مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


بلبل بۀ خدای پۀ ګلو موړ کۀ   ~ غمازه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه
بلبل بۀ لاړشي باغ بۀ پرېږدي   ~ خزان دلاسه بۀ ژړادسوزکوينه
بلبل بۀ ولې کوکې نۀ کا  ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه
بلبل پتنګ کله يو رنګ دي   ~ بلبل پۀ ګل پتنګ پۀ اورکړي غورځنګونه
بلبل دزړۀ پۀ غم اخته شو  ~ غوټۍ دخيال سوداکوي دزړۀ دننه
بلبل دګل پۀ څانګه ناست دی  ~ دخزان بادڅخه اوس چوڼکی لرينه
بلبل دګل پر ډنډرناست دی   ~ زړۀ يې سوری ؤ ګل يې سورپۀ وينوکنه
بلبله زړۀ بۀ دې سوری شي  ~ چې دخزان شمال ګلان ورژوينه
بلبله ژر شه ديدن وکړه   ~ خزان ظالم دی رژوي ښايسته ګلونه
بلبلې والوتې چمن ته   ~ توتيانوخوب دبې غمۍ ونښلاونه
بله ډېوه شه راته کېنه   ~ زۀ دې پتڼ ستاپۀ ديدن راغلی يمه
بله شونټۍ دلاس کې مړه شه   ~ چې خانتما ځان ته دې فکر شي مينه
بلې لمبې مې له زړۀ خېژي   ~ که څوک تودېږي زما خواله دې راځينه
بنديان بۀ خدای له بنده خلاص کي   ~ غمازه ستا بې ورخه کړۀ ماژړوينه
بندي خانې لره مې بيايي   ~ ترخدای مې ځارکئ بندې ياربۀ ووينمه
بندي خانې لره مې راشه  ~ دزولنو بۀ مې شرنګی وي دربۀ شمه
بنګړي مې ستا پۀ کټ کې مات شول   ~ که مېړنی يې اوس مې ډک کړه مړوندونه
بنګړي مې وؤ پۀ لاس مې نۀ کړۀ   ~ اوس بۀ ديار غېږې له ځم تش مړوندونه
بنګړي نيم پورته که نيم ښکته   ~ چې پۀ خالي مړوند دې سر ولګومه
بنې بنتون راباندې تېر شو   ~ زۀ ددوزخ دلمبوڅۀ پروالرمه
بڼ له راځه زۀ مخ کې ولاړم   ~ ما سرې مڼې داننګو کرلې دينه
بوټي راټول که اورپرې بل که   ~ زمونږ دستوردی پۀ رڼا خولۀ درکومه
بوټی خونه يم چې لمبه شم   ~ دعشق پۀ اور مې غوښې ورو،ورو وريتومه
بوډا بۀ هېچېرې ياد نۀ کړم   ~ بوډاچې ځان تياروي سبا بۀ وينه
بورابلبل ته پۀ ژړا شو   ~ چمن خزان شواوس بۀ دواړه سره ځونه
بورابۀ خدای پۀ ګلو موړ که   ~ باغوانه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه
بورابۀ ولې ژړانه که   ~ خزانه تا چې پۀ ګل وکړل چپاونه
بورابۀ ولې کوکې نۀ کا   ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه
بورا پۀ ګل کې رنځورپروت ؤ   ~ پاڼه پکې ورته وهي چې جوړبۀ شينه
بورا پۀ پت بې پته نۀ ؤ   ~ خزان پۀ ځان کړ ځکه بېل له ګله شنه
بورادګل پۀ غوټۍ ناست دی   ~ خزان پۀ راغی پۀ ارمان ترې والوتنه
بورادګل پۀ غوټۍ ناست دی   ~ زړۀ يې زخمي ؤګل يې سور پۀ وينوکنه
بنګو دخيال دې هسې مست کړم   ~ چې بې پروا يې دوصال دمېوې کړمه
بورادګل سره جوړېږي   ~ ګونګټه مه ګرزه دګلو پۀ سرونه
بورادګل سره جوړېږي   ~ چېرې ګونګټ چېرې دګلوصورتونه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery