مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دویم : تأریخي مخینه

 
 
۲. تاریخي مخینه
   " د جگړې له پېلېدا مخکې ښار روغ رمټ وو. هک پک وم چې څنگه روغ رمټ پاتې دی. څرگنده دې چې له هغه وروسته هر څه د خاورو په کنډوالو بدل شول. "
دا د بي بي سي خبریال جرمي براون[1] دی چې په ۱۹۹۲ز کال کې  د شوروي پلوي رژیم له ړنگېدا وروسته د مجاهدینو د خپلمنځي جگړو په اړه خبرې کوي. 
 
د اوسني افغانستان د وسله والو نښتو تأریخي مخینه د ۱۹۷۸ز کال د اپریل له مېاشتې وروسته هغه مهال را پیلیږي چې افغان کمونیست دولت د یوې وسله والې کودتا په ترڅ کې د ولسمشر سردار محمد داوؤد خان د واکمني په ړنگولو یې دولتي واک را خپل کړ ؛ سردار محمد داوؤد خان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د تره زوي وو ؛ هغه په خپل وار په ۱۹۷۳ زکال کې د افغانستان پاچاهي د یوې سپینې کودتا په لړ کې ړنگه کړې وه. [2]
 
 د " غوایي انقلاب " له هماغې لومړۍ ورځې په خورا کرغیړنې بڼې پیل شو.  د کمونیستانو گوند چې په کابل کې یې واکمني ټینگه کړې وه له دوه وو غټو ډلو ، د " خلق " او " پرچم " [3]  له گډولې څخه جوړ یو گوند وو. هرې ډلې ډیر لږ ټولنیز ملاتړ له ځان سره درلود په ځانگړې توگه له کابل او د هیواد له نورو لویو ښارونو دباندې ، د ټولنې پراخې پاړکې " طبقې" ، پولیس او وسله وال ځواک له کودتا سره په کلک ټکر کې ودریدل. 
 
د نوی دولت واکمني له لږ ځنډ وروسته د خلقي بېباکه تیرغمال " ظالم " مشر حفیظ الله امین منگولو ته ور پریوتله ؛ امین د ترهگرۍ ، نیونو او د مخالفینو د پاک کارۍ له لارې غوښتل په یوې شپې کې په افغانستان کې د کمونیستي اقتصاد پر ستنې ولاړ یو دولت رامنځته کړي. په ۱۹۷۹ز کال کې د نوي رژیم پر وړاندې ولسي پاڅون را وپارید ، شوروي د مړژواندي دړې وړې کېدونکي  " انقلاب " او ړنگېدونکي دولت د ژغورنې په موخه پر افغانستان تیری وکړ د پرچم د ډلې مشر ببرک کارمل یې د واکمنۍ پر گدۍ کښیناوه.
 
خو د پاڅونوالو په ټــَکــَونه کې وار له واره تیر وو ځکه چې د پاڅون لمنه هرې خوا ته پراخه شوې وه. د یاغیانو ډلې د افغانستان د وسله وال ځواک له پخوانیو سرتیرو او افسرانو ، ایران او پاکستان ته د شړل شویو اسلامي ملیشاوو له غړو او د نورو خوا بدو شویو سیاسي ډلو له غړو څخه جوړې شوې وې. دغه خوَرې وَرې ډلې ټولې تر یوې موخې لاندې را ټولیدلې � د شوروي د نیواک او ایډیالوژۍ پر وړاندې له اسلامي او افغاني ارزښتونو څخه ننگه � دغو بیلا بیلو ډلو په افغانستان  کې دننه او له هیواده دباندې پراخ ملاتړ له ځان سره درلود. د دوې جگړه د " جهاد " او دوی ټول د " مجاهدینو " په نامه یاد شول.
 
د مجاهدینو د گوندونو په منځ کې هیڅکله رښتونی یو موټیوالی نه وو : یو شمیر یې د یو بل پر وړاندې برالا دښمني درلودله او له یو بل سر یې جگړې کولې. خو د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې د مجاهدینو ډلو د امریکا د متحده ایالاتو ، د انگلستان ، سعودي عربستان ، چین، ایران او پاکستان د هراړخیزو مرستو په مټ د شوروي او د افغان د ملي وسله والو ځواکونو پر وړاندې کلکه او اغیزمنه گوریلایي جگړه پیل کړه ؛ هغوی پر کاروانونو ، گزمو ، وسلتونونو ، دولتي ودانیو ، هوايي ډگرونو او ان پر ملکي استوگنو سیمو بریدونه کول. افغان وسله والو ځواکونو او شورويانو په خپل وار د مجاهدینو اډې او د هیواد ټول کلي تر بمبارد لاندې ونیول ، د مجاهدینو ډلې او نور دولتي ضد فعالیتونه به یې په ډیرې بې رحمۍ دړې وړې کول. د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې د هیواد هره سمه او غر ، لاره او گودر ، لنډه دا چې هر گوټ د جگړې په ډگر بدل شوی وو.
 
په افغانستان کې جگړې د پرگنو په ژوندانه ډیرې ناوړه اغیزې و شېندلې. د جگړې دواړو خواوو په کلکه له بشري حقونو څخه سرغړونه وکړه او نړیوال بشري قانون یې تر پښو لاندې کړ. شورویانو ډیري وختونه د خپلو پوځي بریدونو په لړ کې ملکي وگړي او ملکي میشتې سیمې په نښه کولې ، د شورویانو تر لاس او ولکې لاندې دولتي ځواکونو په ډیرې بیرحمۍ ملکي پرگنې و ځپلې. د مجاهدینو ځواکونو هم ځپنې او ټکونې کولې ، هغوی به دبریدونو لپاره ملکي سیمې غوره کړې او غیرقانوني میتودونه [4] به یې کارول. اټکلي شمیرې وایي چې د شوروي د نیواک په وخت کې د شخړو او وحشت په کړس کې څه دباندې یو میلیون وگړي ووژل شول او ( ۷ ) میلیونه کسان کډوال شول[5].
 
له پوځي اړخه ستړې او له مالی اړخه مفلسه شوروي د " بیا رغښت "[6] د پالیسۍ د څپیـړې په رڼا کې په ۱۹۸۹ ز کال کې له افغانستانه په شا شوه. خو د نجیب الله تر مشرۍ لاندې خپل شوري پلوي دولت ته یې د مرستو لړۍ جاري وساتله ، نجیب الله له دې مخکې د شوروي په لاس د روزل شوې څارگرې څانگې " خاد " مشر وو.
 
شورویانو او کمو نیستي واکمنۍ ، دواړو ،  افغان ولس ډړې وړې  او په څو ټوټو ویشلی وو. تر ۱۹۸۹ز کال پورې د ټول ولس له وگړو څخه څه د باندې ۱/۵ وگړي له هیواده د باندې وتلي ول او د افغانستان د ټولو کلیو بنسټونه نړول شوې ول . د افغان ولس ، د ولسي اړیکو او د ملي یووالي بنسټونه په ډیر بد ډول ویجاړ شول؛ هم د مجاهدینو د ډلو په منځ کې اوهم د رژیم په منځ کې د ټولنیزو ، ژب توکمیزو ، مذهبي � گروهنیزو او د سیاسي بیلتونپالنې کرښې په ژوره توگه کېندل شوې وې.
 
 
همداشان جگړو ، د هیواد هر گوټ د وسلو په زیرمو او وسلتونونو بدل کړ. له کمونیستي کودتا مخکې افغانستان تر ۱۹۷۰ز لسیزې پورې ډیرې ځانگړې وسلې نه درلودلې او یو پوځي هیواد نه وو. په ۱۹۷۹ز کال کې مجاهدینو له شوروي لښکرسره د ډغرو وهلو لپاره وسلې نه درلودلې ، هغه څه یې چې درلودل ډیرې وروسته پاتې وسلې وې ، له بلې خوا افغان کمونیست وسله وال ځواک هم کنډ و کپر او نامظمه وو او ډیرې وروسته پاتې وسلې یې درلودلې. له هغې وروسته هر څه بدل شول. د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان ، او تر یوې کچې چین او ایران د مجاهدینو ډلو ته په اټکلیز ډول د ۶ تر ۱۲ بیلیونو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته ځانگړې کړه ، له بله اړخه شوروي اتحاد د ۳۶ تر ۴۰ بیلیونو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته د خپل لاسپوڅی افغان دولت د ملاتړ لپاره ځانګړې کړه. ( پاکستان د مجاهدینو د ډلو کوربه هیواد وو او هغوی ته یې پوځي روزنې ورکولې او هم یې د امریکا او سعودي عربستان مرستې په مجاهدینو باندې ویشلې ) . د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې افغانستان په نړۍ کې لومړنی هیواد وو چې ډیرې سپکې وسلې یې درلودلې ؛ د ۱۹۹۲ز کال اټکل شوې شمیرې څر گندوي که د هند او پاکستان سپکې وسلې سره یو ځای کړو نو شمیره به یې بیا هم د افغانستان د سپکو وسلو تر کچې ونه رسیږي. سرچینه و گورﺉ [ لمنلېک ] [7]
 
د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۱ز کلونو په اوږدو کې له افغانستانه د شوروي له په شا کېدنې وروسته  د مجاهدینو او دولتي ځواکونو ترمنځ کلکو جگړو دوام وکړ. د مجاهدینو ډلو د تړونونو او وړاندیزونو له لارې د سولې څو هڅې وکړې خو نجیب الله په سرټمبه گۍ پښه بنده کړه او له


پر شوبلې ناست شوروي سرتیری د پوځي پرید پر مهال � دا ۱۹۸۸ز کال دی چې شوروي سرتیري له افغانستانه په شا کیږي. 1988 Robert Nickelsberg

واکمنۍ نه په شا کېده. د مجاهدینو د ډلو ترمنځ د مذهبي او ژب توکمیز بیلتانه ژورې کرښې ایستل شوې وې � کله چې مجاهدینو له دولت څخه یو شمیر سیمې ونیولې ، په خپلو منځو کې له یو بل سره ونښتل.  سره له دې چې پاکستان ، سعودي عربستان او ایران هم د مجاهدینو ډلو ته د مرستو لړې وغځوله خو امریکا له افغانستانه خپل مخ وا ړاوه او پښه یې سپکه کړه. شوروي د نجیب الله حکومت ته په خپلو مرستو کې پرله پسې اوږه ورکړه. په افغانستان کې د وسله والو ډلو د لا دړې وړې کیدلو د مخنېوي او پر هغه د پټـۍ د ایښودلو لپاره څو نړیوالې هلې ځلې وشوې. د سولې مأموریت تر ډیرې کچې د ملگرو ملتونو د سکرترجنرال دفتر ته پريښودل شو خو ملگرو ملتونو دومره سیاسي ځواک نه درلود او نه یې اغیزمنې اړیکې دومره پراخه وي چې د ښکېلو خواوو ترمنځ سوله رامنځته کړي. دلته ده چې له شوروي سره بهرنۍ جگړه د څو گوندونو ترمنځ په کورنۍ جگړې واوښتله او وَدَه یې وکړه.


ولسمشر نجیب الله � د شوروي له ملاتړه برخمن د افغانستان وروستنی ولسمشر � له هغه مخکې نجیب الله د شوروي د روزل شوې څارگرې ادارې " خاد " مشر وو � د شوروي له وتلو وروسته نوموړی تر څلورو کالو پورې ولسمشر پاتې شو � شوروي د ۱۹۹۲ز کال د مارچ په مېاشت کې خپلې مرستې ورباندې بندې کړې، له هغې مودې درې مېاشتې وروسته نجیب الله استعفی ته غاړه کښیښودله � نجیب الله په ۱۹۹۶ز کال کې طالبانو وواژه.

په دغه مهال کې د سولې په لاره کې د خنډ کېلیدي ټکي د افغان مجاهدینو ترمنځ یو موټیوالی وو او د امریکا ، پاکستان او سعودي عربستان پالیسۍ چې د نورو گوندونو په پرتله یوازې یوه گوند ته یې بې انډوله مرسته ورکوله دغه خنډ لاپسې پراخ کړ � دغه گوند د گلبدین حکمتیار اسلامي گوند [8] وو. د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې حکمتیار له نوموړو هیوادونو څخه تر ټولو ډیره وسله ترلاسه کوله او په ۱۹۹۱ز کال کې سي آی اې ( د پاکستان په مرستې ) د امریکا د مرستو ډیرۍ برخه حکمتیار ته ورکوله � په دغو وسلو کې هغه روسي وسلې او شوبلې هم وې چې امریکا د فارس د خلیج په لومړۍ جگړه کې له عراقه ولجه کړې وې ( له دغو وسلو څخه حکمتیار په کابل کې د ۱۹۹۲ � ۱۹۹۶ کلونو په اوږدو کې کار واخیست. ) [9] حکمتیار د نجیب الله د حکومت له ړنگېدا وروسته په دولت کې تر ټولو لوړه ونډه غوښتله ، دغې غوښتنې د مجاهدینو ترمنځ د  پیوستون او یووالي ستونزه لا پسې کړکیچنه کړه ؛ د مجاهدینو نورو ډلو هم د حکمتیارد دریځ پر وړاندې قهر او کرکه څرگنده کړه او ټینگار یې کاوه چې  د لږ مرستې په تر لاسه کولو یې د حکمتیار د گوند په څیر د شوروي پر وړاندې جگړه کړې ده[10]. اټکل کیده چې د شوروي له نړیدا سره سم به شوروي پلوي رژیم هم ړنگ او ورسره جوخت به په افغانستان کې د جگړو د دوام لړۍ هم پراخه شي.
         
 * * * * * * * * * * * *
 
د ۱۹۹۱ ز کال د سپتامبر په مېاشت کې شوروي اتحاد او امریکا په دوه اړخېزه ډول تړون وکړ چې دواړه به د ۱۹۹۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې له لومړۍ وروسته په یوه وخت کې د نجیب الله دولت او د مجاهدینو ځواکونو ته خپلې مرستې بندې کړي. په دغه پړاو کې ټولو گوندونو ته څرگنده وه چې د نجیب د دولت ورځې په شمار راغلي دي. د پاکستان سرحدي لیکې ته ورڅیرمه د ټولو پرتو سیمو په گډون ، د هیواد ډیرې برخې د مجاهدینو لاس ته ورغلې وې ، د شوروي د مرستو له بندېدا سره سم په کابل کې د نجیب الله پر رژیم مرگڅپاڼې تبه خپره شوه او دولت خپله ولکه وار په وار له لاسه ورکوله. [11]
 
له دغه پرمختگ سره سره ، د مجاهدینو مشرانو بیا هم د نجیب الله د دولت له پرځیدا وروسته په واکمنۍ کې د ونډې د ویشاک پر پلان یو بل ته غاړه نه ایښودله. د ۱۹۹۲ز کال په پسرلي کې ملگرو ملتونو د پاکستان او سعودي عربستان د چارواکو په ملتیا د یوه دولت د جوړلولو په موخه د مجاهدینو له سني او شیعه ډلو سره اوږه په اوږه کار وکړ.
 
د ۱۹۹۲ز کال د مارچ په ۱۸ نېټه د نجیب الله دولت د پاکستان او امریکا د پياوړي دباوله امله ( د  ملگرو ملتونو له لارې ) ومنله چې د لنډ مهالې واکمنې " عبوري " ډلې له رامنځته کیدا سره سم به ددولت له مشرتابه څخه لیرې کیږي او خپله استعفی به وړاندې کړي.  نجیب الله په افغان ټلویزیون کې را څرگند شو او استعفی یې وړاندې کړه[12]. په سبا یې په شمال کې ځواکمن پوځي مشر جنرال عبدالرشید دوستم دولت ته شا کړه او د وحدت او جمعیت له بولندویانو سره په یو ځای کېدلو یې پریکړه وکړه چې دهغوی له ځواکونو سره به یوځای یو ټلواله دولت جوړوي. د نوې ټلوالې ځواکونو ، د مزار شریف ښار او ور څیرمه سیمې په خپلې ولکې کې راوستلې.[13] د هغې ترڅنگ د مجاهدینو نورو ډلو ټولې هغه سیمې لاندې کړې وې چې له پاکستان سره په ورڅیرمه کرښه کې پرتې وې ، اوس هغه شېبه را رسیدلې وه چې کابل د اغیزمنې کلابندۍ په منگولو کې راښکېل وو. 
 
د ۱۳۷۱ لمریز کال د پسرلي د برابرو شپو ورځو په پېلېدا چې د ۱۹۹۲ز کال د مارچ له ۲۱ نېټې سره سمون خوري ، ټولو ته څرگنده وه چې په افغانستان کې د کمونیستي واکمنۍ ټغر مخ په ټولیدا دی خو دا څرگنده نه وه چې ۱۳۷۱ لمریز کال به د سولې کال وي که نه. په دغه موده کې ملگرو ملتونو د نجیب الله له واکمنۍ وروسته د واکمنۍ د ویشاک پر پلان کار کاوه او د کابل دولت بیا هم  په پښو ولاړ وو. 
 
د اپریل د مېاشتې په لسمې نېټې ملگرو ملتونو ، سکرترجنرال پتروس پتروس غالي پلان د مجاهدینو ډلو ته وړاندې کړ او د مجاهدینو ډلو هم و مانه ؛ په پلان کې ویل شوي ول چې د مجاهدینو ډلې به لومړی " د بې پــَرې افغانانو له منځه یوې جوړې شوې شورې" ته غاړه کښیږدي ترڅو له نجیب الله څخه واکمنۍ واخلي ؛ له هغه وروسته به نوموړې شوری په کابل کې لویه جرگه را بولي چې یو لنډ مهالی دولت و ټاکي[14]. په پلان کې ویل شوي ول چې ملگري ملتونه به له هیواده دباندې توکمیز مشران او سپین روبي په خپلو الوتکو کې د اپریل د مېاشتې په ۱۵ نېټه کابل ته و رسوي او نجیب الله به له هیواده دباندې بل چیرې و لیږدوي. په پلان کې ویل شوي ول چې په دغه پړاو کې به د مجاهدینو ټولې ډلې له ښاره د باندې دریږي.
 
ددغه پلان برعکس په پوځي سیاسي ډگر کې بل ډول پرمختگونه رامنځته شول. د مسعود ځواکونو د کابل شمال ته د بگرام په هوایي ډگر او د پلازمېنې شمال ته د شمالي پر ټولو سیمو منگولې ښخې کړې ، د مسعود ډلو د دوستم له ډلو سره یو ځای کار کاوه ، دوستم په دغه مهال کې خپل پوځي- سیاسي گوند " ملي اسلامي غورځنگ ' جنبش' " جوړ کړی وو. دواړه ځواکونه د کابل په څنډو کې پراته ول. د حکمتیار ځواکونه د ښار په سویلي څنډو کې دیره شول. 
 
دولتي ځواکونه هر یو په خپل وار د مجاهدینو بیلابیلو ډلو ته تسلېمیدل او هر یوه ته یې د کابل ښار په ور ننوتلو کې د مرستې وړاندیز کاوه. حکمتیار او مسعود دواړو د دولت د تسلیمیدونکو امنیتې ځواکونو په منځ کې خپل زړي کرلي ول ، دوستم خو پخوانی دولتي چارواکی ووچې لا وختي یې د کابل له چارواکو سره تړاوونه درلودل.
 
د تسلیمیدنې دغه لړۍ په ژوره توگه د  ژب توکمیز تړښت په څرنگوالي پورې تړلې وه. د کورنیو چارو په وزرات کې ( خلقي ) پولیسان او افسران له حکمتیار سره د ټلوالې د جوړولو په هڅه کې شول ، د وسله وال ځواک او دولت چارواکي ( پرچمیان ) له مسعود سره غاړه غړۍ شول. تورکمن او وزبک چارواکي دوستم ته ور واوښتل.
 
د اپریل په ۱۵ نېټه کله چې نجیب الله د واکمنۍ پریښودلو ته چمتو کېده ، د مجاهدینو گوندونو د ملگرو ملتونو له تړون څخه ډډه وکړه او تړون یې له گواښ سره مخامخ کړ. په هماغه شپه د ملگرو ملتونو منځگړی بنن سیوان د نجیب الله د راپورته کولو لپاره د کابل پر لور والوت. کله چې نجیب الله د کابل هوايي ډگر ته نیږدې شو ملیشیا ځواکونو د هغه بدرگه موټر و دراوه. نجیب الله بیرته د کابل پر لور ستون شو او په کابل کې د ملگرو ملتونو په ودانۍ کې یې پناه واخیستله ( نوموړی تر څلورو کالو د طالبانو تر راتگ پورې دلته پاته شو او بیا ووژل شو. ) [15] سیوان بیرته پاکستان ته والوت چې د خبرو لړۍ ته دوام ورکړي. په همدې لړ کې د نجیب الله د ړنگې شوې واکمنې د کورنیو او دفاع د وزارتونو پښتون توکمو افسرانو د حکمتیارد اسلامي گوند ځواکونو ته د اجازې په ورکولو پیل وکړ چې ښار ته دننه شی او هم یې ښار ته د هغه د ننوتلو لپاره ځانونو سمبالول. د مسعود او دوستم ځواکونه د ښارپه شمال کې دیره پاتې شول او په بل اړخ کې د مجاهدینو استازو په پیښاور کې د ځواک د ویشاک پر پلان کار کوه.
 
د اپریل په ۲۴ نېټه حکمتیار نیږدې وو چې د ښار ولکه را خپله کړي خو د مسعود او دوستم ځواکونه پر کابل ور ننوتل اود  ټولو  وزارتونو او دولتې ودانیو ولکه یې په لاس کې ونیوله. د جمعیت او جنبش ځواکونو د اسلامي گوند پر ځواکونو چې د کورنیو چارو د وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ " ارگ " یې نیولی وو برید وکړ او هغوی یې د ښار سویل ته په شا و تمبول. د اپریل په ۲۵ او ۲۶ نیټو پر ښار توغندي و وریدل او سړک په سړک جگړې دوام وکړ.
 
د مجاهدینو مشران چې لا تر دغه دمه په پاکستان کې ناست ول د اپریل په ۲۶ نېټه اعلان وکړ چې د واکمنۍ د ویشاک پر یوه تړون چې د " پیښاور تړون " نومیده له یو بل سره سلا شوي دي. په تړون کې سلا شوې وه چې د کوشنۍ خپلواکې مذهبي ډلې مشر صبغت الله مجددي دې د کالخوای " سرپرست " ولسمشر په توگه د دوه وو مېاشتو لپاره کار وکړي او له هغه وروسته به د جمعیت سیاسي مشر برهان الدین رباني د څلورو مېاشتو لپاره دغه دنده په غاړه واخلي. له رباني وروسته به یوه شوری یو لنډ مهالی دولت غوره کړي او نوموړی دولت به تر اتلسو مېاشتو پورې واکمن وي او له وروسته به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي. د تړون پر بنسټ پتیېل شوې وه چې مسعود دې د لنډ مهالي دولت د دفاع د وزارت کالخوای وزیر وي. حکمتیار په بشپړه توگه له دولت څخه گوښې ودریده.
 
د اپریل تر ۲۷ نېټې پورې د حکمتیار د ځواکونو ډیرۍ برخه د کابل د ښار سویلي برخې ته په شا تمبول شوې وه چې توپچي ځواکونو یې کولای شوای ښار تر کلک گواښ لاندې ونیسي. ښار د څو ډلو په منځ کې ویشل شوی وو ، په دغه موده کې د اتحاد ، وحدت او حرکت ځواکونه هم پر کابل ننوتلي ول. د پخواني دولت د پولیسو او وسله والو ځواکونو په زرگونو کسانو  یا ځانونه د خپلې خوښې ملیشو او یا د مجاهدینو په نوي دولت کې د مسعود تر مشرۍ لاندې ځواکونو ته سپارلي ول. یو شمیر نور یې تښتېدلي ول. یو شمیر پښتـنانه چارواکي چې مخکې له مخکې یې له حکمتیار سره اړیکې درلودلې د ښار سویل ته ولاړل او له حکمتیار سره یو ځای شول ، یو شمیر نور یې پښتونواکه گوند اتحاد ته ور واوښتل[16]. تر دغه مهاله سره له دې چې په کابل کې جگړې روانې وې ، بیا هم ښار دومره نه وو ویجاړ شوی. شوروي پلوی رژیم په داسې حال کې ړنگ شو چې ښار ته ډیر لږ تاوان اوښتی وو.


۱۹۹۲ز کال د اپریل ۱۸ نېټه : د جمعیت � نظار شوری بولندوی احمد شاه مسعود دجنبش له مشر جنرال عبدالرشید دوستم سره له کتنې وروسته له نورو بولندویانو سره د یوه دښـتني تیلفون له لارې خبرې کوي. شپږ ورځې وروسته کله چې د حکمتیار ډلې د ښار له سویلي لوري پر ښار ننوتلي د جمعیت او جنبش ځواکونه هم پر کابل ور ننوتل. 1992 Robert Nickelsberg

۱۹۹۲ز کال د اپریل ۲۵ : د شوروي پلوي رژیم تسلېمېدونکي ځواکونه د جلال آباد د سړک پر غاړې ځانونه د جمعیت مجاهدینو ته سپاري. د نجیب الله له استعفی وروسته دولتي څواکونو د مجاهدینو پر وړاندې له مقاومته لاس واخیست ؛ او کابل له جگړې پرته تسلیم شو. له هغه وروسته د مجاهدینو د ډلو د سیالیو له امله وحشت رامنځته شو. 1992 Robert Nickelsberg

۱۹۹۲ ز کال د اپریل ۲۵ : د جنبش سرتیري د کابل په ختیځ کې د اسلامي گوند د ځواکونو پر وړاندې د سړک په سړک جگړې په حال کې. 1992 Robert Nickelsberg

۱۹۹۲ز کال د اپریل ۲۵ : د جنبش سرتیري د اوږو د سر توغندي لیږدوي. د کابل سویل. 1992 Robert Nickelsberg

۱۹۹۲ ز کال د اپریل ۲۷ : ملکي وگړي د جنبش او اسلامي گوند د ځواکونو په اورکې گیر او ټپیان شوي دي . 1992 Robert Nickelsberg

۱۹۹۲ زکال د کابل ختېڅ د دریمې کارتې روغتون : تنکی هلک د ۱۹۹۲ز کال د مې په مېاشت کې د سړک پر سړک جگړو په لړ کې ټپي شوی دی. د ۱۹۹۲ � ۱۹۹۳ ز کال په لړ کې په لس گونو زره ښاریان ټپیان او ووژل شول. 1992 Robert Nickelsberg


-----------------------------------------------------

[1] Jeremy Bowen,
د بشري حقونو د څار د ټولنې مرکه دبی بي سي له خبریال جرمي براون سره. نوموړی له ۱۹۹۲ز نیولې د ۲۰۰۴ز کال  د اپریل د مېاشتې تر ۱۴ نېټې پورې په کابل کې وو.
[2] په دې اړوند د نورو مالوماتو لپاره کولای شـﺊ لاندینـﺊ سرچینې و گورﺉ :
For information about the periods discussed in this section, see Barnett R. Rubin, The Fragmentation of
Afghanistan: State Formation and Collapse in the International System, Second Edition (New Haven: Yale,2002) and Rubin, The Search for Peace in Afghanistan; Olivier Roy, Islam and Resistance in Afghanistan(Cambridge: Cambridge University Press, 1986); and Steve Coll, Ghost Wars: The Secret History of theCIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001 (New York: Penguin, 2004).See also Mohammad Nabi Azimi, Ordu va Siyasat Dar Seh Daheh Akheer-e Afghanistan (�Army and Politicsin the Last Three Decades in Afghanistan�) (Peshawar: Marka-e Nashrati Mayvand, 1998); Sangar, NeemNegahi Bar E�telafhay-e Tanzimi dar Afghanistan; and Mir Agha Haghjoo, Afghanistan va Modakhelat-eKhareji (�Afghanistan and Foreign Interferences�) (Tehran: Entesharat Majlesi, 2001).
[3] د دغو دوه وو ډلو نومونه د هغوی د اړوندو ورځپاڼو له نومونو د " خلق " او د " پرچم " له ورځپاڼو څخه اخیستل شوي نومونه ول.  د غوایي د کودتا په شپو ورځو کې د خلق او پرچم دواړو ډلو د " افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند" تر نامه لاندې یو موټي شوي وې.          
[4]
د شوروي د نیواک په کلونو کې د بشري حقونو د ځپنې او د نړیوال قانون د ترپښو لاندې کولو په اړه د لا مالوماتو لپاره د بشري حقونو د له ۱۹۷۹ز کال څخه ۱۹۸۴ ز پوري  وگورﺉ :  Tears, Blood, and Criesڅار د ټولنې گزارشونه وگورﺉ ::
A Helsinki Watch and Asia WatchReport, 1984; Human Rights Watch, �To Die in Afghanistan,� A Helsinki Watch and Asia Watch Report, 1985; Human Rights Watch, �To Win the Children,� A Helsinki Watch and Asia Watch Report, 1986;Human Rights Watch, �By All Parties to the Conflict,� A Helsinki Watch and Asia Watch Report, 1988.See also, Jeri Laber and Barnett R. Rubin, A Nation is Dying (Illinois: Northwestern University Press, 1988); Amnesty International, Afghanistan: Torture of Political Prisoners (London: Amnesty International Publications, 1986).
[5] Rubin, The Fragmentation of Afghanistan, p. 1.
[6] Perestroika, Перестройка
دا یوه سیاسي گړویینه ده چې په ۱۹۸۷ز کال کې شوروي ولسمشر میخاﺋـیل گرباجف شوروي د اقتصادي ریفرم لپاره و کاروله او نن یې د انگیسي ژبې ته لاره موندلې ده. (ژ)
[7] See Larry P. Goodson, Afghanistan�s Endless War: State Failure, Regional Politics, and the Rise of the
Taliban (Seattle: University of Washington Press, 2001), pp. 63 and 99; Coll, Ghost Wars, pp. 65-66,
151, 190, and 239. See also generally, George Crile, Charlie Wilson�s War: The Extraordinary Story of the
Largest Convert Operation in History (New York: Atlantic Monthly Press, 2003); Human Rights Watch,
Crisis of Impunity: The Role of Pakistan, Russia, and Iran in Fueling the Civil War, A Human Rights Watch
Short Report, July 2001, vol. 13, no. 3 (C); Haghjoo, Modakhelat-e Khareji, pp. 106-160; and
Mohammed Nabi Azimi, Ordu va Siyasat, pp. 225-325.
[8] سرچینه و گورﺉ :
See Haghjoo, Modakhelat-e Khareji, pp. 168-189; for a broad discussion of the disunity among
mujahedin groups, see Mohammed Zaher Azimi, Afghanistan va Reeshey-e Dardha 1371-1377
(�Afghanistan and the Roots of the Misery 1992-1998�) (Peshawar: Markaz-e Nashrati Mayvand, 1998).
[9]  سرچینه و گورﺉ :
See Coll, Ghost Wars, p. 226; and Steve Coll, �Afghan Rebels Said to Use Iraqi Tanks,� The
Washington Post, October 1, 1991.
[10] سرچینه و گورﺉ :
See Rubin, The Fragmentation of Afghanistan, pp. 196-201; Saikal, �The Rabbani Government, 1992-
1996� in Fundamentalism Reborn, pp. 30-31.
[11] ددغه پړاو د پیښو په اړوند د لا زیاتو مالوماتو لپاره و گورﺉ :
Rubin, The Fragmentation of Afghanistan, pp. 266-274, and The Search for Peace in Afghanistan, pp. 127-135; Saikal, �The Rabbani Government, 1992-1996� in Fundamentalism Reborn; M. Hassan Kakar, Afghanistan: The Soviet Invasion and Afghan Response, 1979-1982 (Epilogue) (Berkeley and Los Angeles: University of California Press, 1995).
[12] سرچینه و گورﺉ :
See Rubin, The Search for Peace in Afghanistan, p. 128.
[13] د مزار شریف د پرځېدنې په اړه د لا مالوماتو لپاره دغه سرچینې وگورﺉ :
For a detailed discussion of the political background and details of the fall of Mazar-e Sharif, see
Assadollah Wolwalji, Safehat-e Shomal-e Afghanistan dar Fasseleh-e Beyn-e Tarh va Tahaghghogh-e Barnamey-e Khorooj-e Artesh-e Sorkh az een Keshvar (�What Occurred in the Northern Plains of Afghanistan During the Planning and Implementation of the Withdrawal of the Red Army from This Country�) (Unknown, likely Peshawar: Edareh-e Nashrati Golestan, 2001); see also Mohammed Nabi Azimi, Ordu va Siyasat, pp. 512-525 (regarding the conduct and views of the Afghan national armed forces in the north during
this period).
[14] سرچینه و گورﺉ :
U.N. Department of Public Information, �Statement of the Secretary-General on Afghanistan,�
April 10, 1992.
[15] محمد نبي عظیمي چې په دغه وخت کې د افغان وسله وال ځواک لوړ پوړی چارواکی وو د خپل کتاب " اردو و سیاست " په ۵۵۷ او ۵۶۳ پاڼو کې وایي چې هغه د کابل له پرځېدا وروسته د نجیب الله او بنن سیوان تر منځ د خبرو شاهد وو او ټینگار کوي چې  نجیب الله له خپلو ډیرو نیږدې ملگرو سره له کابله د تللو په اړه خبرې نه وې کړې.
[16]  ددغه مهال د سیاسي او ژب توکمیز جوړښت او پيژاندلپاره کولای شـﺊ دغه سرچینه و گورﺉ :
Saikal, �TheRabbani Government, 1992-1996� in Fundamentalism Reborn, pp. 30-37, and Rubin, The Search for Peacein Afghanistan, pp. 128-129.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery