ زمادزړۀ کوتره نه شته مړه بۀ وينه
پربام ولاړه يم زنګېږم  ~ دخوبه نۀ يم ديارغم مې زنګوينه
پربام ولاړې هوادارې   ~ مرګی دې هېردی پۀ اوربل وهې لاسونه
پربام ولاړه يې نازکې   ~ مرګی دې هېر دی که دخوب نن زنګوينه
پربل وطن مې نه لورېږې   ~ کۀ دنوکرورسالې درپسې ځينه
پربلۍ لوڅ مخ مه درېږه   ~ سپوږمۍ شرمېږي مخ پۀ ورېځوپټوينه
پربېلتانۀ بۀ روغه نۀ کړو   ~ بېلتون ظالم دی مااوتاجداکوينه
پربېلتانۀ مې ځان شاګردکړ   ~ مالاشروع پۀ کړې نۀ وه عاق يې کړمه
پرپالنګ پاس درسره ناسته   ~ کوزه چې نۀ شي چېرې تانه ګيله منه
پرپخواني اشنابۀ ورشم   ~ غږ بۀ پرې وکړم که پرهغه مينه وينه
پرپيربابابۀ ورغوړېږم   ~ که مې قبول کادالنډي لنډي سوالونه
پرپيغمبرمې سلام وايه   ~ امت دغرق شودګناه پۀ دريابونه
پرتوپ خاتۀ راته اسان دي   ~ ديارپۀ تش کتومې زړۀ ورېږدېدنه
پرتوراوربل دې ږلۍ وشه   ~ چې دسينې پرمخ دې وږي ټولومه
پرتورپيکي دې خاورې واوړه   ~ روغه نجلۍ وم لېونۍ دکړم مينه
پرتوروبدمه وايئ خلکو   ~ بوراپۀ توره خوله ګلونه بويوينه
پرتوروخاوروسلام وايه   ~ اشنامې ګل دی ګل بۀ نۀ خاورې کوينه
پرتوروسترګودې مين کړم   ~ بيادې پۀ زلفوکې دعمربندي کړمه
پرتورلحد مې سلام وايه   ~ چې خاورې نۀ کړي دځوانانوبشرونه
پرتورياليو مې زړۀ سوځي   ~ سباته جنګ دی توريالي ووړکي بۀ مرينه
پرتيرامه اوره بارانه   ~ چې لمدوې دجنکو دسرشالونه
پرجنازه مې بيړه وکړئ   ~ ناوخته کېږي نااشناوطن ته ځمه
پرجنازه مې تلواروکړئ   ~ ناوخته کېږي داشناديدن ته ځمه
پرجهان ډېرغمونه شته دي   ~ بې لۀ هجرانه ټول غمونه اسان دينه
پرچاچې رحم دخدای وشي   ~ دعمرورک جانان يې غېږې ته ورځينه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery