مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاری اوشرح فضل الباری ۱۳،برخه


علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
---------------------------------------------

دبخاری شریف ددوهم مبارک حدیث ددغوپه قوس کښی راوړلسویومبارکوالفاظوڅېړنه اوعلمی تحقیق

[عن عائشة ام الؤمنین]
پوسه چی په لفظ دعائشه سره لس ښځی په صحابیه ؤښځوکښی مسمی سوې وې،
اوله عائشه صدیقیه دابوبکررضی الله عنه لوراودرسول علیه السلام مبارکه بیبی کومه چی دبخاری ددغه دوهم مبارک حدیث روایت ورڅخه سویدۍ رضی الله عنها،
دوهمه عائشه دسعدلور،
دریمه عائشه دحزلور،
څلرمه عائشه دحارث لور،
پنځمه عائشه دابی سفیان لور
شپږمه دعبدالرحمان بن عتیک لور،
اومه دعمیر لور،
اتمه ددمعاویه بن مغیره لوردعبدالملک بن مروان مور،
نهمه دقدامه بن مظعون لور،
لسمه دعجرد لور،رضی الله عنهن ،خوپه بخاری اومسلم کښی په دغوټولوکښی صرف اوصرف له عائشی صدیقی څخه داحادیثوروایت سویدۍ نه له دغونوروذکرسویوعائشوڅخه ـ

[ام]
پوسه چي دام لفظ په معنی داصل هم راځي اوپه معني دوالده يعني مورهم راځي اوپه معنی دمنشأ هم راځي،اوام په معنی دوالده پردرې قسمه ده،
اول قسم يې دغه متعارفه اوشناخته مورده کومه چي هرڅوک يې پېژني
اودوهم قسم يې هغه ښځه ده چي دسړي دمورهمزولې وي اويايې دمورخوروي مثلا، نوپردغه ډول ښځي باندي هم کله کله دام اطلاق کيږي ـ
اودريم قسم يې درسول عليه السلام مبارکي بي بي ګاني دي چي ودوۍ ته امهات المومنين ويل کيږي اوددوۍ وهري يوې ته ام المومنين ويل کيږي،
اواصلي مأخذددې اطلاق داقول دخداۍ پاک دۍ چي (وازواجه امهاتهم)يعني اوښځي دده مندي ددوۍ يعني دمومنانودي،خودلته ځيني سوالونه کيږي ـ

اول سوال
دادۍ چي دوۍ دمومنانومندي دي نودوۍ بيادمومنانوڅخه پرده ولي کوله ـ
ددې سوال يوجواب دادۍ چي ودوۍ ته چي امهات المؤمنين ويل کيږي دادتوقيراواحترام په وجه نه دنسب په وجه ـ
اودوهم جواب يې دادۍچي ددوۍ دحجاب په باره کښي آيت نازل سويدۍځکه الله جل جلاله فرمايلي دي( فَاسئلوهن من وراءحجاب)

اودوهم سوال
دادۍچي دوۍ حقيقي امهات اومندي نه دي نوددوۍ نکاح له مومنانوسره ولي نه وه روا

ددې سوال هم په دوه ډوله جواب کيږي
اول جواب يې دادۍ چي ددوۍ نکاح له رسول عليه السلام څخه نه ده شکېدلي ځکه چي رسول عليه السلام اوس هم ژوندي دۍ نوکله چي رسول عليه السلام له دنياڅخه رحلت وکړنوازواج مطهرات دده دده په نکاح کښي بياهم باقي پاته وې نوځکه يې نکاح له مومنانوسره نه وه روا

اودوهم جواب يې دادۍ چي په دې باره کښي چي ددوۍ نکاح له مومنانوسره نه وه رواآيت نازل سويدۍ ځکه الله جل جلاله فرمايلي(ولاتنکحواازواجه) الاية ،ـ
ایا درسول ومبارکوبیبیانوته امهات المؤمنات ویل کېدای سی اوکنه؟

په دې باره کښی علماؤاختلاف کړیدۍ دحضرت عائشې رضی الله عنهارأی داده چی نسی ویل کېدائ اوقاضی ابن عربی وحافظ ابن کثیراوعلامه عینی ودغه قوته ترجیح ورکړیده لکه سی وحضرت عائشې ته یوې ښځی وویل چی یا امه نودې ورته وفرمایل،لست بامک اناام رجالکم،طبقات ابن سعد،اودعلامه ابن حجرعسقلانی قول دادۍ چی په دې کښی کومه شرعی مضایقه نسته،خوپه اصل کښی دغه اختلاف پریوه بل اختلاف باندی بنادۍ هغه داچی په خطاب درجالوکښی ښځی داخلېږی اوکه نه داخلېږی ـ

کرمانی ،ج،۱،ص،۲۵،ایا ورسول علیه السلام ته ابوالمؤمنین ویل کیدای سی،استاذابواسحق اسفرائنی وایې چی نسی ورته ویل کېدلای هو داسی ویل کېدای سی چی هوکابینادَيْ یوپه دې آیت سره دلیل نسی چی،ماکان محمدابااحدمن رجالکم،س،احزاب،۴۰،اوبل په دې حدیث دلیل نسی ،انماانالکم بمنزلة الوالد،سنن ابی داود،اواکثرعلمادغه اطلاق جائز بولی لکه چی له ابن عباس اوابی بن کعب څخه روایت دۍ چی دوی په دغه آیت کښی چی ،النبی اولی بالمؤمنین من انفسهم وازواجه امهاتهم،د،وهواب لهم جمله هم په آخردآیت کښی اضافه کوله،اونفی دابوت چی په مذکوره آیت کښی له ده مبارک څخه سویده نوله هغه څخه صلبیه اونسبیه ابوت مراددۍ نه مطلق ابوت اومذکوره حدیث خومن وجه دابوت اثبات لا کوی نولهاطلاق داب ره خوبېخی منافی ندۍ ،پوسه چی په راجح قول ترعائشه خدیجه رضی الله عنهمابهتره ده اوترفاطمې بیاعائشه بهتره ده رضی الله عنهن،

کذافی العینی،ج،۱،ص،۳۸،تمت هذه الحصة بعون الله الحمدلله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery