مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاري اوشرح فضل الباري ،۱۵،برخه

پوسه چي په دغه برخه کښي دبخاري ددوهم حديث ددغوپه قوس کښي راوړل سويوالفاظوتحقيق
[مثل صلصلة الجرس ]

پوسه چي د�صلصلة�تفسيرعلماؤ په مختلفوتعبيروسره کړيدئ چي شرحه ئې په دې ډول ده:
(۱)�صلصلة�وهغه صوت اواوازته ويل کيږي چي اجزاوي ئې سره پرلپسې اوپیوسته وي کوم چي په اول دوهلت کښي نسي فهمول کېدلاۍ ـ
(۲)�صلصلة�واوزته دهرمصوِّت اواوازکونکي شي ته ويل کيږي لکه اوازدځنځير ـ
(دريم) �صلصلة �وهغه اوازته داوسپني ويل کيږ ي کوم چي ازانګه لري اودغه رازئې په نوروډولو سره هم تعريف سويدۍ ـ

او�جرس�وهغي زنګولې ته ويل کيږي چي دچارپايانو پرسرباندي اویاددوۍ پرغاړه زړول کیږ ي يعني کله کله وحي ماته راځي په داسي حال کښي چي په مثل داوازدږنګولې وي،،عمدة القاري ،پوسه چي له دې جملې څخه داخبره فهموله کيږي چي په وخت کښي دراتلودوحی به دوحي له راتګ سره اوازهم وو،نودلته داسوال پیداکيږي چي دااوازبه دکوم شي اواز وو؟

په دې باره کښي علماوواختلاف کړيدۍ چي په دې شرحه دئ:
(۱) ځنوعلماؤويلي دي چي دغه اوازدفرشتې دوزرو اوازوو ـ (فتح الباري،عمدة القاري)
(۲) دغه اواز دهغوفرشرتودپروازاوازووکومي چي به دجبرئيل عليه السلام سره دوحي دحفاظت دپاره راتللې ـ (مجمع بحارالأنوار،ج۳،ص۳۴۱ ، فتح الباري ،عمدة القاري)
(۳) دغه اوازدجبريل عليه السلام دراتللواوازؤ دده له راتګ څخه به داسي اوازپیداکېدو چي له لري څخه به لادرسول عليه السلام وغوږوته رارسېدۍ لکه څرنګه چي درېل ګادئ اوازله لري څخه اورېدل کیږي ـ

(الابواب والتراجم) ص ۲۵ للشيخ المدنی (۴) ځنوعلماوو ويلي دي چي دايوقسم اواز وو چي الله پاک به په خپل قدرت سره په هغه کلام کښي پيداکاوه کوم چي ونبی عليه السلام ته بې وحي کېدله ،فيض الباري (۵) قول دادۍ چي دايوخاص قسم اواز وو چي دنبی عليه السلام وغوږو ته به دوحي دراتلو پر مهال رسېدۍ د دې دپاره چي دۍ په دې پوسي چي اوس وماته وحي کيږي د دې مثال داسي دۍ لکه څوک چي چاته تليفون کوي نو اول وهغه ته زنګ ورووهی نو هغه د دغه زنګ په واسطه پوسي چي يو څوک خبر راسره کوي ،، حواله مذ کوره (۶) قول دادۍ چي دادپرښتې اصلی اواز وو ،، فتح الباري ،(۷ ) قول دادۍ چي دا هغه اواز وو کوم چي دغوږو اودسامعې دتعطل په وجه په غوږوکښي پيداکيږي ځکه دوحي په وخت کښي به درسول عليه السلام سامعه قوه دعالم شهادت دمسموعاتوله اورېدلو څخه الله پاک معطله کړه د دې دپاره چي په صحيح صورت سره دوحي تلقی اوأخذ وکړي ،،رساله شرح تراجم ابواب صحيح البخاري،، ص ۱۴ ،،(۸) قول دادۍ چي داپخپله دالله پاک صوت قديم وو ،،فيض الباري)

ايا والله پاک ته صوت يا اواز ثابت دۍ؟
پوسه چي سره له دې چي پردې خبره باندي اتفاق دۍ چي والله پاک ته کلام ثابت دۍ اوالله پاک ته متکلم ويل کيږي په دې مسئله کښي اختلاف دۍ چي ايا کلام دخداۍ پاک په حرف اوپه صوت سره دۍ اوکه بې حرفه او بې صوته دۍ متکلمين داهل السنةوالجماعة په دې عقيده دي چي دالله پاک کلام بې له حرفه اوله صوته څخه دۍ اودمحدثينو داهل سنت مسلک دادۍ چي کلام دالله پاک په حرف اوپه صوت سره دۍ امام بخاري رحمه الله تعالي په کتاب التوحيد کښي والله پاک ته دصوت ثابتولو په سلسله کښي دحضرت ابن مسعود يوموقوف روايت په تعليق سره ذکر کړۍ دۍ چي الفاظ دهغه روايت دادي �اذاتکلم الله بالوحي سمع اهل السموات شيئا ،فاذافزّع عن قلوبهم وسکن الصوت عرفو اأنه الحق ، ونادوا :ماذاقال ربکم ؟ قالوا : الحق � (صحيح البخاري کتاب التوحيد)

،يعني کله چي الله جل جلاله په وحي سره تکلم کوي نو واوري اهل داسمانويعني فرشتې يوشئ �نودوۍ بې هوښه سي �بياچي کله لري کړه سي بېره له زړو څخه د دوئ اوپه هوښ کښي راسي اوارام سي صوت اواواز ،نوپوسي دوئ په دې چي داحق يعني خدای يا وحي وه اويو بل ته سره ور ږغ کړي چي څه و ويل رب ستاسي نو و وايې دوئ يعني فرښتې چي حق يې و ويل ـ
همدارنګه امام بخاري له عبدالله بن اُنَيس رضي الله تعالي عنه څخه يوروايت په تعليق سره نقل کړيدئ چي الفاظ دهغه روايت دادئ:
�يحشرالله العبادَ فيناديهم بصوت يسمعه من بعُد کمايَسْمَعُهُ من قرُبَ اناالملک الديان� (صحيح البخاري کتاب التوحيد)
پوسه چي محدثين چي کوم صوت الله پاک لره ثابتوي نومرادله هغه څخه بلاکيفه صوت دئ چي زموږداصواتوله جنسه څخه نه دۍ بلکه داسي صوت دۍ چي بلاکيفه دئ اولائق دئ له ذاته دالله پاک سره ـ

داحاديثوترمنځ دتعارض دفعه :
پوسه چي په دغه حديث کښي دوحي تشبيه له صلصلة الجرس سره سوئېده اوپه يوه بل حديث کښي داسي راغلي دي�کأنه سلسلة علی صفوان� چي په دې کښي تشبيه دوحي دځنځيرله اوازسره راغلئې ده چي پريوه ښوۍ ډبره ولويږي اوپه يوه بل حديث کښي يې تشبیه له اواز دمچمچيو دعسلوسره راغلې ده ـ

په دغودووحديثوکښي داول حديث توري په دې ډول دي:

�اذاقضي الله الأمر فی السماءضربت عليه الملائکة باجنحتها خضعاناً لقوله کأنه سلسلة علي صفوان�
(صحيح البخاري کتاب التفسير،تفسيرسورة سباء رقم ۴۸۰۰ )

اوددوهم حديث توري په دې ډول دۍ،

�کان النبي صلی الله علیه وسلم اذا أنزل عليه الوحي سمع عندوجهه کدوي النحل� (جامع الترمذي کتاب تفسيرالقرآن رقم (۳۱۷۳))

دفع دتعارض ددغوحديثونوپه دې ډول ده چي تشبيه دوحي له اوازسره دمچمچيودعسلوپه نسبت واصحاب کراموته ده اوتشبيه دوحي له اوازسره دسلسلې پرصفوان باندي په نسبت وملائکوته ده اوتشبيه دوحي له صلصلةالجرس سره په نسبت ورسول الله صلي الله تعالی عليه وسلم ته ده ،ـ

تمت ومن الله التوفيق
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery