مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پرچپرکټ راسره کېنه   ~ پر صراحي غاړه مې واچوه لاسونه
پرچلم دوې سکروټې کېږده   ~ لکه دوې بنې پۀ سيالۍ خولۀ ورکوينه
پرچلم راغله کش يې ورکړ   ~ لۀ جنجالي پېزوان يې شنې لوخړې ځينه
پرچمن ستادراتلوغږ دی   ~ ګل پۀ لړزه شوچې خزان ولګېدنه
پرحال مې مه کوه پوښتنه   ~ لکه پردېس مړی زۀ پروت يم بې کفنه
پرحريري کاغذدپاسه   ~ پۀ زرافشان قلم ليکم ديارغمونه
پرخپل جانان مې زړۀ خوږېږي   ~ چې پردښتو بۀ يادوي شينکي خالونه
پرخوږ اشنامې سلام وايه   ~ بياورته وايه چې مې هېرنۀ کړې مينه
پرڅنګل سرراسره کېږده   ~ پرصراحي غاړه راواچوه لاسونه
پرځان دګلولښته نه اخلې   ~ پرمادې تېرکړل دکوتکوګوزارونه
پرځان مين يې پرمانۀ يې   ~ ياري پۀ داسې مينونۀ کېږي مينه
پردالوی غرۀ وروختمه   ~ نۀ مې غم کم شونۀ مې وکړۀ ديدنونه
پردنياتول دسړونشته   ~ تول دپيسودی مسليان خانانوينه
پردنياډېرې خوشالۍ دي   ~ بې لۀ وصاله نورې ټولې عبث دينه
پردنياسره وړانګه پرته ده  ~ ليلا پۀ څڼوکې لاله ټومبلي دينه
پردنياښۀ راسره وکړه  ~ پۀ اخرت کې دهرچاګوښې کورونه
پردنياغم کله ښادي وي  ~ پرماهمېش دغم جنډې ولاړې دينه
پردېره ته راشه زرګره  ~ هلکان ګوتې جوړوي نجونې ششتونه
پردېسان ټوله راايله شوۀ  ~ لالی رانغی واورې پرېوتې پرغرونه
پردېسه وخته وغروته  ~ سترګې يې څارکړي زړۀ يې غم غلطوينه
پردېوال دوې کوترې ناستې  ~ يوه کوکوکړي بله ځان سمبالوينه
پردېوال مه ږده قدمونه  ~ خلک پوهېږي بيابۀ وايې تومتونه
پردېوال نيمه راښکاره شوې  ~ پۀ نيمايې صورت مې اورولګېدنه
پردين محکم دپاک حضرت شه  ~ چې شفاعت دې دقيامت پۀ ورځ کوينه
پردی وطن پۀ هرچاغم وي  ~ ماپۀ پردي وطن کرلي دي ګلونه
پردېوال هسکه شه خولۀ راکړه  ~ يوهمزولتياده بل مين درباندې يمه
پردی وطن دی زړۀ مې تنګ دی  ~ ماته رخصت راکړه چې خپل وطن ته ځمه
پرزړۀ بۀ لويۀ تيږه کېږدم  ~ داستالۀ لورې بۀ يې ورو ورو صبرومه
پرزړۀ سوری ترې کورته راغلم   ~ دجانان بدمې پرلېمومنلي دينه
پرزړۀ مې اور دګرګو بل دی   ~ داوسيلوپرځای سکروټې تويومه
پرزړۀ مې باردغم انباردی   ~ هسې مخلوق ته پۀ خنداولاړه يمه
پرزړۀ مې ته بانې مې نورې   ~ کلي کې ګرځم ماشومان کرارومه
پرزړۀ مې خاورې کوټنۍ شوې  ~ اغزي پرې شنۀ شوۀ اوس مې خوب ته نۀ پرېږدينه
پرزړۀ مې څۀ بلا تېرېږي   ~ عالم ته روغه پۀ خنداولاړه يمه
پرزړۀ مې ځای دداغونشته   ~ داکبرجن اشنالانورپرې راکوينه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery