مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دویم : تأریخي مخینه

د بندیانو ځورونه :
د بشري حقونو د څار ټولنې ته ډیر گزارشونه او لاسوندونه را سیدلي چې ډیر ملکي وگړي د اتحاد او وحدت ډلو نیولي ول او له هغوی څخه یې په اجباري کارونو کې کار اخیستی ، هغوی وهل ، ټکول او ځورول شوي دي. مخکې مو له روغتیا پالې س. ک څخه یادونه وکړه ، هغه وایي چې د ډیرو هغو بندیانو درملنه یې کړې ، ددې ناروغان دواړو ډلو نیولي ول ، بندیان په ټپي ځانونو خوشې شوی ول ، بندیانو نوموړي روغتیاپالې ته وویل چې له دوی سره په بندیتوب کې ډیر بد چلند شوی او ډیر کلک وهل شوي دي.
" ما داسې یرغمل شوي ناروغان ولیدل چې ډیر کلک ځورول شوي ول : ملکي او غیر ملکي.  د دواړو خواو له پلوه د خلکو نیول او خوشې کول یوه عادي خبره گرځېدلې وه ، یرغمل نیول شوي کسان د هغوی خپلوانو روغتون ته راوستل [ هغوی د بندیتوب په وخت کې وهل شوي ول] . وحدتیانو پښتانه او تاجیکان نیول او د اتحاد سړیو هزاره گان نیول.
 
ما لیدل چې له هغوی سره څه ډول چلند شوی دی : خلک وهل شوي ول ، خلک شکنجه شوي ول . د هغوی په معقدونو کې آر پي جي ننه ایستل شوي ول. داسې نجونې هم وې چې پر هغوی ډله ییز جنسي تیري شوي ول. زما ناروغان دغسې بلهاریان " قربانیان " ول. " [1]
 
د بشري حقونو د څار ټولنې له یو شمیر ژورنالیستانو سره مرکې کړي دي ، دغو ژورنالیستانو په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ ز کلونو کې له نیول شویو بندیانو او یرغملو سره مرکې کړي دي او یرغمل نیول شویو ویلي چې هغوی ډیر کلک شکنجه شوي دي. [2] د بي بي سي او اسوشیـﺌـتد پرس خبریالانو له بیلابیلو بندیانو سره چې له بیلابیلو توکمونو سره یې توکمیز تړاو درلود مرکې کړې دي او هغوی ته یې د خپلو نیونو او په بندیتوب کې د ډیرو کلکو ځورونو په اړوند خپلې کیسې کړي دي. [3]
 
ډیره شوني ښکاري چې د سړي تښتونو او د هغوی د ځورونو لړۍ په روان وحشت کې د غچ اخیستنې یوه برخه وه. د مجاهدینو بولندوی عبدالحق چې په ۱۹۹۲ زکال کې د کابل د پولیسو د ادارې مشر وو ( د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په مېاشت کې په ختیځ افغانستان کې طالب ځواکونو اعدام کړ) ، په ۱۹۹۲ز کال یوه ژورنالیست ته وویل چې د جون د مېاشتې په لومړۍ اونۍ کې غیراتحادي او غیر وحدتي بولندویانو هڅه وکړه چې د یرغمل نیول شویو کسانو په خوشې کولو کې د مبادلې په ډول مرسته وکړي خو د یرغملانو د بدلونې دغه لړۍ هغه مهال په ټپه و دریدله کله چې دواړو خوا ولیدل یو شمیر یرغملان په ډیره بده بڼه وهل او ټکول شوي ول. [4]
 
 ( د بندیانو د ځورونو ، وهلو او ټکولو په اړه نور مالومات د " جنسي تیریو " په برخه کې یا " پر افشار " له برید وروسته راغلي دي )


د خلکو تري تم کېدنه :
د بشري حقونو د څار ټولنې د کابل په لویدیځ کې له څو کورنیو سره مرکې کړې دي ، دغو کورنیو ویل چې په ۱۹۹۲ زکال کې یا د هغوی خپلوان یا د کورنۍ غړي ، یا وحدت یا اتحاد تښتولي او بیا یې مخونه نه دي لیدلي. دغو کورنیو د نوموړو ډلو له ویرې د بشري حقونو د څار ټولنې ته د تښتول شویو کسانو نومونه ور نه کړل.  
 
د بشري مرستو یوه افغان کار کوونکي چې د کابل په لویدیځ یې کار کاوه په ۱۹۹۶ ز کال کې یې د کابل په لویدیځ کې د یو شمیر تښتول شویو " تري تم شویو" کسانو نومونه او انځورونه " خپاره کړل.[5] دغه پروژه د ۱۹۹۳ � ۱۹۹۵ ز کلونو په لړ کې د هغې پلټنې پر بنسټ پلې شوه چې موخه یې یوازې د هزاره گانو د تري تم کېدنې په اړه د مالوماتو د راټولو پر چورلیځ را څرخېدله چې د اتحاد د ډلې له پلوه تښول شوي او بیا تري تم شوي ول. خو کتاب په خپلې سپړنې کې د وحدت او جمعیت د ډلو د سړي تښتونو په اړه هم پراخ مالومات لري او تر یوې کچې د ستونزې د پراخوالي انځور رانغاړي.
 
دغه کتاب په خپله پلټنه کې ۶۷۱ پیښې را څیړي او ټولې یې هغه پیښې دي چې ډیري یې د کابل په لویدیځ کې د ۱۹۹۲ -  ۱۹۹۳ ز کلونو په لړ کې رامنځته شوي دي. ح. ک .[6] چې د کتاب یو څیړونکی دی د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل  :
 
" د نجیب الله د دولت له پرځېدا وروسته  په لومړي کال کې د کابل په لویدیځ کې د ۱۰۰۰ تنو د تري تم کیدنې گزارش ورکړل شوي دي.
موږ د تري تم  شویو کسانو د نومونه شمیره لږ ښودلې ده ځکه موږ یوازې د هغو پیښو په اړه پلټنه کړېده چې موږ ته څرگنده وه او پوهېدلو چې نوموړي کسان څنگه تښتول شوی ول. یو شمیر نور لاسوندونه او د بولندویانو په اړوند نور مالومات شته ، موږ سره دومره وخت نه وو او هڅه مو وکړه چې یوازې راټول شوي شته مالومات خپاره کړو.
 
موږ ته ډیره ستونزمنه وه چې د هرې پښې په اړوند جلا جلا کار وکړو. دپلټنې پر مهال زموږ یو تن کارکوونکی د حکمتیار د ځواکونو له پلوه و نیول شو ، هغه یې د پیسو لپاره نیولی وو چې د پیسو په بدل کې یې باید خوشې کړو ، هغه یوازې د همدغې پلټنې په گناه نیول شوی وو د هغه نوم [ . نوم موږ ایسته کړی دی] وو. هغه په دشت برچي کې و نیول شو ، دا هغه مهال وو چې نوموړي پلټنه کوله. له خوشې کېدلو وروسته هغه وویل چې د بندیتوب په وخت کې په ډیره بده بڼه وهل شوی وو. " [7]
ح. ک وویل چې د پلټنې د پروژې کار کوونکو د تښتول شویو کسانو په را خوشې کولو کې چې بیلابیلو ځواکونو نیولي ول ، هڅه وکړه :
 
" د ټولو هغو کسانو په اړوند چې موږ پلټنه کړېده ، تقریبأ ټول یې تري تم شوي دي. په ډیرو لږو پيښو کې ډیر لږ کسان خوشي شوي دي ، دا هم هغه کسان ول چې موږ ددوي په هکله مالومات درلودل ، موږ پوهیدلو چې چا او چیرې نیولي او موږ هڅه وکړه چې خوشې یې کړو. له موږ سره یو تن وو چې د اتحاد له ډلې سره یې خبرې اترې کولې ، هغه زموږ د مالوماتو پر بنسټ کار کاوه او یو شمیر کسان یې را خوشې کړل. نوموړي سړي په لومړي سر کې په خپله له سیاف سره خبرې کولې او وروسته یې له احمدزي  [ د اتحاد یو چارواکی چې یو وخت یې د سر وزیر په توگه کار کاوه ] خبرې کولې.
 
ټولو بولندویانو او ټولو انکار کاوه چې دوی سړي نه دي تښتولي او نه له دوی سره څوک شته. خو په ډیرو لږو پیښو کې کله چې موږ نوموړو کسانو ته خپل ټول په ځیر را ټول شوي مالومات ور سپارل ، نو له هغه وروسته به یې تښتول شوی سړی خوشې کړ. خو دغه یوازې د گوتو په شمار پیښو کې رامنځته شول."
ح.ک. وویل چې ډیري را خوشې شوي کسان ډیر سخت وهل شوي ول او پر ځانونو یې د وهلو ټکولو نخښې لیدل کېدلې. هغه د یوه نیول شوي سړي کیسه وکړه چې دی ېې په راخوشې کولو بریالی شوی وو ، دغه سړی د اتحاد ځواکونو تښتولی وو او وایي چې په پغمان کې د یوه بولندی په بڼ کې ور باندې د یوه " مريي " په توگه کار شوی دی. ( د اجباري کارونو په اړوند پر" افشار د برید " په برخه کې نور مالومات هم ورکړل شوي دي )
 
" موږ ټولې پیښې په مستنده ډول راټولې کړې دي. کله چې نوموړی راخوشې شو ، ما ورسره مرکه وکړه. کله چې هغه نیول شوی وو نو د اتحاد ځواکونو کلک وهلای وو او په زندان کې ډیر سخت ځورول شوی وو. له هغه سره پینځوس تنه نور هم ول ، هغه ویل چې دوی د پغمان په یوه سیمه کې ول. له څو اونیو وروسته یې " یوه  بڼ " ته را استولي ول چې شپه او ورځ پر ځمکه کار وکړي. "

د رباني د دولت یوه پخواني چارواکی د بشري حقونو د څار ټولنې ته د اتحاد او وحدت د سړي تښتونو په اړوند مالومات ورکړل او دا هم ورزیاتوي چې د جمعیت ، حرکت ، جنبش او اسلامي گوند ځواکونو هم ځینې وختونه انسانان یوازې د پیسو لپاره تښتول.[8] ر. د. د رباني د دولت د کورنیو چارو د وزارت یو پخوانی چارواکی دی او د روانو پیښو په اړوند یې مالومات درلودل ، هغه وایي چې د " نظار د شوری " لوړ پوړی بولندوی " انور ډنگر" [ د سړي تښتونو په لړۍ کې ډیرې ژورې جرړې درلودلې] او د جمعیت بل بولندوی " قاسم جنگل باغ " به تل انسانان تښتول اویا به یې د پیسو لپاره یرغمل ونیول.[9]
 
پورتنۍ پلټنیزه پروژه د یو شمیر سړي تښتونو پیښې را بر بنډوي. ح. ک. وایي :
د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې د نظار شوری هم ډیر سړي تښتولي دي. په ډیریو پیښو کې چا څه نه شوای کولای ، خو په دریو پیښو کې موږ وکولای شول چې د پیښې په اړوند لاسوندونه ومومو او د هغو پر بنسټ نوموړي کسان خوشې کړو. هغوی د هغه وخت د ملي امنیت [ افغان څارگرې ادارې] له مشر [ محمد قسیم فهیم ] سره خبرې وکړې او وروسته یې خوشې کړل.
 
د بشري حقونو د څار ټولنې ته د جنبش د ځواکونو له پلوه د سړي تښتونو د پیښو په اړه لاسوندونه او مالومات ورکړل شول چې په ۱۹۹۲ ز او ۱۹۹۳ ز کلونو کې یې خلک تښتولي ول. د بشري حقونو د څار ټولنې ته د جنبش یوه رسمي چارواکي ومنله چې د جنبش ځواکونه په ۱۹۹۲ ز او ۱۹۹۳ ز کلونو کې د بندیانو په وژنه کې په نه ستړې کېدونکې توگه ښکیل ول.

--------------------------------------
[1] Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical worker, Kabul, July 9, 2003. See also
testimony of H.K., Afghan NGO worker, below.
[2] Human Rights Watch interview with Y.U., Afghan journalist, Kabul, July 8, 2003; Human Rights
Watch interview with O.U., Afghan journalist, Kabul, July 13, 2003.
[3] Sharon Herbaugh, �Civilians Tell of Captivity, Torture by Rebels,� Associated Press, June
6, 1992, quoting interview with released Hazara prisoner. ��We were kept in containers, so many of
us that we couldn�t sit down. They wouldn�t give us food or water,� said Nadir Ali, a 22-year-old Hazara candymaker who was held with [. . .] others at an abandoned interrogation center of the
former secret police. He was clutching his right arm, which was swollen and probably broken from
the blows with rifle butts and chains.�
[4] Andrew Roche, �Gunbattles rage in Kabul, death toll over 100,� Reuters, June 5, 1992.
[5] Cooperation Centre for Afghanistan, �The Prisoners and the Missing, Kabul, Afghanistan 1992-
1995� (Peshawar: CCA, 1996).
[6] د پلټونکي نوم د هغه د خوندیتوب لپاره نه دی لیکل شوی
[7] Human Rights Watch interview with H.K., aid worker, Kabul, July 5, 2003.
[8] Human Rights Watch interview with S.A.R., former Shura-e Nazar official, Kabul, July 20, 2003;
Human Rights Watch interview with C.S.A., former government security official, July 18, 2003.
[9] Human Rights Watch interview with R.D., former official in the interim government 1992-1995,
Kabul, July 16, 2003. This was consistent with testimony by a former Shura-e Nazar official, Human
Rights Watch interview with J.G.M., government security official in 1992-1993, Kabul, July 10, 2003.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery