مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاری اوشرح فضل الباری نهمه برخه له، وانما لکل امرئ مانوی، څخه بیاتر،الی دنیا ،پوری

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له دامت برکاته
------------------------------------------


داول حدیث ددوهمی جملی اودارنګه ددریمی جملی داول جزء علمی بحث اوتفصیل
(وانمالکل أمرءٍ کل مانوی)يعنی اوخاص داخبرده چي سته هرسړي لره هغه شی چی نيت کړيوی ده،دهغه په عمل خپل کښي، دحديث ددغی دوهمی جملې له اولی جملې څخه دمفهوم اومعنی په اعتبار فرق څه دۍ؟ ددی پوښتنی علماؤمتعددجوابونه کړيدی اول جواب دادۍ چي دحديث داولی جملې حاصل دادی چي داعمالوثواب ياشرعي وجود په نيتوپوري تړلۍ دۍ اود دوهمی جمل مقصددادۍ چی په څونه اندازه چي په نيت کښي سموالۍ اواخلاص موجودوی نوپه هغه اندازه به دعمل ثواب ياوجودقوی وی اودارنګه په کومه اندازه کښي چي نيت خراب اوفاسدوی نوهغونه به دعمل ثواب ياوجودخراب اوفاسدوی اودوهم جواب دادۍ چي داولی جملې مطلب خوهمهغه دۍ کوم چي ذکرسواوددوهمي جملې مطلب دادۍ چي په يوه عمل کښي چي څونه نيتونه وکړه سی نوهغونه ثوابونه وعمل کوونکی ته ورکول کيږی دبيلګي په توګه يوسړی ومسجدته روان سی اوپه دغه تګ کښي تنها دلمانځه کولو نيت وکړی نودغه سړی ته ولمانځه ته دتللوثواب ورکول کيږي اوبل سړی بياومسجدته روان سی خو په دغه تګ کښي دمختلفونيکوکارو نيتونه وکړی مثلاً دلمانځه داداکولو اودمسلمانانو دحال پرسۍ او دذکر اودتلاوت اوداعتکاف اوداسی دنوروخيريه کارونيت وکړی نوپه دغه يوه تګ کښي وده ته متعددثوابونه ورکول کيږی اودريم جواب دادۍ چي دوهمه جمله له اولی جملی څخه د اصلی معنی اومقصدپه اعتبار هيڅ فرق نلری صرف دتاکيد دپاره دوهمه جمله راوړله سويده په دې سبب چی موضوع اومسئله دنيت په اسلام کښي ډيره مهمه ده البته په اعتباردظاهريوڅه مفهومی تغايرهم سره لری ځکه چي ظاهری مطلب داولی جملې دادۍ چي که نيت صحيح وی نوعمل به مقبول وی اوکه نيت صحيح نه وی نوعمل به غيرمقبول وی اوددوهمی جملی ښکاره مطلب دادۍ چي که نيت ښه ؤنودعمل جزابه هم نيکه جزاوی اوکه نيت خراب ؤنو دعمل جزابه هم بده اوخرابه وی همدارنګه دغه دواړی جملې دالفاظواودتعبيرپه اعتبار هم سره مختلفی دی څلورم جواب دادۍ چي په اوله جمله کښی دعمل دحال بيان سويدۍپه دې ډول چي هرنيک عمل دترتب دحکم په اعتبارترنيت پوری تعلق لری.

اوپه دوهمه جمله کښي دعمل کوونکی حال بيان سویدۍ په دې ډول چي وده ته به دده دنيت په مطابق جزاورکوله کيږي،

پنځم جواب دادۍ چی اوله جمله په منزله دعلت فاعلی ده اودهمه جمله په منزله دعلت غائیه ده یعنی په اوله جمله کښی داسی ویل سوی دی چی لکه څرنګه چی فاعل په فعل کښي موثر،تاثیرکوونکی دۍ دارنګه نیت په عمل کښي تاثیرکوی اوپه دوهمه جمله کښي دغایه بیان سویدۍ (فمن کانت هجرته الی دنیایصیبها)پوسه چي دغه جمله تفصيل دحديث ددوهمي جملې ده اوهمدارنګه پوسه چي نيت په مثال دتخم دۍ اوعمل په مثال ددرختي دۍ او بدله دعمل په مثال دميوې ددرختي ده اودغه رازپوسه چی دهجرت لفظ په لغت کښی وترک اوپرېښودلوته ویل کیږي او اوپه عرف کښي وترک دوطن ته ویل کیږی اومطلق ترک دوطن ودیته هم ورشامل چی یوسړی دکوم دنیوی مقصددپاره خپل وطن پریږدی لکه چی اکثرخلګ دتجارت په غرض وبل ځای ته ولاړسی په شریعت کښی هجرت پردوه قسمه ده اول هجرت حقیقی یاپه بل تعبیرهجرت معنوی یاکامله د ۍ داهجرت عبارت دۍ له دې څخه چی سړی له شرعی منکراتواوممنوعوکاروڅخه منعه واجتناب وکړی لکه چی رسول علیه السلام فرمایلی دی،المهاجرمن هجرمانهی الله عنه،بخاری کتاب الایمان باب المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده،یعني کامل یاحقیقی مهاجرهغه دۍ چی پری ایښی ئی وی هغه چی منعه کړیده الله پاک له هغه څخه اوځنوعلماؤتنهاهمدغه هجرت هجرت شرعی بللی دۍ اودوهمقسم هجرت په معنی دترک دوطن دۍ په وجه دیوه باعث دینی دغه قسم هجرت بيا پردرې قسمه دۍ اول قسم ئې دادۍ چي په ابتداء داسلام کښي يې تحقق پيداکړيدۍ اوبيامنقطع سويدۍ چي دوهم واريې تکرار نسي کيدلاۍ لکه دوه ځله دهجرت داصحابووحبشې ته اولکه هجرت دځينواصحابومدينې منوري ته دمخه ترهجرت دنبي عليه السلام ومدينې ته اولکه هجرت دمختلفوقبائلو ورسول عليه السلام ته وروسته ترهجرت دده مبارک اودارنګه لکه هجرت دهغه چاچي ايمان بې راوړۍومدينې ته وروسته له هجرت څخه درسول عليه السلام، تنبيه، پوسه چي ومدينې ته هجرت دمسلمانانوله مخه ترهجرت دنبي عليه السلام اودارنګه دوه واره هجرت داصحابووحبشې ته هجرت ؤو له دارالخوف څخه ودارالامن ته اووروسته ترهجرت دنبي عليه السلام هجرت ومدينې ته هجرت ؤوله دارالحرب څخه ودارالاسلام ته ځکه دنبی علیه السلام په ورتګ سره مدینه دارداسلام وګرځیدله اودوهم قسم يې دادۍ چي منقطع سوۍ نه دۍ بلکي دقيامت ترورځي پوري يې تحق راتللاۍ سي لکه هجرت دهغه چا چي دکفارو په ښاروکښي مقيم وي اوپراظهارددين باندي قدرت نلري

ځکه پرده باندي واجب دۍ چي ودارداسلام ته هجرت وکړي او لکه هجرت دفسق اودفساديا دبدعت له ځايه څخه ويوې صالحي اونيکي منطقې ته اويا لکه هجرت دناامنۍ له ځايه څخه دامن وځاۍ ته دريم قسم يې هغه هجرت دۍچي په اخيره زمانه کښي کله چي فتنې ډيري سي مسلمانان وشام شريف ته کوي لکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه مبارک حديث کښي کوم چي ابوداوديې له عبدالله ابن عمرڅخه روايت کړيدې فرمايلي دي(ستکون هجرةٌ بعدهجرة فخياراهل الارض الزمهم مهاجرابراهيم ويبقې في الارض شراراهلها)يعني ژردۍ چي موجودبه سي يوبل هجرت دمسلمانانو وروسته له دغه هجرت څخه يعني کوم چي اوس يې مسلمانان ومدينې ته راکوي نوغوره اوبهتره داهل دځمکي به هغه خلګ وي چي ښه لازم سويوي له ځاي سره دهجرت دابراهيم عليه السلام اوپاته به سي په نوره ځمکه کښي بدان اوشريرداهل دځمکي، مرادله مهاجردابراهيم څخه شام شريف دۍ ځکه چي ابراهيم عليه السلام چي کله له عراق څخه ووتۍ نووشام شريف ته ولاړۍ اوهلته يې اقامت غوره کړ

دهجرت په اړه دمتعارضواحادیثودتعارض دفعه

 پوسه چی دهجرت په باره کښي ده دځنواحددیثوپه منځ کښی په ظاهره تعارض موجوددۍ ځکه ځنی حدیثونه په دی ډول راغلی دی

 اول له بخاری اومسلم له ابن عباس څخه روایت کړیدۍچی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی،لاهجرة بعدالفتح ولکن جها د ونیة واذااستنفرتم فانفروا ،، یعنی هیڅ هجرت له فتح دمکې څخه ووسته ندۍ پاته مګرجهاد اوپاک نیت پاته دۍ اوکله چی دمسلمانانودامیرله خواله تاسی څخه وجهادته دوتلوغوښتنه وکړه سی نووجهادته ورأوځۍ،

 دوهم بخاری له ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت کړیدۍ چی ده فرمایلی دی ،،لاهجرة بعدالفتح،یعنی نسته هجرت وروسته له فتح څخه دمکې

دریم بخاری روایت کړیدۍ چی عبید بن عمروله حضرت عائشې رضی الله عنها څخهدهجرت په باره کښی سوال وکړنو دې مبارکی ورته وفرمایل،لاهجرة الیوم،کان المؤمنون یفراحدهم بدینه الی الله والی رسوله مخافة ان یفتتن علیه واماالیوم فقد اظهرالله الاسلام فا المؤمن یعبدربه حیث شاءولکن جهادونیة،،یعنی نسته هجرت نن ورځ ،هوپخوابه مومنان راتښتیدۍ هریوددوۍ په سبب دحفاظت ددین خپل وخدای ا ورسول ته دده له وجی دویری له دې څخه چی راواقع نسی کومه فتنه پرده باندی اوهرڅه چی نن ورځ ده نووهجرت کولوته نورضرورت ندۍ پاته ځکه چی ظاهراوغالب وګرځاوه الله پاک اسلام نومومن سړی دی عبادت کوی درب خپل هرځای چی ئې خوښه وی،، نودغه ټول حدیثونه پردې خبره باندی دلالت کوی چی هجرت کول هغه ؤوچی په زمانه کښی دنبی علیه السلام تیرسواوآینده هجرت په اسلام کښی دکوم شرعی کارپه توګه ندۍ پاته،،اوددې خلاف حدیثونه بیاپه دې ډول دی

اول ابوداؤداونسائی له معاویه رضی الله عنه څخه روایت کړیدۍ چی ده مبارک ویلی دی چی ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ده مبارک فرمایل،لاتنقطع الهجرة حتی تنقطع التوبة ولاتنقطع التوبة حتی تطلع الشمس من مغربها،یعنی نه قطع کیږی هجرت ترهغه پوری چی قطع کیږی توبه یعنی دتوبې دقبلولودروازه بندیږی،اونه قطع کیږی توبه ترهغه پوری چی راخیزی لمر له مغرب خپل څخه

دوهم امام احمدروایت کړیدۍ چی داسلام پیغمبرفرمایلی دی،لاتنقطع الهجرة مادام العدوّیقاتل،،یعنی نه قطع کیږی هجرت ترڅوچی دښمن داسلام له اسلام اومسلمانانو سره جنګیږی

دریم همدارنګه امام احمدمرفوعاًروایت کړیدۍ چی نبی عله السلام فرمایلی دی ،ان الهجرة لاتنقطع ماکان الجهاد،یعنی بیشکه هجرت کول نه قطع کیږی ترهغه پوری چی جهادوی،ددفع دتعارض بیان

پوسه چی ددغومبارکواحادیثودتعارض دفعپه متعددوډولوعلماؤکړیده چی تفصیل ئې دادۍ، اول خطابی ویلی دي چي هجرت په اول کښی داسلام فرض ؤوبیا له فتح دمکې څخه وروسته مندوب اومستحب کاروګرځیدۍ اوفرضیت ئې منسوخ سو نوکوم حدیثونه چی پر انقطاع دهجرت دلالت کوی نوهلته له هجرت څخه فرض هجرت مراد دۍ اوکوم حدیثونه چی پر بقا دهجرت دلا لت کوی نوله هغوی څخه مرادمندوب هجرت دۍ دوهم ابن اثیر فرمایلی دی چی هجرت دوه ډوله دۍ اول هغه هجرت دۍ کوم چی اصحابو به کاوه چی اهل اوما ل بې ټول په خپل وطن کښی لکه مکه پریښودۍ اوورسول علیه السلام ته به ومدینی ته راغلل دغه اوبیا بې هیڅ رجوع وهغه مال اواهل ته کوله داهغه هجرت ؤوچی الله پاک په بدل کښی دده دجنت وعده کړیده داهجرت دمکی له فتح څخه وروسته قطع کړسو اودوهم هغه ډول هجرت دۍ کوم چی دعربوکوچیانوبه کاوه چی هجرت بهئی وکړ اوله رسول علیه السلام سره بې غزاکوله خوپه هغه ډول به نه ؤووم کوم چی مذکورواصحابوبه کا وه داهغه هجرت دۍ چی أوس هم قطع سوی نه دۍ اوله حدیث څخه دلاتنقطع الهجرة حتی تنقطع التوبة همدغه هجرت مراددۍ،، دریمعلامه بدرالدین عینی ذکرکړی دی چی مرادله هغه هجرت څخه چی باقی دۍ اوندۍ منقطع ترک دسیآتواوګناؤودۍ لکه چی پر دې خبره باندی هغه حدیث دلالت کوی کوم چی امام احمد ئې روایت کړیدۍ چی رسول علیه السلام فرمایلی دی ،،الهجرة خصلتان احداهماتهجرالسیآت والاخری تهاجر الی الله والی رسوله ولاتنقطع الهجرة ماتقبلت التوبة ولاتزال التوبة مقبولة حتی تطلع الشمس من مغربهافاذا طلعت الشمس من المغرب طبع الله علی کل قلب بما فیه وکفی العمل اولکه چی په یوه بل حدیث کښی چی امام احمدئی روایت کړیدۍ راغلی دی چی دعربویوصحرائی سړی ونبی علیه السلام ته راغی اوورته وی ویل چی دخدای رسوله هجرت کول وکوم ځای ته دۍ ایاوتاته دۍ هرچیرته چی ته ئې اوکه ویوې معلومی ځمکی ته دۍ اوکه ویوه خاص قوم ته کیږی اوایاکله چی ته مبارک وفات وکړې نوبیابه هجرت قطع سی یعنی اوکه به بیاهم هجرت کیدلای سی نوداسلام پیغمبر لږمهال ساکت سووروسته ئی وفرمایل چرته دۍ هغه چی دهجرت په اړه ئی سوال کاوه دغه سړی ورته وویل چی دغه یم ای دخدای رسوله نوداسلام پیغبر ورته وفرمایل ،،اذاقمت الصلوة وآتیت الزکوة فانت مهاجر وان مت بالخضرمة،، والخضرمة ارض بالیمامه،اوپه بل روایت کښی دامام احمد داسی راغلی دی ،،الهجرة ان تهحر الفواحش ماظهر منها ومابطن ،وتقیم الصلوة،وتؤتی الزکوة ،ثم انت مهاجروان مت بالخضرمة،،څلرم  مراد له هجرت منقطعه څخه هغه هجرت دۍ کوم چی ومدینې ته کیدی اومراد له هجرت غیرمنقطعه څخه هجرت کول دی له دارڅخه دکفر ودارته داسلام ،،تمت وبالله التوفیق ،

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery