مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۳ : د کابل جگړه : ۱۹۹۲ ز کال اپریل ۱۹۹۳ ز کال مارچ

 
۳ : د کابل جگړه : ۱۹۹۲ ز کال اپریل � ۱۹۹۳ ز کال مارچ
 
[ واشنگتن پـُست : ۱۹۹۲ ز کال د مې مېاشتې ۲ نېټه ] : د نن کابل هرڅه دی ، مگر د بریا وو او سوبو په لمر کې سوځېدونکی ښار. د ملکي وگړو پر کورونو د توغنديو او د شوبلو د مرمیو وَریا دوام لري .... دغه توغندي د گوریلایانو د بنسټپالي مشر گلبدین حکمتیار ځواکونه وَرَوي. په سلگونو ملکي وگړي په روغتونونو کې خواره واره پراته دي ، په روغتونونو کې بریښنا ، اوبه نسته او طبي وسایل په نست دي. نور ټپيان هم هره ورځ روغتونونو ته راوړل کیږي .... په درندو وسلو سمبال او په ژب توکمیزو ډلو ویشل شوې ملیشیاوې پر سړکونو او واټونو په پټه او ښکاره گرځي ، هغوی له خپلو سیالانو څخه د څو گامونو په واټن کې خپلې نیول شوې سیمې ساتي ، د خپلو بیلابیلو غلیمانو په اړه په ترخه او تونده ژبه خبرې کوي او کله کله کورونه او هټۍ گانې لوټي. [1]
 
وروسته له دې چې د حکمتیار ځواکونه د سویل پر لور په شا و تمبول شول ،د امن او ټینگښت لپاره د کوشنیو گامونو اوچتول ډیر دوام ونه کړ. په ښار کې ډیرې میشتې ډلې یو بل ته د دښمنۍ په اور کی په څرگند ه برَگې وې او حکمتیار په نوي دولت کې د زیاتې ونډې پر غوښتنې ټینگار کاوه.
 
د مې په ۲۵ نېټه د مسعود او حکمتیار تر منځ د سولې خبرې وشوې ، دولت په لومړي سر کې ومنله چې حکمتیار ته به په نوي دولت کې د سروزیرۍ څوکۍ ورکړي ، خو دغه تړون له یوې اونۍ څخه په لږه موده کې هغه مهال شنډ شو کله چې له اسلام آباد څخه د کابل پر لور د ولسمشر مجددي الوتکه د توغندي تر اور لاندې راغله. مجددي دعوی وکړه چې د حکمتیار اود نجیب الله د پخواني دولت ایجنټانو دواړو په گډه دده د سپرلۍ الوتکه په نخښه کړې او دا چې حکمتیار له دې مخکې هم د هغه د الوتکې د راغورځولو گواښ کړی وو.[2] په همدې لړ کې حکمتیار ټینگار کاوه چې د دوستم وزبکې ملیشاوې دې له کابله ووځي ( دغه کار حکمتیار ته دا شېبه په لاس ورکوله چې په آسانۍ مسعود له کابله دباندې وباسي او ښار په خپله ولکه کې راولي.)[3] د مې د مېاشتې په ۳۰ نېټه د جمعیت او جنبش د ځواکونو گډولې د ښار په سویلې برخه کې د حکمتیارد ځواکونو پروړاندې جگړې پیل کړې. حکمتیار د ښار ټولې برخې د شوبلو په مردیکو او توغندیو وویشت او د جمعیت او جنبش ځواکونو د ښار سویلي برخې تر اوریزو پنډوسکو لاندې ونیولې. له بلې خوا د ښار په لویدیځه برخه کې د اتحاد د سُني ډلې او د وحدت د شیعه ډلو ترمنځ د جگړو لمنه پراخه شوه.
 
په لاندنۍ برخه کې د جمعیت او اسلامي گوند ، د اتحاد او وحدت د گوندونو او د جمعیت او وحدت ترمنځ د جگړو بڼه په پیښلیکېزه ډول ویل شوې چې په ترڅ کې یې په زرگونو ملکي وگړي ټپيان او ووژل شول او په سلگونو زره نور اړ شول که له کابله د باندې کډوال شي.

الف : ۱۹۹۲ زکال : له اپریله تر دسامبره
د کابل په لویدیځ کې ژبتوکمیزې � گروهنیزې جگړې او پر کابل پر ښارد اسلامي گوند برید

دغه برخه د کابل په لویدیځ کې د ډلو ترمنځ د خپلمنځي دښمنیو اړخونه او هم د کابل پر سویلي برخې باندې د اسلامي گوند د توپونو بریدونه راسپړي. دهمدغې برخې په پای کې یوه ځانگړې جاج اخیستونکې برخه راځي چې ددغو دښمینو او تربگنیو پر لړ کې له نړیوال بشری قانون او د بشري حقونو له قانون څخه سرغړونه پکې ویل شوېده.

---------------------------------------------------------------
[1] Steve Coll, �Afghanistan�s Fate: Healing or Disintegration?� Washington Post, May 3, 1992.
[2] سرچینه و گورﺉ :
Sharon Herbaugh,
له اسوشیـﺋـتد پرس څخه شیرون هرباوغ ۱۹۹۲ زکال د مې د مېاشتې په ۳۱ د " ولسمشر یاغیان او کمونیستان د هغه په وژنی تورنوي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې ده. هرباوغ ددغو تورونو په غندنه کې د اسلامي گوند د ویاند عبدالقدیر کریاب که خولې وایي چې : " که موږ دا کار کړای وای ، موږ به دا کار لږ تر لږه په ۲۰ توغندیو کړای وای چې د ژندوي پاتي کیدلو هیڅ چانس نه وای پاتې ، خو موږ دا کار نه دی کړی.
[3] په دغه مهالیز واټن کې د حکمتیار د ویناوو په اړه د لا زیاتو مالوماتو لپاره د سنگر لیکنې د [ نیم نگاهې بر اﺋـتلاف های تنظیمي در افغانستان] له ۱۱۵ تر ۱۱۶ پاڼې پورې او ورسره مل سرچینې و گورﺉ.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery