مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخا ری اوشرح فضل الباری ،۱۴،برخه


،علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

------------------------------------------------------------


دبخاري ددوهم حدیث ددغه په قوس کښي راوړل سوي عبارت علمي تحقیق(ان الحارث بن هشام(کیف یأتیک الوحي)


(ان الحارث ابن هشام)
پوسه چی په دغه حدیث کښي دوه احتماله دي، اول دادۍ چي دغه حدیث دعائشې رضی الله عنهاله مسانیدوڅخه سي په دې ډول چي کله چی حارث بن هشام له نبی علیه السلام څخه داپښتنه کوله چي �کیف یأ تیک الوحي�څرنګه راځي وتاته وحی،،نوپه دغه وخت کښی دي عائشه هم هلته حاضره وه،دوهم احتمال دادۍ،چی دغه حدیث دي له مسانیدودحارث اوله مراسیلودعائشې څخه سي داپه هغه صورت کښي چي دهشام دمذکوره پوښتني پرمهال عائشه موجوده نسي ،دجمهوروعلماؤپه نزد مرسل دصحابي دموصول حدیث حکم لري ـ
(فتح الباری،تقریب النووی مع شرح تدریب الراوي،ج۱ص۲۰۷،)


پوسه چي دمسنداحمد (ج۶ص۱۵۸،او۲۵۷) اودارنګه دمعجم بغوي وغيره په يوه روايت کښي په دې سره تصريح سوېده چي حضرت عائشې رضي الله تعالي عنها ددغه حديث روايت له حارث بن هشام څخه کړيدۍ،خومشهوردادۍ چي دغه حديث له مسانيدودعائشې رضي الله تعالي عنها څخه دئ ـ
(فتح الباري ج۱ ص۱۹)

(کيف يأتيک الوحي)
يعني حضر ت حارث بن هشام ورسول عليه السلام ته وويل چي څرنګه،په کوم کيفيت کښي راځي وتاته وحي�دالله پاک له لوري څخه� ـ

پوسه چي دحضرت حارث رضي الله تعالي عنه دغه پوښتنه په دې وجه نه وه چي خداۍ ناخواسته ده دوحي په راتګ کښي شک درلودئ بلکه دده دغه پوښتنه داسي وه لکه څرنګه چي ابراهيم عليه السلام والله پاک ته عرض وکړچي(رب أنی کيف تحي الموتي)یعنی ای ربه زماووينه په ماباندي چي څنګه راژوندی کوې ته مړي،مطلب دادئ چي دحضرت حارث په دې باندي کامل يقين وو چي ونبي عليه السلام ته الهي وحي راځي خوده ددې شوق درلودۍ چي دوحي دراتګ دکيفيت علم ورته حاصل سي،همدارنګه پوسه چي دحضرت حارث ددغي پوښتني په باره کښي محدثينو درې احتمالونه ذکرکړيدي ـ

،اول احتمال دادئ چي مراددده سوال کول وو له کيفيت څخه دراتګ دوحي لکه چي مذکوره عبارت دحديث پردې باندی صراحةً دلالت کوي خوبناپردغه احتمال باندي دحديث دغه جمله چی �واحيانايتمثل الخ� مشکله ګرځي ځکه چي په دغه جمله کښي دوحي راوړونکي دراتګ کیفیت بيان سو يدۍ چي ملکه اوفرشته ده نه دنفس وحي ،بياددې اشکال حل په دې ډول سويدئ چي په دغه جمله کښي ضمنادوحي دراتګ کيفيت بيان سويدئ ځکه له اولي جملې څخه صراحةً دافهميږي چي کله کله وماته وحي په داسی شکل کښي راځي چي په اول وهلت کښي ئې فهم نسي کېدلاۍ،اوله دوهمي جملې څخه ضمناًدافهميږي چي کله کله وماته وحی په داسي شکل کښي راځي چي په اول دوهلت کښي ئې لافهم کېدلاۍ سي ـ

دوهم احتمال دادئ چي مراد دحضرت حارث دي پوښتنه وه له کيفيت څخه دحامل اودراوړونکي دوحي چي فرشته وه،له دغه احتمال سره په ظاهرکښي دحديث دغه جمله چي�احيانايأتيني الخ� موافقت نلري نوبيابه داسي ويل کيږي چي له دغي جملې څخه دفرشتې دراتګ کيفيت ضمنامعلوميږي په دې ډول چي مقصودبه له دغي جملې څخه داسي چي کله کله فرشته وماته په غيرمعهوداوغيرانساني شکل کښي راځي،اودارنګه دحديث دغه عبارت هم ورسره ناموافق دئ چي �کيف يأتيک الوحي� نوحل بې په دې ډول کيږي چي په دغه عبارت کښي حذف دمضاف راغلۍ دئ�اي کيف يأتيک حامل الوحي� ـ
دريم احتمال دادئ چي مقصوددحضرت حارث رضي الله تعالي عنه دي دوحي اودحامل دوحي ددواړودراتګ له کيفيت څخه سوال کول ووپردغه احتمال باندي به دسوال په مذکوره عبارت کښي معطوف محذوف سي �اي کيف يأتيک الوحي وحامله�ـ(فتح الباري،عمدة القاري مع زيادة توضيح)

تمت نوربیا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery