مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


باقي بۀ څوک نۀ وي دنيا کې   ~ غيردالله نه چې موجودبۀ پۀ کې وينه
بالښت دکوره درته راوړه   ~ مړوند مې خپل دی نوريې نۀ درلاندې ږدمه
بام ته پۀ منډه وختمه   ~ يارمې ونه ليدپۀ ژړاراپرېوتمه
باڼه چترۍ سترګوته نيسم   ~ له چترۍ اوري دغمونوبارانونه
باڼۀ دې زماپۀ زړۀ کې خښ شول   ~ اواريې کاږه چې مې زړۀ ونه چوينه
باڼۀ دې غشي دپولادو   ~ داکږې وروځې دې ليندې سوری دې کړمه
باورمې نۀ شي چې بۀ جوړشم   ~ زۀ دکاږۀ اوربل شمال وهلی يمه
باهو مې وؤ پۀ لاس مې نکړۀ   ~ اوس داشنادربارته ځم خالي لاسونه
بخت اوقسمت نه مې زړۀ بددی  ~ نوروته ګل زمادپاره اغزي شينه
بخت بۀ مې هلته رابیدارشي   ~ چې مروراشناپخلاراسره شينه
بخت بۀ مې هلته رابیدارشي  ~ چې دخوبه راته سترګې پورته کړينه
بخت دې پۀ سردی زماياره   ~ سالومې باديووړتاوکړۀ ديدنونه
بخت دې دهېچاکوټه نۀ شي   ~ بخت چې کوټه شي پادشاهان ټکرې خورينه
بخت مرورشونصيب ژاړي   ~ قسمت دغم پۀ جېلخانه کې بندي کړمه
بخت مې له تخته کوزپرې باسي   ~ خدايه زماپۀ بخت دې څۀ ليکلي دينه
بخت مې ياري راسره نۀ کړي   ~ که مې نګين دسلېمان پۀ ګوته شينه
بخته دخدای دپاره ويښ شه   ~ څوک ترقيامته پورې نۀ کوي خوبونه
بخته نمراده چېرې لاړې   ~ يوځلې راشه چې دسيال سره سيال شمه
بدن مې دېګ صورت مې غوښې   ~ اوښکې ښوروابېلتون ترې اورلاندې کوينه
بدن مې وچ لکه رباب دی   ~ زړۀ مې شابازدی اندېښنې پرې غږومه
بدن مې وچ لکه لرګی شو   ~ بېلتون ظالم پۀ وچ لرګي اورلګوينه
بدن يې باغ زنه مڼه ده   ~ نجلۍ وړه ده دخوراک بۀ کله شينه
برالاحال ويلای نۀ شم   ~ مينې دې پټ پۀ زړۀ راکړي دي داغونه
برايې چېرې وې مينه   ~ چې شاليلا دسپينې خولې کړل خيراتونه
برايې ستاکره مېلمه وم   ~ ترسرمې لاندې وؤدپروبالښتونه
بری بۀ خدای ستاپۀ نصيب کا   ~ پۀ توروڅڼومې زيارت جاروکومه
برېتونه تاوکړه خوله مې واخله   ~ پۀ ناتاوکړو برېتوخوله نه درکومه
برېښناپړکېږي ابشارژ اړي   ~ غرونواغوستي بخملي ورېښمين شالونه
بس ده چې موردې قهر وکړ   ~ نامردې تاله مناسب نه ؤ قهرونه
بس ده همدومره جفابس ده   ~ له دې نه زيات پۀ ما غريب مکړه ظلمونه
بس دی له باغ څخه بۀ ووځو   ~ ګنګو ماښام دی مرغۍ شنو ونوته ځينه
بګړۍ بۀ هلته کږه کېږدم   ~ چې پر ميدان باندې غمازوشرموينه
بګړۍ دې ول پرول مزه که   ~ لکه چې زلفې ول پرول مزه کوينه
بګړۍ کږه تړه اشنايه   ~ يوخوښه اېشي بل يې پېغلې خوښوينه
بلبلان ټول پۀ ژړاژاړي   ~ بوراپۀ توره خولګۍ وخواړه ګلونه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery